دارو او درملنه د هېوادوالو جدي اړتیا ده

د ورځې خبره د خبرونو له قراره تېره ورځ په کندهار کې د «سنوفارما» په نامه د درمل جوړولو یوې سترې او معیاري کارخونې پرانیسته وشوه، ويل کېږي چې یاده کارخونه کې شپه ورځ په دریو پيرو کې مسلکي کاریګر په کار لګیا او تولید يې روان وي، دغه راز د فابریکې مالکان ټینګار کوي […]

د ورځې خبره
د خبرونو له قراره تېره ورځ په کندهار کې د «سنوفارما» په نامه د درمل جوړولو یوې سترې او معیاري کارخونې پرانیسته وشوه، ويل کېږي چې یاده کارخونه کې شپه ورځ په دریو پيرو کې مسلکي کاریګر په کار لګیا او تولید يې روان وي، دغه راز د فابریکې مالکان ټینګار کوي چې د تولید کچه او کیفیت به هم ښه لوړ او په لیکلې بیه د هېواد ګوټ ګوټ ته رسول کېږي. موږ د هېواد په اوسني وضعیت کې دا ډول خدمت خورا لوی پرمختګ ګڼو او هیله من یو چې په دې برخه کې لا ډېر کار، پرمختګ او ګړندي ګامونه واخیستل شي،دا زېری موږ په داسې حال کې اورو چې د افغانانو فرد فرد له جعلي درملو سرټکوي او هغه سوداګر او شرکتونه چې په دغه شان ناروا ګټو کې ښکېل دي، سخت پړه او مختوري بولي،ځکه د خلکو دغه ډول شکایتونه ډېر بې ځایه هم نه دي او ښايي هر چاته معلومه وي چې د نړۍ له مختلفو هېوادونو انتهايي بې کیفیته درمل راواردېږي، سره له دې چې د خوړو او درملو اداره د جعلي او تاریخ تېرو دواګانو ښه کلکه څارنه او پلټنه هم کوي،خو بیا هم د غلو او قاچاقبرو پوره مخنیوی تقریباً ناشونی دی. په هر صورت افغانان چې له کلونو راهیسې خپل هېواد کې د جګړو او نا امنیو له لاسه سخت کړېدلي او ځپل شوي، د خپلو ناروغانو په درملنه کې هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ځکه له یوې خوا که د ماهرو ډاکټرانو او مجهزو روغتونو کمی دی، له بلې خوا د جعلي درملو پرېماني او نورو هېوادو ته د ناروغانو لېږدولو ستونزې او لګښت هم د هر چا په توان پوره نه ده. مطلب دا چې د روغتیايي خدماتو د پراختیا په اهمیت او ضرورت هغه وخت سړی ښه پوهېدلی شي کله چې لږ تر لږه یوه ورځ د تورخم او بولدک په دروازو کې د افغاني رنځورانو رش او بده ورځ وویني، تر دې چې که یو عادی کس هم هلته د خپلو هېوادوالو ذلت او ناوړه وضعیت وګوري،نو وايي به چې ټول ملت دې ایله یو وخت څه وخوري او دوه وخته دې وسپموي،خو چې هېواد کې د ننه د دغو ناروغانو درملنه وشي، معنا ښه مسلکي ډاکټران وروزل شي او په کور د ننه معیاري درمل تولید شي په یقیني توګه دا رښتیا هم در هر افغان حق او شدیده اړتیا ده! په دې اساس د حکومت مسؤلینو ته لازمه ده چې له یادې پرېشانۍ، ذلت او احتیاجه د خپلو هېوادوالو د خلاصون لپاره ښه په اخلاص او جدیت سره ګړندي ګامونه واخلي. په دې توګه چې هم د ډاکټرانو د لاپیاوړتیا، مهارت او تخصص لپاره شرایط چمتو کړي او هم د معیاري درملو د تولید لپاره له خصوصي پانګوالو او شرکتونو سره اړیکې ونیسي، ویې هڅوي او تر خپله وسه یې ستونزې ورته حل کړي. د هېوادوالو د نېکمرغۍ او بسیاینې په هیله.