د اسلامي نړۍ د ستر جهادي او علمي شخصيت الحاج مولوي جلال الدين حقاني – نورالله مرقده- ژوند ته لنډه کتنه

الحمد لله معز أوليائه المؤمنين وقامع أعدائه من الکافرين والمشرکين والمنافقين، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لاشريك له ولي المتقين، و أشهد أن محمداً عبده ورسوله إمام المجاهدين الصابرين، ومحبوب رب العالمين، بلغ الرسالة وأدى الأمانة ونصح الأمة وجاهد فى الله حتى ترکنا على البيضاء ليلها کنهارها، لا يزيغ عنها بعده إلا هالك، […]

الحمد لله معز أوليائه المؤمنين وقامع أعدائه من الکافرين والمشرکين والمنافقين، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لاشريك له ولي المتقين، و أشهد أن محمداً عبده ورسوله إمام المجاهدين الصابرين، ومحبوب رب العالمين، بلغ الرسالة وأدى الأمانة ونصح الأمة وجاهد فى الله حتى ترکنا على البيضاء ليلها کنهارها، لا يزيغ عنها بعده إلا هالك، فصلوات الله وسلامه عليه ما تتابع الليل والنهار کفاء ما قدم وکفاء ما علم و بين أما بعد. فقد قال الله تعالى: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ، وقال تبارك وتعالى: فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ. صدق الله مولانا العظيم.

د اسلامي نړۍ د هغه ستر علمي جهادي او سياسي شخصيت چې د خپل ټول ژوند په اوږدو کې يې نه مستبدينو، مستکبرينو او طاغوتيانو ته سر ټيټ کړ. او نه يې هم د دوی له مقابلې څخه لاس واخيست. په خپل قوي عزم او راسخه عقيده يې د شوروي اتحاد په ماتيدو کې تاريخي بارز رول ولوباوه. د يو رښتيني افغان مسلمان په توګه يې داسلام او افغانانو دننګ، پت او غيرت سپيڅلى تاريخ او فرهنګ دخپلو قربانيو په مټ دتاريخ په پاڼو کې ثبت او راتلونکو نسلونو ته يې د جهادي مقاومت، بې سارې قربانيو او تلپاتې کارنامو زرین باب پریښود.

زوکړه یې:

الحاج مولوي جلال الدين حقاني په ۱۳۶۳هـ،ق چې له ۱۹۴۴م کال سمون خوري دپکتياولايت وزې ولسوالۍ سرانې کلي د خواجه محمد په کور کې وزېږېده. نوموړی په خټه ځدراڼ د ميزایي قبيلې سلطان خېلو سره تړاو لري.

زده کړې يې:

له ماشومتوبه يې له دين سره ځانګړې مېنه يو خصوصيت و، په څلورکلنۍ کې يې له خپلې محترمې مور بې بي څخه د قرآن کريم زده کړه پېل او پاى ته ورسوله، او په لس کلنۍ کې يې نورو دينې زده کړو ته مخه کړه.

لومړنۍ زده کړې يې په لس کلنۍ کې د هغه وخت له مشهور عالم مولانا محمد قاسم – رحمه الله – څخه پېل کړې. د خپل ذکاوت او ځانګړو نېکو عادتونو پر بنياد په خپل استاد ډېر ګران و، د زده کړو په دوام کې يې د پکتيا، زرمت، شاهي کوټ، پکتیکا- ارګون، زېړوک، غزني، شلګر، کوه دامان، وردګ، د خوست اسماعیل خېلو او نورو بېلابېلو مدرسو کې له ډېرو مشهورو علماوو څخه زده کړې وکړې.

محترم جلال الدين حقاني صاحب د خپل فطري استعداد له مخې وکولى شول د يو روښانه راتلونکي منزل وټاکي او په هغه طرف د خپل علمي سفر توښه برابره کړي . هماغه وه چې دعلم د لا زياتو زده کړو لپاره يې د کوزې پښتونخوا په بېلابېلو سېمو، کرم ايجنسۍ، ټل ضلع هنګو … په مدرسو کې زده کړو ته دوام ورکړ.

د شرعي لوړو زده کړو (د حدیثو وړې او لويې دورې) لپاره ديوبندثاني؛ دارالعلوم حقانیه اکوړه ختک ته تشريف يو وړ.

د څلورو کالونو په دوران کې يې له نامتو مشايخو؛ مولانا عبدالحق – رحمه الله – ، مولانا عبدالحليم – رحمه الله – او مولانا مفتي محمد فريد – رحمه الله – په لاس (۱۳۹۱هـ،ق) کال کې د فضيلت پګړۍ پر سر او له نوموړې جامعې څخه په عالي درجه د فراغت سند ترلاسه کړ. د جامعې د مشايخو لخوا ورته ( الاخ الفاضل جلال الدین حقاني کریم الخصال، مرضي السیرة، زکي القریحة، سلیم الطبع، ذورأي ثاقب، صاحب العقیدة الراسخة، لدیه قدرة تامة علی تدریس العلوم الشرعیة المعاصرة …) په جملو او کلماتو په ځانګړي ډول ونازول شو. او په دارالعلوم حقانیه کې د اول نمبر ممتازو فاضلانو د سرخېل صفت خپل کړ.

د الحاج مولوي جلال الدين حقاني صاحب د شرعي زده کړو استاذان او جيد علما په لاندې ډول دي :

مولانا محمد قاسم، مولوي بادشاه، مولوي سیدحسن، مولوي نادرخان، مولوي خواجه، مولوي زرکليم خان، مولوي اصيل خان، مولوي عبدالوهاب، مولوي اخترجان، مولوي محمدايوب، مولوي عبدالرحمن، مولوي سيد سلطان باچا، مولوي عبدالحليم، مولوي عبدالغني، مفتي محمدفريد، مولوي محمدعلي، مولوي ناصرخان، مولانا دکتورشيرعلي شاه مدني او مولانا عبدالحق رحمهم الله .

دمحترم حقاني صاحب په شاګردانو کې يو شمېر ډېر لوی لوی علماء او شيو خ جوړشول، دين او علم ته د سترو سترو خدمتونو مصدر وګرځيدل، چې د نمونې په توګه يې د بنو اړوند شيخ الحديث مولانا الطاف الرحمن، چارسدې د دارالعلوم شيخ الحديث او د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی مولانا ګوهر شاه، شيخ الحديث مولانا غلام محمدصادق، پروفیسور مولانا محمدشفيع، د منبع العلوم د جامعې صدر مدرس شيخ الحديث مفتي سلطان عمر چې د خوست ولايت اوسيدونکی دی؛ يادولی شو.

