افغانان بايد متحد شي!

د ورځې خبره موږ ته په کار ده چې د تېرو څه باندې څلورو لسيزو له ترخو تجربو درس واخلو او خپلو کې سره يو موټی شو، د امريکايي اشغال خاتمه او د نوي حکومت په واکمنېدو سره ډاډمنه امنيتي فضاء رامنځ ته شوې چې هېوادوال موکولی شي په ډاډه زړه بېلابېلو سيمو ته د […]

د ورځې خبره
موږ ته په کار ده چې د تېرو څه باندې څلورو لسيزو له ترخو تجربو درس واخلو او خپلو کې سره يو موټی شو، د امريکايي اشغال خاتمه او د نوي حکومت په واکمنېدو سره ډاډمنه امنيتي فضاء رامنځ ته شوې چې هېوادوال موکولی شي په ډاډه زړه بېلابېلو سيمو ته د شپې او ورځې سفرونه وکړي،د کابل سېند چې د کابل ښکلا يې يو په دوه کړې وه د پوډريانو په بازار اوښتي وه چې په زرګونو پوډريانو به په کې شپې ورځې تېرولې او د کابل ښکلی ښار يې په يوه ډارن ماحول بدل کړی و له نشه يانو پاک کړ چې دا کار د تېر فاسد جمهوري نظام له توانه نه و پوره او نه يې شو کولی چې په دې اړه عملي ګام واخلي.
خو ِلله الحمد د حاکم نظام د زړه سواندې او مهربانه اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم او فرمان په اساس چې د هېواد یو معادن استخراج او په هغې دې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه وشي د فرمان له اعلان سره سم يې په عملي اقدام لاس پورې شوی او تر دې مهاله د لسګونو زرو معتادينو درملنه شوې او بېرته خپلو کورنيو ته ستانه شوي او د کابل سېند يې له شتونه پاک شوي.
همدارنګه د بيارغونې په چاروکې د هېواد په يو شمېر سرکونو د سرک جوړونې چارې جريان لري زياتې څلور لارې رغول شوې،د قوشتيپې کانال د جوړونې چارې په ډېره چټکۍ سره روانې دي د ريل پټلۍ په برخه کې هم له ګاونډيو هېوادونو سره د خبرو او مشورو لړۍ دوام لري او په دغه برخه کې هم ډېر پرمختګ شوی چې زيات تجارتي توکي افغانستان ته اوس د رېل ګاډو په وسيله انتقالېږي او لرې نه ده چې د ټاپي په پروژو هم عملاً کار پيل شي د پوهتونونو په برخه کې په تعليمي نصاب هم پوره کار شوی چې دا به هم د ځوان نسل په فکري روزنه کې رغنده رول ولري دا ټول هغه څه دي چې زموږ د هېواد او ملت دښمنان يې برداشت او زغم نه لري افغانان بايد په خپلو کې سره يو موټی شي او د ښمنانو په پوچو او بېځايه تبليغاتو ونه غولېږي ځکه چې زموږ د هېواد او ملت د پرمختګ او ترقۍ راز په يووالی کې نغښتی دی.