په کابل کې د تعلیم او تربیې د کمېسیون هیئت د کابل ښار ریاست کې غونډه ترسره کړه

د کابل ولایت په مرکز کې د پوهنې ښاري ریاست د غونډو په تالار کې د تعلیم او تربیې کمېسیون هئت د دې ریاست له مامورینو سره غونډه وکړه او خپل لوري یې د ریاست مسئول سرپرست ور معرفي کړ. د خبر له مخې دغه ټاکلي هیئت د دې ریاست له پرسونل سره کتنه وکړه […]

د کابل ولایت په مرکز کې د پوهنې ښاري ریاست د غونډو په تالار کې د تعلیم او تربیې کمېسیون هئت د دې ریاست له مامورینو سره غونډه وکړه او خپل لوري یې د ریاست مسئول سرپرست ور معرفي کړ.

د خبر له مخې دغه ټاکلي هیئت د دې ریاست له پرسونل سره کتنه وکړه په کتنه کې د نوموړي هیئت له لوري د نويو فتوحاتو د مبارکۍ په لړ کې هغوی ته د اسلامي امارت د تعليمي پالیسۍ په اړه معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې په تعلیمي برخه کې به امکاناتو ته په کتلو سره خپلې هڅې ونه سپموي، له برخه والو څخه یې هم وغوښتل چې له راتلونکي نظام سره مرسته وکړي، تر څو دغه ښوونیز بهیر چټک او پیاوړی شي او د یوې شفافې ادارې په جوړښت کې ورسره بشپړه همکاري وکړي.

دوی هم په تعلیمي بهیر کې ټولو په یوه اواز سره د پوره همکاریو ژمنه وکړه.

د یادودنې وړ ده چې د غونډې په وروستۍ برخه کې یې ورته مولوي شمس الرحمن حماس د ریاست سرپرست مسئول په توګه ور معرفي کړ او له لوی خدای جل جلاله څخه یې ورته د ښه خدمت غوښتنه وکړه.
۱۴۴۳/۱/۲۰ هـ ق ۲۰۲۱/۸/۲۸