تدريس يې :

د الحاج مولوي جلال الدين حقاني صاحب دتدريس لړۍ له دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک څخه پېل شوه، که څه هم د اکوړه خټک دارالعلوم حقانيه کې دا تعامل نه و، چې نوي فارغين دې په همدې مدرسه کې تدريس وکړي، خو د حقاني صاحب دعلمي استعداد، تقوی، بصيرت او ځانګړو نېکو اخلاقو له مخې دحقانيه دارالعلوم ټولو استاذانو په تېره مولاناعبدالحق رحمه الله دې ته اړېست چې په دارالعلوم حقانيه کې د استاذ په توګه خدمت ترسره کړي. د تدريس په اول کال يې په نوموړي دارالعلوم کې مختصرالمعاني، ديوان حماسه، شافيه او شرح التهذيب… او يو شمېر نور کتابونه تدريس کړل د حقانيه دارالعلوم مشرانو او مسولينو لخوا تابيه نيول شوې وه چې په راتلونکي کال کې حقاني صاحب ته يو شمېر نور لوړ کتابونه د تدريس لپاره وړاندې کړي.

دحج سفر لومړنی سفريې:

خو! مولوي جلال الدين حقاني صاحب د خپل هېواد او ټولنې دسياسي، علمي او نورو اړخونو د ضرورت پراساس له دوی څخه معذرت وغوښت.او ويې پتيله چې خپل ټول علمي صلاحيتونه د هېواد او ټولنې په خدمت کې مصرف کړي. په ۱۳۹۳هـ،ق کال چې د ۱۳۵۲هـ،ش سره سمون خوري دځمکني ترانسپورټ په واسطه د حج سفر وکړ، او د حج فريضه يې ادا کړه، په دې جريان کې يې د افغانستان د علماوو په شمول داسلامي نړۍ د مختلفو هېوادونو لويو لويو علماوو او مشايخو سره د کفر او الحاد پرخلاف د مبارزې او خوځښتونو په اړه مفصلې خبرې او بحثونه او د افکارو تبادله وکړه.

سياسي مبارزه يې:

دحج له مبارک سفر وروسته، چې کله هېواد ته راستون شو، په افغانستان کې د شاهي رژيم وروستۍ شېبې وې او لا پخوا ديموکراسي اعلان شوې وه، د شاهي رژيم په جريان کې د کمونيزم او مارکسيزم چټلې مفکورې او خوځښتونه راڅرګند او چټک شوي وو نو مولوي حقاني صاحب په لويه پکتيا کې د قومونو، ولسونو او ديني عالمانو په ملاتړ سترې سترې غونډې پېل کړې زياتره خلقيان او پرچميان يې ونيول او په توبه کولو يې مجبور کړل .

د داودخان کودتا اورا ورسته جریان:

په ۱۳۵۲هـ ش کال د چنګاښ په ۲۶ مه چې داودخان د سپېنې کودتا له لارې حاکم شو، یوشمیر کمونستان په لويو منصبونو او سکتورونو کي وګمارل شول، په دې وخت کې د کمونستانو په خلاف دوه خوځښتونه (يو د علماؤ خوځښت چې د کلا جواد د مشائخو او علماؤ په هدايت او دويم يې د محصلينو چې د ځوانانو د اسلامي نهضت په نوم وو) پيل شول، فلهذا د کلا جواد د حضرتانو (ضياءالمشايخ صاحب) او نورو جیدو علماء کرامو د اجازې مطابق د جنوب ختيځ ولايتونو په سطحه  الحاج مولوي جلال الدين حقاني صاحب چي بل ستر مجاهد مولوي نصرالله منصورصاحب هم ورسره ملګری و، مولوي فتح الله، مولوي نظام الدين، مولوي احمدګل، مولوي عزيزخان او مولوي محمد حسن د داودخان د حکومت په دوران کي دکمونستانو دفعالیت دزیاتیدو او کمونستي فکر دخوریدو په زغرده مخالفت وکړ، ميدان ته راووتل او په عملي توګه يې په لويه پکتيا، کابل او ځينو نورو ولايتونو کې خپل فعالیتونه پېل کړل. په دغه وخت کې مولوي جلال الدين حقاني صاحب د نکې ځدراڼو د مولوي احمدګل په- مدرسه رحمانيه – کې تدريس کاوه او مولوي فتح الله حقاني په تورې خېلو – مدرسه حبيبيه- کې په تدريس بوخت و، حقاني صاحب د دوى په ملتيا د کمونستانو او ملحدينو پرخلاف لوی خوځښت جاري وساته چې البته د خوځښت مرکزي موقعيت يې د تورې خېلو حبيبيه مدرسه وه، دې ځای ته به د ګلبدين حکمتيار، مولوي نظام الدين حقاني، مولوي نصرالله منصور، مولوي صاحب احمدګل، مطيع الله خان او د محمد ابراهيم حقاني په شمول يو شمېر نورو مبارزينو هم د سلا او مشورې لپاره تشريف راوړ. د داودخان په رژيم کي کمونستي کړیو غوښتل چې د نورو اسلامي مبارزينو ترڅنګ مولوي جلال الدين حقاني صاحب هم له منځه یوسي، چې په دې لړ کې  د ژندرامې پوليسو پنځه سوه کسيز لښکر د الحاج مولوي جلال الدين حقاني صاحب د نيولو په خاطر د نوموړي په کور چاپه واچوله، خو نوموړى سره د خپلو سکنيو وروڼو هر يو محمد ابراهيم حقاني، محمد اسماعيل ذبيح او خليل الرحمن حقاني د ځانګړي تاکتيك له مخې په محفوظ ډول له کوره بريالي ووتل.

