د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان دامیر مرحوم مولوي محمدنبي محمدي د کورنۍ له لوري د تسلیت او تعزیت پیغام

الحمدلله الذي جعلنا امة الجهاد، وجعل دیننا دین الجهاد، و اعز من استقاموا منا علی الجهاد، واذل من انحرف عن محجة الجهاد، والصلوة والسلام علی قائد المجاهدین و علی اله واصحابه اجمعین. اما بعد قال الله تعالی : إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي […]

الحمدلله الذي جعلنا امة الجهاد، وجعل دیننا دین الجهاد، و اعز من استقاموا منا علی الجهاد، واذل من انحرف عن محجة الجهاد، والصلوة والسلام علی قائد المجاهدین و علی اله واصحابه اجمعین.
اما بعد قال الله تعالی : إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ(۳۰) حم السجدة.

څرنګه چې د نړۍ پر مخ ټول انسانان په څرګندو او واضحو حقیقتونو کې له ژورو اختلافونو سره سره په دې یواځني حقیقت اتفاق لري چې مرګ حتمي راتلونکی دی، هر څوک به په خپله ټاکلې نیټه له دې فاني نړۍ څخه مخه ښه کوي، بناءً موږ مسلمانان او په دین مین افغانان د الله جل جلاله په دې ارشاد چې ( کل نفس ذائقة الموت) باندي پوره ایمان او باور لرو، دا دنیا د موقت ژوند او امتحانونو کور ګڼو، که په همدې امتحانونو کې څوک کامیاب شو افتخار او ابدي نیکمرغي یې بولو او ناکامي یې د افسوس او حسرت ځای دی.

داچې د افغانستان د دوو مقدسو جهادونو سالار، د افغانستان د تاریخ په آسمان ځلاند ستوري، ستر غازي، د ډګرونو اتل، د لسګونو مبارکو شهیدانو مربي او وارث او د علم او عرفان لوی غر جناب مولانا جلال الدین حقاني رحمه لله خپل امانت روح الله جل جلاله ته سپارلی ، موږ د هغه مرحوم همسنګرانو د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه، د مرحوم مولوي صاحب مجاهدي کورنی، قریبانو، خواخوږو، د افغانستان مجاهد ملت او مسلمه امت ته په ډېر درناوي د تسلیت او تعزیت مراتب وړاندي کوو، موږ په دې باور یو چې هغه مرحوم د ژوندانه ټول ازمایښتونه په پوره بریالیتوب پای ته رسولي او خپل رب ته بریالی ورغی.

مرحوم حقاني صاحب الحمدلله د ژوند ټول مراحل یواځي د لوی خدای جل جلاله د مقدس دین په خدمت کې تېر کړي دي ، موږ ټول د هغه (رحمه الله) په خدمتونو ویاړو او د هغه د ژوند هره مرحله د ځانونو او راروانو نسلونو لپاره نیغه حقاني تګلاره ګڼو. د هغه د زده کړو، امامت، تدریس او د وارسا او ناټو په وړاندي د سپیڅلي جهاد ټولي ستړي دورې په اسلامي او افغاني تاریخ کې د افتخاراتو عظیم بابونه دي۔

مرحوم حقانی صاحب پہ شمول د مرحوم خالص بابا او زموږ‎ والد صاحب مرحوم مولوي صاحب محمد نبي محمدي له هغو علماؤ او جهادی رھبرانو څخه وو څوک چې نه تنها د خپل اخلاص او پاک نیت په برکت له خپلمنځي اختلافونو ګوښه پاته شول بلکه ورسرہ یی په جګړو کې د ښکېلو جهتونو تر منځ یې د اختلافونو د لمنځه وړلو لپاره هلي ځلي نه هیرېدونکي او د قدر وړ وګرزیدې.

مرحوم حقانی صاحب تر شا داسي خلف پرېښودل چې د ټولي کفري نړۍ د سترګو اغزي دي ، د الله په لاره کې هري قربانی ته لکه مرحوم حقاني صاحب تیار دي او د افغانستان مسلمان ولس د هغوی په مبارزه افتخار کوي.
حقاني صاحب رحمه الله یواځي دا نه چې د افغانستان د مسلمان مجاهد ولس سرلاری مجاهد و، بلکه په علمي او عرفاني ډګرونو کې یو منل شوی باعمله علمي او عرفاني شخصیت وو، د تقوی، دیانت، شجاعت، ایثار، سخاوت او سیاست یوه لویه هستي وه.

موږ به انشاء الله د حقاني صاحب مرحوم وروستي دوه وصیتونه په پوره درک او اخلاص عملي کوو او هیله لرو چې ټول مجاهد ملت یې په عملي کولو کې پوره اخلاص ترسره کړي، د لوی رب جل جلاله څخه د حقاني صاحب د اوږدې او نه ستړي کېدونکي مبارزې په هر قدم د لویو او عالي درجاتو غوښتونکي یو او د ستر حقاني صاحب درنې او مجاهدي کورنی، خپلوانو، خواخوږو، د افغانستان مسلمان ملت او مسلمه امت ته عظیم اجر او جمیل صبر غواړو.

د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د امیر مرحوم مولوي محمد نبي محمدي کورنی

۱۴۳۹ / ۱۲ / ۲۵ هـ ق
۱۳۹۷ / ۶ / ۱۴ هـ ش
۲۰۱۸ / ۹ / ۵ م