نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ورځې خبره د افغانستان اسلامي امارت له واکمنۍ سره سم عمومي عفوه اعلان شوه او په دغه عفوه کې ټول هغه کسان شامل شول، چې له تیر حکومت سره یې دنده او همکاري درلوده.دا عفوه ددې لامل شوه چې د پخواني حکومټ ډیری چارواکي په هېواد کې پاته شي او د عادي وګړو په […]
د ورځې خبره د خبرونو له قراره تېره ورځ په کندهار کې د «سنوفارما» په نامه د درمل جوړولو یوې سترې او معیاري کارخونې پرانیسته وشوه، ويل کېږي چې یاده کارخونه کې شپه ورځ په دریو پيرو کې مسلکي کاریګر په کار لګیا او تولید يې روان وي، دغه راز د فابریکې مالکان ټینګار کوي […]
د ورځې خبره موږ ته په کار ده چې د تېرو څه باندې څلورو لسيزو له ترخو تجربو درس واخلو او خپلو کې سره يو موټی شو، د امريکايي اشغال خاتمه او د نوي حکومت په واکمنېدو سره ډاډمنه امنيتي فضاء رامنځ ته شوې چې هېوادوال موکولی شي په ډاډه زړه بېلابېلو سيمو ته د […]
د ورځې خبره څرنګه چې دا وخت د هېواد بيت المال او ګرد سره ملي وسايل او شتمنۍ زموږ د اوسنيو چارواکو چې زياتره يې ديني علماء دي. په واک او اختيار کې دي، نو لازمه ده چې يوه شېبه هم په دې اړه څه غفلت او بې پروايي ترې ونه شي. ځکه دا هغه […]
د ورځې خبره د الله تعالی له لوري پيدا شوې پاکه او د انساني ژوند لپاره له ټولو ښايسته او مناسبه نړۍ اوسمهال د ځينو انساني کړنو له امله له يو لړ جدي صحي او ټولنيزو ستونزو سره مخ ده او د هوسا ژوند تېرول په کې ورځ تر بلې ناشوني کېږي. د چاپېريال ککړتيا […]
د ورځې خبره د اسلامي امارت له بريا وړاندې او د بريا په لومړيو وختونو کې داسې انګېرل کېدل، چې نوی حکومت به د نړيوالو له مرستو او همکاريو پرته په بانکي سيستم او په ځانګړې توګه د افغانيو په ارزښت ساتلو کې له جدي ستونزو سره مخ وي. خو اوس دا دي څه کم […]
د ورځـــــــــــــــې خــــــــــــــــــــــــبره لسګونه کاله وړاندې په ۱۹۴۸م کال کې د اسراييلي اشغالګرو او عربي هيوادونو ترمنځ د هغو فلسطیني سیمو پر سر جګړه پيل شوه، چې اسراييلو په زور نيولې وې. له شاوخوا يو کال جګړې وروسته اسراييلو جګړه وګټله او ټولو عربي هيوادونو ته يې ماته ورکړه، له هغه راهيسي دا دی څه […]
د ورځې خبره غښتلی پوځ د يوه هيواد او ملت د ديني او ملي نواميسو ساتونکی وي. تېرې څه باندې څلور لسيزې، چې افغانستان له سختو ننګونو او ستونزو سره مخ و، له ټولو ستر لامل يې د يو خپلواک او غښتلي پوځ نشتون و. په دغې موده کې افغانستان يو غښتلی او د ملت […]
د ورځې خبره که څه هم طبیعي ده، چې هرچا ته خپلې ګټې او مصالح د نورو له ګټو لومړيتوب لري او ځينې هيوادونه خو خپلو ګټو ته د رسېدو لپاره اوږدې او خونړۍ جګړې هم کوي، خو اوس نږدې ټوله نړۍ دې پايلې ته رسېدلې، چې ډېرې ګټې او اهداف يوازې د ځواک او […]
د ورځې خبره له کومې ورځې چې له هيواد څخه د اشغال تور ټغر ټول شوی او د چارو واګي اسلامي امارت لاس کې اخيستي، په هيواد کې سرتاسري ډاډمن امنيت ټينګ شوی، اوس هرڅوک په ډاډه زړه خپل کار کولی شي، زده کوونکي په ډاډه زړه ښوونځيو ته ځي او ټول هيوادوال له هر […]
د ورځې خبره موږ چې له تېرو شلو کلونو راهېسې د تبلیغاتو ښکار او په ذهني ډول مغلوب یو، ډېر هغه څه هم رانه هېر دي او ورته پام مو نه دی، چې یو وخت مو په زړونو ارمان او د قربانیو ارمغان بللو . که یوځل د تېر شل کلن اشغال او له هغه […]
د ورځې خبره غوره اقتصاد د يو هيواد د اوسېدونکو د سوکاله او هوسا ژوند لپاره بنسټيز اصل دی،خو هغه ملتونه هوسا او پرمختللی ژوند نشي درلودلی، چې اقتصادي خپلواکي ونه لري. د افغانستان جغرافيايي موقعيت، د پراخو طبيعي زيرمو شتون، د زراعت او مالدارۍ لپاره پريمانه اوبه، مناسبه هوا او دښتې هغه مهم اسباب […]
د ورځې خبره موږ سره له دې چې پراخې طبیعي زيرمې، مناسب جغرافيايي موقعيت او د زراعت لپاره پرېمانه ځمکه، مناسبه هوا او خوږې اوبه لرو؛ خو بيا هم د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې يو. موږ د اړتيا وړ ډېر توکي له نورو هيوادونو واردوو، آن د لومړنيو اړتياوو د پوره […]
د ورځې خبره ملي يووالی د يوه هيواد د پرمختګ، سرتاسري امنيت او استحکام لپاره بنسټيز اصل دی، هغه ملتونه چې د ملي يووالي روحيه او انګيزه يې غښتلې وي، تر نورو هغو، چې له دې نعمت څخه برخمن نه دي، ډېر هوسا او مترقي ژوند لري. د يوه هيواد په جغرافيايي جوړښت کې ګڼ […]
امريکا او متحدين يې په ټوله نړۍ کې د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو لپاره ډول ډول پلانونه او پاليسۍ لري. څه موده وړاندې يې په عراق او سوريه کې د ايران او روسيې د نفوذ دمخنيوي لپاره د داعش په نامه ډله رامنځته کړه، چې وروسته يې د منځنۍ اسيا او چين د پرمختګ […]