او د دغه مجبوريت له مخې د ګړوبې غره ته له خپل فاميل او وروڼو سره لاړ، او هلته يې استوګنه غوره کړه، د څو اوونيو وروسته د په نظام کي دکمونستي کړیو په هڅونه حکومت د مجبورو قومونو په ملاتړ ګړوبې غره ته د حقاني صاحب د نيولو په موخه لښکر تيار او سوق کړ، حقاني صاحب د څو تنو ملګرو په واسطه د قومي لښکر او حکومتي چارواکو مخې ته د قومي دود او دستور له مخې قرآن کریم ور وړاندې کړ؛ ترڅو لښکر واپس شي او دوی يې له شره محفوظ پاتې شي. خو د حکومت د مهاجم لښکر مشر د حقاني صاحب غوښتنه  ونه منله، حالات ترينګلي شول.له بلې خوا په حقاني صاحب د محاصرې کړۍ ۱۵ ورځې وخت په بر کې ونيو، نوموړی مجبور شو،چې د خپل فاميل وروڼو او ملګرو سره له دې غرئيزې سيمې هم ووځي. په دغه وخت کې په شاهي کوټ کې شهيد مولوي نصرالله منصورصاحب هم چې د دې مسير مهم ملګری و، او په ده هم د شرايطو او حالاتو کړۍ دومره راتنګه شوې وه، چې په سمه او غره کې يې ځای نه پيدا کېده. فلهذا د ګړوبې له نوموړې محاصرې وروسته الحاج مولوي جلال الدين حقاني صاحب او مولوي نصرالله منصورصاحب له خپلو فاميلونو او ملګرو سره يو ځای د هجرت سفر پېل کړ، له پنځه ورځيني ستونزمن مزل وروسته د قبایلو له علماء کرامو او مشرانو سره دطالبي  دوخت په پخواني شناخت او علاقه شمالي وزيرستان دته خېل سېمې او بيا ميرانشاه ته ورسيدل.

د ثور کمونيستي کودتا :

نوموړي د هېواد په مختلفو سیمو کې دعلماوو، قومي مشرانو او مومنو ځوانانو سره رابطې پېل کړې تر څو د کمونیزم دمخنیوي لپاره تياری ونيسي. په ۱۳۵۷هـ،ش کال د ثور په ۷مه نېټه د خلق او پرچم په نوم کمونستانو په داودخان باندې خونړۍ وسله واله کودتا وکړه، او له بري وروسته يې دديني علماوو، قومي مشرانو، مسلمانو افسرانو او مبارزو ځوانانو په وژنه او نيونه پېل وکړ.

څنګه چې حقاني صاحب له وړاندې وسله وال جهاد ته تياری نيولی و، سلګونه او زرګونه مجاهد ملګري يې پيدا کړي وو، د خپلو ملګرو په واسطه يې د کودتا په شپږمه ورځ د زېړوک په ولسوالۍ باندې وسله وال فاتحانه بريد وکړ، له همدې ورځې په منظم ډول وسله وال جهاد پېل شو او د لومړنۍ فتحې په څلورمه ورځ دپکتيا ولايت د وزې ولسوالي هم فتحه کړل شوه.

دوسله وال منظم جهاد لپاره په پېښور کې د مجاهدينو يو شمېر جهادي تنظیمونه جوړ شول، حقاني صاحب د متعددو تنظيمونو پلوی نه و او د اتحاد دپاره يې بې سارې هڅې وکړې چې تر يو بريده بريالی هم شوې، خو بيا هم تنظيمونه جوړ او نوموړی د مولوي صاحب محمديونس خالص په قيادت کې داسلامي حزب په تنظيم کې شامل او مرستيال شو.

نوموړی د نورو جهادي چارو ترڅنګ په خپله په زيات شمېر سختو خونړيو جګړو کې شريک شو، او پنځه ځله يې سخت ټپونه وخوړل. ده دجنګي، جهادي علاقې او سنګر سره د زياتې مينې له مخې د مرستيالۍ دنده پرېښوده، او په سنګرونو کې يې د مجاهدينو په جنګي نظم او پلانونو کې مهم او تاريخي رول ولوباوه د نوموړي د خپلې خولې د اقرار سره سم يې د ۵۰۰ جګړو قومانده په غاړه اخيستې او زياتره يې بريالۍ او د دښمن په درنه ماتې تمامې شوي دي.

څرنګه چې حقاني صاحب په علمي، سياسي او پوځي ډګر کې يو غښتلى شخصيت ؤ نو دښمن په هر وخت کې هڅه کړې چې تر روحيي فشار لاندې يې ونيسي، په دې سلسله کې يو ځل د داود خان او دويم ځل دکمونستانو دحکومت په دوره کې د يو شمير نورو غښتلو ديني علماؤ او جهادي قومندانان په شمول په غياب کې په اعدام محکوم کړل، خو الله تعالى دښمنانو ته دا موقع په لاس ورنکړه چې خپلې پرېکړې ته د عمل جامه وررواغوندي.

نظامي خدمتونه :

حقاني صاحب د مجاهدينو د ښه نظم او دسپلين دپاره په لويه پکتيا کې لومړی کوچني ګروپونه او جبهې جوړې، اکمال او فعالې کړې. خو نه يوازې په پکتيا کې، بلکې دا لړۍ تر غزني، لوګر او ميدان وردګو هم وغځيده او نوموړی دجنوبي جبهاتو دعمومي محاذ(ج – ج محاذ) د قوماندان په توګه وټاکل شو. د لږ څه وخت په تېرېدو سره د مجاهدينو د ښه نظم دسپلين، اکمال، مؤثريت او پوځي روزنې په خاطر د نوموړي په ابتکار پنځه منظم غونډونه په لويه پکتيا کې او يو پوځي پوهنتون په ميرانشاه کې جوړ شو، چې نومونه يې په دې ډول دي:

١- د سلمان فارسي رضي الله عنه غنډ.

٢- د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه غنډ.

٣- د زرهدارو غنډ(شهيد سليمان شاه).

٤- د ابو جندل رضي الله عنه غنډ.

٥- باغړ غنډ.

٦- د حضرت عبدالله ابن مبارك حربي پوهنتون.

پورتنيو غنډونو ته د تعرضونو، اکمالاتو، روزنې او فتحه شوو ځايونو د ساتنې دندې سپارل شوې وې او په پوهنتون کې يې د جهادي برياوو د ساتنې په موخه د مجاهدينو دنوي نسل دپوځي او فکري روزنې لپاره په فني او مسلکي ډول تکړه نوښتګر افغاني پوځي افسران د استاذانو په توګه په دنده ګمارلي وو.

د حقاني صاحب تر قوماندې لاندې د سلګونو جګړو په بهير کې په سيدخېلو کې د رشخورو قوې له منځه وړل، د زرمت د تعمير ولسوالۍ فتحه، د ژورې مرکز ستره خونړۍ جګړه، د سټوکنډو دلويې لارې اوږده جګړه، د ګرديز تر فتحې وړاندې… تاريخي سترې جګړې او د خوست لويه فتحه چې کمونست حکومت ته د سر او مال درانه تلفات پکې اوښتي او دسترو جنرالانو قوماندانانو، د دفاع وزارت مرستيال، د جمهوري رياست مرستيال، لوړ رتبه او ټيټ رتبه صاحب منصبان او زرګونه عسکر پکې ژوندي ونيول شول او د هېواد ټولو مجاهدينو ته يې په لوړه کچه روحيه ور وبښله .

