د مسجد له حجرې د اسلامي نړۍ تر افقه

لیکوال: نقیب الله احمدي د کمونېزم له ماتې د افغانانو له بري وروسته د نړۍ د مسلمانانو د اميدونو غوټۍ په غوړېدو وې، چې هغو سترو قائيدينو چې تر قيادت لاندې يې زرګونه ځوانان شوي وو، د قدرت او چوکۍ په سر له يو بل سره لاس او ګرېوان شول. د نړۍ د مسلمانانو ارزوګانې […]

لیکوال: نقیب الله احمدي

د کمونېزم له ماتې د افغانانو له بري وروسته د نړۍ د مسلمانانو د اميدونو غوټۍ په غوړېدو وې، چې هغو سترو قائيدينو چې تر قيادت لاندې يې زرګونه ځوانان شوي وو، د قدرت او چوکۍ په سر له يو بل سره لاس او ګرېوان شول.
د نړۍ د مسلمانانو ارزوګانې له خارو سره خاورې شوې، په هېواد کې داسې حالات رامنځ ته شول چې هيچا ته د زغم وړ نه وو.
د جهاد ثمره په کورني او د قدرت په سر په خونړي جنګ بدله شوه.
د روس په مقابل کې جنګېدونکي مجاهدين يوه ډله شهيدان شول، بله ډله قدرت ته ورسېدل او بله ډله د انقلاب له بريا وروسته د مجاهدينو او رهبرانو کړنو مايوسه کړل او په خپل کور کېناستل يا د درس او تدريس چاره غوره کړه، بالاخره داسې حالات راغلل چې غلاوې، قتلونه، چور تالان او ظلم او زور خپل اوج ته ورسېد، تر دې چې د پتمنو پېغلو عفتونه لوټ شول د هلکانو کار او بار شروع شو.
د تيارو په دې بهير کې د مسجد له حجرې نه يو څرک را ښکاره شو، ملا محمد عمر اخند د نبوي وارثينو په بدرګه د شر او فساد پر خلاف د جهاد نعره پورته کړه، چې کړېدليو او ځورېدليو مسلمانانو ورته لبيک ووايه.
دا سپېڅلی کاروان چې له حجرې نه را وتلی وو ډېر په ځغاسته يې د فتحو پړاوونه لنډ کړل، په هر کلي او ښار کې ورته مخلصو مسلمانانو هرکلی ووايه، او د اسلامي افغانستان په غېږ کې يې يو ځل بيا د شريعت جنډه خښه کړه.
د عثماني خلافت له پرزېدو وروسته د نړۍ د نا اميده مسلمانانو په زړو کې يو ځل بيا د رڼا بڅرکي په څپو شول، د نړۍ د محکومو مسلمانانو د هيلو نېلي بيا د خوښيو په اووم اسمان کې وزغلېدل د افغانستان غيرتي خاورې وروسته له پېړيو يو ځل بيا په خپله غېږ کې د اسلامي خلافت د يادګارو څرکونه وليدل، د شريعت سپاهيانو د خراسان له غېږې بيا نړۍ ته د جهاد، شهادت او شريعت د ادبياتو درس ورکړ، د اسلام ورک او هېرشوي اصطلاحات لکه: اميرالمؤمنين، خلافت، بيعت، امارت، حدود يو ځل بيا د اريانا په سينه کې په څپو شول.
په لږ وخت کې داسې د عدل او امن نظام پلی شو چې د وخت د عدل او امنيت ماهرين ورته ګوته پر غاښ پاتې شول.
دا د يو انسان کامل اېمان، متين عزم، ټينګه اراده او مست احساس وو، چې د مسجد له زړې حجرې نه را پورته شو او په کم وخت کې يې د خراسان په غېږ کې د شريعت توغ رپاند کړ.
د پامير له څوکې يې مايوسو، دردېدليو او غمځپليو مسلمانانو ته د حريت زېری ورکړ، د دې کاروان سپېڅلتيا، شريعت ته پابندي او التزام چې نړيوالو وليد، بيا تر افغانستان پورې محدود پاتې نشو، د عمر له عزم او ارادې سره نړۍ په غورځنګ شوه او هر چا د باطل پر خلاف د حق چيغه پورته کړه.
په ډېر شوق او ذوق سره يې د شلم قرن اتل ته د بيعت لاسونه را اوږه کړل، د ټولې اسلامي نړۍ جهادي غورځنګونو له اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاد سره بيعت اعلان کړ نو ملا صاحب د اسلامي نړۍ پر افق وځلېد.
د نړۍ پر مخ چې د کپيټالېزم تيارې په خپرېدو وې او د ټولې نړۍ تسخير يې غوښت، اسلامي امارت ورته سم د خطر زنګ شو د ديموکراسۍ پيروانو بانې او توطئې جوړې کړې، او زمونږ مکرم مېلمه شيخ اسامه (رح) يې وغوښت محترم ملا صاحب يې دا شومه غوښتنه په نره رد کړه او اسامه يې د اسلام د مېلمه پالنې له اصولو سره سم وساته کفارو ته بانه په لاس ورغله امريکې نړيوال ائتلاف جوړ کړ بوش د صليبي جنګ اعلان وکړ او په افغانستان يې ناروا پوځي يرغل وکړ.
زموږ غيرتي اميرلمؤمنين د غرونو په طرف لاړ او خپلې عمري تورې ته يې لاس کړ، د اشغالګرو په ضد يې د جهاد اعلان وکړ، او څوارلس کاله يې دا ستړې او له ستونزو ډکه معرکه پر مخ بوتله، د مجاهدينو صف يې متحد وساته، نړيوالو فکر کاوه چې امريکا د نړۍ باداره کېدونکې ده خو ملاصاحب د نړيوالو د خوب تعبير غلط ثابت کړ مغروره ناټو يې په ګونډو کړه.
له دې ټولو سختيو او مشکلاتو ګاللو وروسته د روس او امريکې له ماتولو وروسته زموږ ګران رهبر اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د ابد په لوري وکوچېد، خو يو سپېڅلی نړيوال اسلامي فکر او روښانه لار يې مسلمانانو ته پرېښوده.
په وفات يې مسلمانان سخت غمجن شول د فراق اوښکې يې تويې کړې نړيوالو تاريخ پوهانو او علماوو د ده په باره کې ډېرې ليکنې وکړې.
#ثالث_عمر