د ثور د اوومې او اتمې ورځو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه نیټه څو تنو پردي پالو کمونستانو په افغانستان کې کودتا وکړه او زموږ هېواد یې د یوې سترې جګړې او بدبختۍ اور ته ټيل واهه. د ثور د اوومې ورځې د جنایت له امله زموږ ولس سخت ځاني او مالي زیانونه وګالل او […]

۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه نیټه څو تنو پردي پالو کمونستانو په افغانستان کې کودتا وکړه او زموږ هېواد یې د یوې سترې جګړې او بدبختۍ اور ته ټيل واهه.
د ثور د اوومې ورځې د جنایت له امله زموږ ولس سخت ځاني او مالي زیانونه وګالل او د خورا ډيرو بدمرغیو سبب شوه.
خو لله الحمد زموږ مسلمان او مجاهد ملت د کمونستي فکر او د هغوی د اعمالو پر وړاندې قیام وکړ او دا جهادي مبارزه، چې د سر اومال ډيرې قربانۍ په کې ورکړل شوې پوره، ۱۴ کاله دوام وکړ.
د دې سختې او درنې مبارزې په لړ کې زموږ مسلمان او مجاهد ملت هم ډير درانه تلفات و ګالل، نږدې یونیم میلیون افغانان شهیدان او میلینونه نور له بېلابېلو مشکلاتو سره مخامخ شول، چې بالاخره د کمونیزم شومې پدیدې او ورسره د وخت شوروي اشغالګرو زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه او افغان مجاهد ملت وتوانید، چې وروستۍ کمونستي اداره را نسکوره او هېواد په بشپړه توګه ازاد کړي.
د ۱۳۷۱ هـ ش د ثور ۸ نیټه بیا د افغان ملت د بري، ازادي او کامیابۍ ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او زموږ اولس او هیواد د کمونیزم له ښامار څخه نجات وموند.
د افغانستان اسلامي امارت د ثور د ۷ مې نیټې کمونیستي کودتا او توره ورځ غندي او ورپسې د ثور د ۸ تاریخ لمانځي او د هیواد د آزادۍ ورځ يې بولي.
دا چې زموږ هېواد وروسته له شل کلن جهاد څخه له یو بل اشغال څخه هم بیا آزاد شو، اسلامي نظام قائم شو، نو اسلامي امارت به خپله ټوله هڅه کوي چې د دې ملت د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره بیا ضائع نشي او په هېواد کې د شهیدانو ارمان اسلامي نظام په بشپړه توګه نافذ وي، همدا ډول به هڅه وکړي، چې د افغان ولس د ټولو جهادونو آرمانونه لکه څنګه چې لازمه ده وپالي او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د افغانستان د آبادۍ او رفاه لپاره لا ډيره ښه زمینه مساعده کړي .ان شاءالله
د افغانستان اسلامي امارت
۱۸/۱۰/۱۴۴۵هـ ق
۸/۲/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/4/27م