نه هېرېدونکي عام المنفعه خدمتونه :

١- د پوهنې او روزنې په برخه کې :

الف : الحاج مولوي جلال الدين حقاني صاحب د پوځي محاذونو د فعالو ساتلو ترڅنګ د دهېواد په دننه او د هجرت په ديار کې د افغانانو داولادونو دسالمې روزنې په خاطر په شمالي او جنوبي وزيرستانونو،کوهاټ ولسوالي،کرمې ايجنسي، لويه پکتيا کې د دوو لويوعالي لېسو په شمول ۱۴۰ بابه ديني مدرسې، ابتدايي او منځني ښوونځي تأسيس او فعال کړي او يوه مستقله اداره يې ورته جوړه کړې وه، چې له دې جملې نه يې د جامعه منبع العلوم- ميرانشاه، دخوست د شهيد شاکرين په نوم د منبع الجهاد او نورالقران – مټه چېنه په نومونو سترې ديني مدرسې او په ميرانشاه کې د انجمن القران په نوم عالي لېسه ديادونې وړ دي.

ب : د هېواد د بشپړې فتحې وروسته دمتحده عربي امارتو په مرسته په خوست کې د پوهنتون منظورول، چې د امريکا د پوځي يرغل وروسته يې د شيخ زايد پوهنتون په نوم عملي بڼه خپله کړه .

ج : پاتې دې نه وي، چې ديتيمانو لپاره يې په بنو، او خوست کې دوه لوی داراليتامونه جوړ کړي وو، په دې داراليتامونو کې ديتيمانو لپاره دښوونې او روزنې ترڅنګ د ژوند د اسانتیاوو ټول اړخونه په پام کې نيول شوي وو.

٢- د تعميراتو په برخه کې :

الف : د هجرت په ديار کې په مختلفو کمپونو، او لويه پکتيا کې د ۱۰۰ محرابه جوماتونو ودانۍ جوړول، چې له دې جملې څخه يې د خوست ولايت په مرکز کې سترجامع جومات او په ميرانشاه کې د « محمدصلى الله عليه وسلم جامع مسجد» ، د مټه چېنې جامع جومات، د سرحدونو چارو په وزارت کې د خواجه محمد په نوم جومات د بېلګې په توګه يادولى شو.

ب : عامې لارې او سړکونه جوړول : چې ترټولو لومړی يې د غلام خان څخه تر ګربزو ولسوالۍ بوري خېلو پورې، د ژورې څخه تر ليژې خولې پورې، د ځدراڼو د ګردې څېړۍ څخه تر فخرې او له فخرې څخه د زرمت ولسوالۍ تر پولې پورې يې لسګونه کيلو متره سړکونه جوړکړل.

٣- دروغتيا په برخه کې :

د هجرت په ديار کې د زخميانو او عامو مريضانو لپاره د يو ستر مجهز روغتون ترڅنګ په مختلفو جبهاتو کې ګرځنده کلينيکونه جوړول. تر څو لومړني روغتيايي خدمتونه مجاهدينو او مهاجرينو ته ترسره کړي. همدغه راز د ميرانشاه د مرکزي روغتون ترڅنګ په بېلابېلو جبهاتو کې د امبولانسونو درلودل، ترڅو شهيدان، زخميان او ناروغان په خپل وخت روغتونونو او کورونو ته ورسوي.

٤- د فرهنګي او نشراتي برخه کې :

الف : د منبع الجهاد په نوم پښتو، دري، عربي او د نصرت الجهاد په نوم اردو مياشتنۍ مجلې، د جهاد هنداره په نوم په پښتو ژبه اوونيزه جريده، يو شمېر جهادي، علمي اصلاحي او ادبي کتابونو چاپ او خپرول.

ب : د مجاهدغږ راډيو، درې دستګاوې درلودې چې ديني، خبري، سياسي، ادبي، معلوماتي او د جهادي سنګرونو څخه تازه ځانګړي راپورونه نشرول او څلورساعتيزه خپرونې د سهار او ماښام لخوا درلودې.

ج : د جهادي اثارو د خوندیتوب په غرض د ژوره په سیمه کې د یو مجهز جهادي موزیم جوړول .

۶- د مهاجرينو او مجاهدينو د اسانتياوو لپاره په پېښور، اسلام اباد، ابوظبۍ، دوبۍ، العين، شارجه، د سعودي عربستان په جده،رياض او مکه معظمه کې نمايندګۍ درلودل .

۷- دسياسيونو، معيوبينو، يتيمانو، مجاهدينو او مهاجرينو د اسانتياوو او اړتياوو پوره کولو لپاره په پېښور کې مستقلې حويلۍ درلودل.

۸- د شهيدانو يتيمانو ته د مستقلې ادارې له لارې په ټاکلي اندازه مياشتينی نقدي کومک ورکول .

۹- د مجاهدينو او مهاجرينو له کورنيو سره د امکاناتو ترحده مرسته کول.

د قوماندانانو سرتاسري شوری :

د شوروي اتحاد د پوځي يرغل او د کمونيست حکومت پرخلاف هغه وخت چې په ټولو ولايتونو کې دبېلابېلو تنظيمونو لخوا جهادي جبهات او غونډونه رامنځته شول ورسره متصل ځينې خپل منځي مخالفتونه هم زيات شول حتی په ډېرو ولاياتو کې د ځينو تنظيمونو ترمنځ وسله والې نښتې رامنځته شوې. حقاني صاحب هڅه وکړه چې د ټولو تنظيمونو ټول قوماندانان د قوماندانانو د سرتاسري شوری ترنوم لاندې سره راټول او متحد کړي، ترڅو شته بدبينۍ، ناورينونه له منځه يوسي، او د مجاهدينو ترمنځ ټينګ اتحاد، د جهادي عملياتو انسجام، هېواد له تجزيې ژغورل او د خپلواک اسلامي نظام د دفاع لپاره قوي پوځي ځواک او اردو رامنځته کړي. په دې برخه کې يې لومړنۍ غونډه د ۱۳۶۹ ل کال د ثور په ۱۷نيټه دخوست ولايت مربوط په حضرت عمرفاروق غونډ کې، دويمه غونډه په ۱۳۶۹هـ ش کال دسرطان د مياشتې په ۲نيټه دبدخشان اړوند په شاه سليم سيمه کې، او دريمه لويه غونډه د۱۳۷۰ هـ، ش کال د دلوې مياشتې په ۸مه نيټه دژوره په عمر فاروق غونډ کې جوړه شوه. چې دجهادي تنظيمنو ۵۵۰ تنو نومياليو قوماندانانو د ګران هېواد افغانستان له ګوټ ګوټ څخه ګډون درلود . چې په نتيجه کې يې په ټول افغانستان کې جهادي عملیات په واحده قومانده په منظمه توګه لاپسې پراخ او دمثبتې اغېزې دلودونکي شول. د خوست ولايت او د بدخشان ولايت د واخان تاريخي فتحې يې دبېلګې په توګه يادولی شو. بايد ووايو چې له دې غونډو وروسته د مجاهدينو ترمنځ ترډېره بريده د خپل منځي اختلافاتو او جګړو کچه راټيټه شوه.

عبوري حکومت :

حقاني صاحب لکه څنګه چې په جهادي ډګر کې برياليتوبونه درلودل په سياسي ډګر کې يې هم خورا نقش درلود د۱۹۸۹م کال دفبروري په ۱۰مه نېټه د پاکستان د راولپنډۍ ښار په مدينة الحجاج کې په داسې حال کې چې د اووګونو تنظيمونو ترمنځ پرلپسې بحثونو او ناندريو يوه اونۍ نيولې وه، خو هېڅ مثبته نتيجه ترې ترلاسه نشوه، بالاخره د يو مصلح، متقي، مدبر او ټول منلي شخص په توګه د ټولو جهادي تنظيمونو لخوا محترم حقاني صاحب ته د عبوري حکومت د جوړښت او دتشکيل واک وروسپارل شو. حقاني صاحب وکولی شول په لنډ وخت کې د قوي تدبیر او تجويز په اساس د عبوري حکومت ټول تشکيلات جوړ او اعلان کړي . هيښونکې دا وه چې د ستر نظامي قوت لرلو سره سره يې د ځان لپاره هېڅ منصب ونه ټاکه.

کورنۍ جګړې:

د۱۳۷۱هجري لمريز کال دثور په ۸مه نيټه د مجاهدينو د جهاد د برياليتوب په نتيجه کې په افغانستان کې اسلامي دولت جوړ او محترم حقاني صاحب د عدليې وزیر په توګه وټاکل شو خو د مجاهدينو دځينو تنظيمونو دخپلمنځي سختو اختلافاتو، د حکومت په ډېرو مهمو ادارو او سکتورونو کې دکمونستانو د شتون او تش ترنامه محدود اسلامي حکومت کې يې د وزارت منصب ته هېڅ اعتنا ورنه کړه.

بايد ووايو چې د حزب او جمعيت، وحدت اسلامي او اتحاد اسلامي ترمنځ اختلافونه په خونړيو وسله والو نښتو بدل شول، چې ترمنځ يې زرګونه بې ګناه وګړي ووژل شول او د کابل ډېرې سېمې او ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې، د دې لويې بدبختۍ او غيراسلامي کورنۍ جګړې د له منځه وړلو لپاره محترم حقاني صاحب خپل ټول توان او صلاحيتونه په کار واچول او د نوموړو جګړه مارو ډلو ترمنځ د يو رښتيني او مخلص مصلح په توګه پاتې شو، په ډېرو سختو شرايطو کې يې په کراتو مراتو د دوی ترمنځ تګ راتګ، غونډې او ناستې ترسره کړې . چې په دې لړ کې په حقاني صاحب باندې د ځينو کړيو لخوا مرګوني بريدونه هم وشول، خو حقاني صاحب ته الله تعالی نجات ورکړ. د يادونې وړ ده چې مجاهدين د شرق او غرب د دسيسو ښکار شوي وو او متخاصمې ډلې هم له يوې خوا د قدرت او شخصي مفادو ليونيان وو او له بلې خوا يې ترمنځ شرقي او غربي ايجنټانو په ډېرې چالاکۍ سره ځانونه خپل هدف ته رسولي و.

د طالبانو له اسلامي تحريک سره یو ځای کېدل:

د مجاهدينو د سختو اختلافاتو او جګړو له امله له حقاني صاحب سره د اسلامي نظام، سولې او د هېواد د ابادۍ ارمانونه په زړه کې پوره شوي نه وو، په هېواد کې دې بدمرغيو د شر او فساد لمن پراخه کړې وه او فتنې اوج ته رسيدلې وې چې څو کاله يې دوام وکړ، بالاخره د ولس ژړاګانې اهونه، او زارۍ خدای ته قبولې شوې، په نتيجه کې يې د شر او فساد له منځه وړلو لپاره په ۱۳۷۳ هـ ش د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملا محمد عمر مجاهد – رحمه الله – په مشرۍ د طالبانو اسلامي تحريك راوټوکېده او د شر او فساد د ډلګيو، ټوپک سالارانو، پاټکيانو او غلو پر ضد يې کوټلي ګامونه پورته کړل. دا هغه ارمان و چې د حقاني صاحب په زړه کې له کلونو راهيسې موجود و. حقاني صاحب د دې تحريك د اهدافو د لا پوره معلوماتو راوړلو لپاره د يو شمېر ځوانو علماوو هيئت وټاکه، او د سفر ټول مالي لګښتونه يې په خپله غاړه واخيستل، له بلې خوا د پکتيا او خوست ولايتونو يو شمېر مغرضو کړيو غوښتل چې د حقاني صاحب او د طالبانو داسلامي تحريك ترمنځ ټکر رامنځته کړي. خو هغه وخت چې طالبان پکتيا ته راورسيدل او د طالبانو د اسلامي تحريك د جنوب ختيځ ولايتونو نماينده مولوي احسان الله احسان د محترم حقاني صاحب سره په ګرده څېړۍ کې ليدل- کتل او نظرونه تبادله کړل، نو معلومه شوه چې د حقاني صاحب او د طالبانو د اسلامي تحريك اهداف په مطلق ډول مشترك دي، نو د مغرضو کړيو ټولې ناوړه هيلې په ناهيلۍ بدلې شوې.

بايد ووايو چې د لويې پکتيا په کچه د قومونو او دودونو په پام کې نيولو سره د اسلامي تحريك د مشرانو او حقاني صاحب ترمنځ په يو لړ مسايلو توافق وشو. له دې وروسته حقاني صاحب د طالبانو د اسلامي تحريك مشرانو ته له خپله اړخه کامل ډاډ او خوست ته يې د راتګ دعوت ورکړ. هماغه وه چې د لويې پکتيا په سطحه يې ترخوست پورې د طالبانو د اسلامي تحريک کاروان په درانه استقبال بدرګه کړ. په داسې حال کي چې په خوست ولايت کې د طالبانو د اسلامي تحريک د اهدافو سره سمه مثالي اداره لا پخوا د حقاني صاحب په لاس جوړه شوې وه، په ځانګړي ډول د خوست ولايت امنيتي چارې د خوست ولايت طالبانو ته د مولوي عبدالحکيم شرعي په مشرۍ سپارل شوې وې، محترم حقاني صاحب خپله ټوله جوړه ولايتي اداره سره د ټولو امکاناتو د طالبانو اسلامي تحريک ته په واک کې ورکړه، پر دې برسيره يې خپل ټول پوځي تجهيزات، مهمات، عرادجات او د وسايطو په شمول د طالبانو اسلامي تحريک ته وسپارل.

د خوندخبره خو دا وه چې ديو مجاهد سپاهي په توګه يې د خپلو ټولو مجاهدينو سره يو ځای ټينګه ملاوتړله او د طالبانو د اسلامي تحريک د پرمختګ لپاره يې هر قسم قربانيو ته ځان چمتو کړ او په دې لاره کې يې په ډېر اخلاص خپل پوځي فعاليتونه ګړندي کړل . څرنګه چې د طالبانو اسلامي تحريک په دې وخت کې بشري قوې ته زياته اړتيا درلوده حقاني صاحب د خپل اثر ا ورسوخ له مخې زرګونه نور مجاهدين او طالبان د اسلامي تحریک صف ته راوبلل او دوه ځله يې (۱۳۷۵ د میزان مياشت په وروستنيو ورځو کې او دويم په ۱۳۷۶ کال کې) کابل د شمالي ټلوالې او هزاره تنظيمونو لخوا د احتمالي سقوط څخه په بشپړه توګه وژغوره، او حقاني صاحب دمشرانو په يو مجلس کې په دې الفاظو وويل : زه دا نشم زغملی چې دعلماوو او طالبانو حکومت دې نسکور شي.

محترم حقاني صاحب د خپل ځانګړي خصوصيت او تقوی له مخې په هېڅ صورت د قدرت او منصبونو غوښتونکی نه و، خو د اميرالمومنين ملا محمد عمر مجاهد – رحمه الله – لخوا د يو ځانګړي فرمان په اساس د سرحدونو او قبايلو چارو د وزیرپه توګه وګمارل شو. حقاني صاحب د خپل خصوصيت له مخې د امیرالمومنين ملا محمد عمر مجاهد – رحمه الله – په کامله معنا اطاعت وکړ او د وزارت چارې يې د نورو پوځي فعاليتونو ترڅنګ په احسنه طريقه ترپايه په ډېر اخلاص او رغبت سر ته ورسولې او د خپل واك په ټول جريان کې يې د هېواد ارضي تماميت کماحقه وساته .

خارجي هېوادونو ته سفرونه:

تر هرڅه د مخه بايد ووايو، چې هېڅ يو کفري هېواد ته يې سفر نه دی کړی، نوموړي سعودي عربستان، عربي متحده امارات، قطر، سوډان، بحرين، ليبيا، يمن، مصر، عراق او کويټ هېوادونو ته ګڼ شمير سفرونه کړي دي. په دې جمله کې يې زيات سفرونه سعودي عربستان ته کړي دي چې په لړ کې يې کم- زيات ۳۰ د حج مبارک سفرونه شامل دي، نوموړي په هر سفر کې داسلامي نړۍ دبېلابېلو هېوادونو له لويولويو علماء کرامو او دعوتګرانو سره ليدنې کتنې کړي دکتونو پر وخت يې دوی او ددوی په واسطه نورو مسلمانانو ته د جهاد بالنفس والمال دعوت ورکړی او زرګونو مسلمانانو يې دعوت قبول کړی او دشوروي اتحاد پرخلاف يې په ځاني او مالي ډول په مقدس جهاد کې برخه اخيستې. او په افغانستان کې دده ترقوماندې لاندې په لوړ مورال جنګيدلی چې وروسته په خپلو هېوادونو کې د جهادي مبارزې سرکښان ګرځيدلي دي.

او همدغه راز دعلماوو، دعوتګرانو، سياسي مشرانو او تحليلګرانو سره يې د افغانستان او په نورو اسلامي هېوادونو کې په روانو حالاتو او د مسلمانانو د حريت او استقلال په اړه مهم بحثونه کړي دي.

د حقاني صاحب، د ده د کورنۍ او د خليفه سراج الدين حقاني – حفظه الله – په شمول يوه نېکبختي دا هم وه چې د حج د سفرونو پر وخت يې څو ځله خانه کعبې ته د داخليدلو شرف ترلاسه کړی دی. دا د شاهي حاکمې کورنۍ لخوا نوموړي ته د خورازيات احترام له امله وو.

عقيدوي او فکري منهج :

په عقيدوي او فکري لحاظ د مسلمانانو د اهل السنة والجماعة د منهج لاروی او د حنفي مذهب مقلد، او د ديوبندي علمي مسلک پيرو او په تصوف کې يې د کلا جواد د ضياءالمشايخ صاحب سره د نقشبنديه په سلسله کې بيعت کړی و، د مسلمانانو ترمنځ د مذهبي، تنظمي، قومي او ژبني اختلافاتو، خرافاتو او بدعاتو سخت مخالف و. د مسلمانانو وحدت يې لوړ ارمان او دقران او حديث په رڼا کې د سلف صالحينو او مجتهدينو امامانو په قدم تګ يې د امت د نجات يوازينۍ لاره ګڼله او پر همدې باندې يې خپله عمل او نورو ته توصیه کوله.

ځانګړتياوې:

د جهاد په ميدان کې د ټولو تنظيمونو مجاهدين دده لپاره د يو لاس ګوتې وې، که چېرته به هم د بل هر تنظيم مجاهدينو د جهاد لپاره څه پکار وو، هېڅ کله يې نه دي ترېنه دريغ کړي . او د ضرورت په اندازه يې کافي مرسته ورسره کړې ده د خپل اړوند مجاهدينو سره يې د وسلو مهماتو او مبلغ په مواردو کې د دوی د غوښتنې څخه زيات هرڅه ورکړي، البته که د ده سره به امکانات موجود وو.

د ديني عالمانو، طالب علمانو، متعلمينو، محصلينو، په خاصه توګه له معيوبينو سره يې مينه او اخلاص په دې اندازه و، چې دضرورت پر وخت يې ټول امکانات په لاس کې ورکړي دي، ديتيمانو، کونډو، بورو او ورارو سره دمرستو راجلبولو په لړ کې يې هرڅه په ځان قبلول، خو د دوی لپاره يې د ضرورياتو د پوره کولو اسباب او امکانات مهيا کول.

دوامداره تقوی، د جهاد په ډګر کې شجاعت او ثبات، په هر حالت کې له بیت المال سره احتياط، دعامو او خاصو مسلمانانو سره په تواضع او خاکسارۍ چلند، عام تام سخاوت، د شخصي مخالفينو او معاندينو پر وړاندې عفوه او بخښنه په اسیرانو مظلومانو، يتيمانو، مسکينانو، بې کچې عاطفه او ترحم، په ديني او سياسي مسايلو کې علمي او سياسي بصيرت، په اضطراري حالاتو کې په ځای پرېکړې او اقدامات د محترم حقاني صاحب کم سارې ځانګړتياوې وې.

په شخصي ژوند کې يې انتخاب:

دجهادي چارو نه دوزګارتيا په وخت کې له مطالعې سره زياته مینه لرله او دوامدار به د مطالعې دپاره کتاب ورسره و.

په لباس کې يې دجهاد په ډګر کې خړرنګه کالي او ورته خولۍ، او په عام حالت کې يې سپين لباس له سپينې او تورې لونګۍ او خولۍ سره استعمالول. په خوراکي توکو کې يې ثريد (ښوروا کې ماته ډوډۍ)، ، ګبين(عسل) او مستې جواری ډېرخوښېدل.

ورځني معمولات :

د هغه سپېڅلی ژوند د رسول اکرم صلي الله عليه وسلم او د صحابه کرامو رضي الله عنهم د سيرت يوه نمونه وه.

سـهار : کله به يې چې د خداي جل جلاله په ياد کې شپه سبا شوه؛ سهار به يې د جمعې لمونځ ادا کړ، بيابه يې تلاوت، مسنونه اذکار پوره کړل، ورپسې به يې د وخت په د اخلېدو سره د اشراق لمونځ اداء کړ. د ورځې په پېل کې به يې خامخا سورة يسين او سورة فتح تلاوت کول، د روزمره معلوم له مخې به يې په دوه هفتو کې د کتاب الله ختم مبارك کولو.

د خلکو چارې: تر ناشتې اوچای وروسته به د مسلمانانو او مجاهدينو په کارونو کې مشغول شو، چې شاوخوا ۱۰ نيمې بجې به شولې، نو د صلاة ضحى (څاښت) لمونځ به يې وکړ . متصل به بيا د مسلمانو په خدمت او چارو کې بوخت شو، که وزګار به شو نو د غرمې ډوډۍ به يې تر غرمې مخکې وخوړله، او که دخلکو چارې به خلاصې نشوې، نو دغرمې ډوډۍ به يې تر ماسپښين لمانځه اداء کولو وروسته کړه.

ماسپښين :د ماسپښين ترلمانځه مخکې به يې ضرور له ۱۰ دقيقو څخه تر ۳۰ دقيقو پورې قيلوله کوله له اذان وروسته به يې دجمعې لمونځ ادا کړ، که تر لمانځه يې مخکې ډوډۍ خوړلې وه، نو بيا به د مازديګر تر لمانځه پورې بيا د خلکو په خدمت کې مصروف و.

مازديګر: د مازديګر تر لمانځه وروسته به يې کله کله احاديث بيانول او يابه يې تلاوت کاوه.

ماښام: ماښام به يې له لمانځه وروسته ۶ رکعته صلوة اوابين اداء کول .ورپسې به يې مسنونه اذکار لوستل، د ماښام له ډوډۍ خوړلو وروسته به يې د ماخستن دلمانځه لپاره تياری نيو، خو وتر واجب به يې د تهجد لمونځ سره يو ځای کول او دشپې له مخې به يې سورة واقعه او سورة ملک خامخا تلاوت کول .کله به چې کوم خوا په سفر روانيد ۲رکعته نفلي لمونځ به يې اداء کړ او دراستنيدو پر مهال به يې هم دوه رکعاته نفل کول.

د اسلامي امارت شاتګ:

د ۲۰۰۱ میلادي کال دستمبر د۱۱پېښې په رامنځته کېدو امريکې او متحدينو يې پر افغانستان د پوځي يرغل تکل وکړ، د افغانستان اسلامي امارت مشرانو په بيا بيا امریکايانو ته وويل، چې ددې بريدونو په اړه پر اسامه بن لادن د تورونو ټول اسناد او شواهد دې دوی ته وسپاري او يا دې يې په دريمګړي هيواد کې محکمه کړي. د امريکا او اسلامي امارت ترمنځ د مخالفتونو د له منځه وړلو لپاره اسلامي امارت په بار بار د مذاکراتو غوښتنه وکړه، خو د امريکايانو اصل هدف په افغانستان کې داسلامي نظام له منځه وړل، خپل لاسپوڅی سيکولر رژيم رامنځته کول اوخپل دائمي نظامي حضور و؛ د اسامه بن لادن قضيه محض يوه بهانه وه.

دا چې ملګري ملتونه په تمامه معنا د امريکا د ګټو لپاره کار کوي، فلهذا د ملګرو ملتونو امنيت شوری د خپل منشور پرخلاف پر افغانستان د امريکا ترمشرۍ لاندې دصليبي ايتلاف د ناروا بريد په رابطه يو طرفه، او ظالمانه پرېکړه وکړه . چې په ترڅ کې يې د پورتنيو پليتو اهدافو لپاره د ۲۰۰۱ميلادي کال د اکتوبر په اوومه امريکا وحشيانه پوځي يرغل وکړ.

دې بريد ۴۵ورځې دوام وکړ، په دې وخت کې يې په ټول افغانستان کې د طالبانو په جنګي لومړيو کرښو، پوځي مرکزونو، او د ملکي وګړو په کورونو، کليو او جنازو بې درېغه بمبارونه وکړل. په حقاني صاحب باندې يې هم د جنګ په لومړۍ کرښه کې او بيا په وزير اکبر خان کې دده په کور باندې بمونه وورول.

د کابل نه د طالبانو د ستنیدو په وخت حقاني صاحب د طالبانو او بهرنیو مجاهدینو په را وتلو کې ترحده زیاتې هڅې وکړې ترڅو په امن سره نورو سیمو ته ولیږدول شي او مقاومت ته دوام ورکړي.

حقاني صاحب چې له کابله راووت.

ګرديز ته د راتګ په وخت د لارې په اوږدو کې بيا هم حقاني صاحب تر بمبارونو لاندې راغی.

همدغه راز په ګرديز کې هم د حقاني صاحب کور بمبار کړل شو، کله چې حقاني صاحب خوست ته تشريف راوړ، نامرده دښمن په څلورم ځل د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځنې خېلو سیمې د حاجي سراج الدين په کور کې پرې درنه بمباري وکړه، او حقاني صاحب هم په دې بمبارۍ کې سخت ټپي شو، خو عزم يې لا همداسې غښتلی و. د تداوۍ په جريان کې يې خپلو مجاهدو ملګرو ته د جهادي چارو شاخصونه څرګند کړل. د زخمونو له جوړېدو وروسته يې يو ځل بيا په مستقيم ډول خپلو مجاهدينو ته پر امريکايانو او د دوی په غلامانو د بریدونو قومانده صادره کړه په پټه او ښکاره ډول يې د مجاهدينو د بيا تنظيم او سوق هدايات ترنورو ورسول. ضروري ده چې ياد يې کړو: د امريکا ديرغل په اوايلو کې امريکايي ديپلوماتانو د بېلابېلو لارو نه محترم حقاني صاحب ته لاندې وړاندیزونه وکړل:

١- د طالبانو څخه ځان جلا کړه، د افغانستان دفاع وزارت به تاته وسپارو او هيڅکله خپل مجاهدين له کابل څخه مه وباسه او يا د جنوب ختيځو ولاياتو ټول واک به درته وسپارو.

خو حقاني صاحب د دوی دا وړانديزونه په زشت ډول رد کړل او دجهاد لپاره يې خپل قوي عزم او دريځ تازه کړ او ويې ويل: ترڅو چې يو امريکايي پوځي په افغانستان کې وي، اسلامي نظام حاکم نه وي او هېواد مو په تمامه معنا ازاد او خپلواک نه وي، هيڅکله به د مقدس جهاد سنګر پرېنږدم.

امريکايانو له دې وړانديزونو او دحقاني صاحب له غوڅ دريځ وروسته نوموړی په تورليست کې شامل کړ او د ده پر سر يې نقدي جايزې اعلان کړې.

٢- د کرزي په منځمهاله دوره کې، حامد کرزي دحقاني صاحب د قوميانو په واسطه محترم حقاني صاحب ته د سولې او روغې جوړې وړانديز وکړ،دا ځل بيا هم محترم حقاني صاحب د حامدکرزي وړانديز رد کړ، او خپل پخوانی دريځ يې تکرار کړ.

دا چې داسلامي امارت د مقام او ځينو لوړ رتبه مشرانو سره رابطې ستونزمنې وې يو شمېر ځان غوښتونکي حقاني صاحب ته راغلل او ترې ويې غوښتل چې خپل مستقل قيادت اعلان کړي حقاني صاحب په ځواب کې ورته وويل:

١- عاليقدر اميرالمومنين ملامحمد عمر مجاهد – رحمه الله – ژوندی دی.

٢- داسي عمل چي مخالفت یې جایز شي نه دی کړی،کفر بواح (څرګند کفر) يې نه دی کړی.

٣- نه يې استعفاء کړې او نه معزول شوی دی.

نو په داسې حالت کې هېڅ ضرورت نشته، په ځغرده وايم چې اوس هم زمونږ د اميرالمومنين سره هماغه بيعت پر خپل ځای دی او تاسو ته هم دا توصيه کوم.چې له داسې خبرو او اقداماتو څخه په کلکله ډډه وکړئ. کله چې د اسلامي امارت اداري او نظامي تشکيلات بيرته منظم شول محترم حقاني صاحب د افغانستان اسلامي امارت دمحترم مقام لخوا د رهبري شوری دغړي په توګه وټاکل شو. ددې لپاره چې جهادي چارې ډېرې او کړل يې ضرور وو، نو د چارو د اسانتيا په خاطر محترم حقاني صاحب خپل دويم ځوي الحاج خلیفه سراج الدين حقاني- حفظه الله- خپل نائب او خلیفه وټاکه، ترڅو د مجاهدينو چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ نشي.

کورني شهيدان او دحقاني صاحب تاثرات:

د حقاني صاحب د کورنۍ اړوند په دواړو (شوروي اتحاد او صليبي يرغلګرو پر خلاف) جهادي مرحلو کې لسګونه تنه شهيدان شوي دي چې په دې لړ کې دده يو سکنى ورور (اسماعيل ذبيح) او څلور ځوانان بچيان (ډاکټر نصيرالدين حقاني، حافظ بدرالدين حقاني، حافظ محمد حقاني او طالب العلم عمر حقاني) هم شامل دي.

په هر ځل چې نوموړي ته د کورنۍ د کوم غړي د شهادت خبر رسېدلى په ځواب کې يې د الحمدلله په ويلو سره د الله تعالى شکر اداء کړى، او بيا به يې وويل چې دا به نه زمونږ اولنى شهيد وي او نه هم اخيرنى.

مرحوم حقاني صاحب به ويل : شهادت هغه لوړ مقام دى چې الله تعالى يې په خپلو نېږدې بندګانو پېرزو کوي، دا په ځانګړي ډول زما دخپل فاميل لپاره د الله تعالى له طرفه يو سعادت دى، او د الله جل جلاله په نزد په دې وياړم چې د کورنۍ غړي مې الله تعالى په خپله لاره کې د شهيدانو او مجاهدينو په توګه قبول کړل.

د مولوي جلال الدين حقاني – رحمه الله – د وفات اعلان :

ستر مجاهد مولوي جلال الدين حقاني – رحمه الله- ديني، علمي او جهادي ډګرونو ته تر سترو خدمتونو وروسته په دې نږدې وروستيو کلونو کې د عمر په تقاضا کمزورى او ناروغ شو، چې دې ناروغۍ يې څو کلونو په بر کې ونيول او د ده د وفات سبب وګرځيده  – انالله وانا اليه راجعون- .

الله سبحانه وتعالى دې د محترم حقاني صاحب ټول جهادي، علمي، او اجتماعي خدمتونه قبول کړي. رب العالمين دې مغفرت نصيب او درجات بلند کړي. رب ذوالجلال دې د ده ټول ارمانونه (د هېواد خپلواکي، شرعي نظام، تلپاتې سوله) د ده د پاتې وارثانو او همفکره لارويانو مجاهدينو په لاس پوره کړي.

آمين، يا رب العالمين

له حقاني صاحب – نورالله مرقده – څخه په ميراث د حقاني صاحب د قول مطابق، چې وايي: زما او لادونو ته په ميراث کې صرف: د منبع العلوم مدرسه، د کور کتابخانه او د اسلام د لارې سپېڅلي مجاهدين پاتې شول.