• تاریخ : شنبه, ۸ ثور , ۱۴۰۳
  • برابر با : Saturday - 27 - April - 2024
  • ساعت :

    شعر او ادب

    انسان مه خپه کوه!
    ۱۴۰۰-۱۰-۱۲

    انسان مه خپه کوه!

    پیر محمد کاروان پر خدای باندې چې ګران دی انسان مه خپه کوه د مینې لوی جهان دی انسان مه خپه کوه راوتی له جنته ته یې دلته را پیدا کړې غجب رنګین داستان دی انسان مه خپه کوه چې موسک یې په موسکا موسکا یې هره پاڼه ښکل کړه ګل ګل دی او جانان […]

    څوک یې ویني نه، خو ښکلی ښکلی ګرځي
    ۱۴۰۰-۱۰-۰۶

    څوک یې ویني نه، خو ښکلی ښکلی ګرځي

    شاعر: پیر محمد کاروان پر ولاړو اوبو خلی خلی ګرځي را روان سړی څه غلی غلی ګرځي په پسته رڼا یې ویښې ویدې سترګې د آسمان سپوږمۍ ته پلی پلی ګرځي په دیوال یې اوږه ولګېده خوږ شو د دیوال سیوري ته څلی څلی ګرځي غواړي غره ته لاړ شي، واغوندي وزرې چې سبا ورپسې […]

    دا وطن چې پرې نه ږدې په مینه یې غم وخوره
    ۱۴۰۰-۰۹-۰۴

    دا وطن چې پرې نه ږدې په مینه یې غم وخوره

    شاعر: پیر محمد کاروان روا په دې جنت کې ده مېوه د غنم وخوره خو دا وطن چې پرې نه ږدې په مینه یې غم وخوره درمان د زخمي ژبې دې نغمه د وطن بویه بلبله له خوشبو نه ډک د ګلو شبنم وخوره ښامار په غشو وَ وله لالونو ته دې غل دی په […]

    فاتح طالب د احمد شاه بابا پر مزار  ـ  قاري عبدالستار سعید
    ۱۴۰۰-۰۵-۲۲

    فاتح طالب د احمد شاه بابا پر مزار ـ قاري عبدالستار سعید

    سلام سلام، دادی راورسیدم زغره په تن، په لاس کې توره بابا ستړی بچی دې یم، مرقد ته ولاړ سر کړه راپورته، امپراطوره بابا دا زه چې نه وم ته خبر یې که نه وم له نړۍ سره په شر اوښتی د پاني پت تاریخ دې بیا تازه شو بیا وم د کفر په اشر […]

    افغان
    ۱۴۰۰-۰۵-۱۲

    افغان

    راشد کامران محکومو ته په ډانګ د حق صدا کوي افغان ناره د لا اله الا الله کوي افغان شمله د غزنوي او ابدالي به ټیټه نه کړي سیالي د درست جهان به خامخا کوي افغان محبوبه پیغمبره! ستا امت بې څوکه نه دی ستا پاتې شریعت سره وفا کوي افغان مسلم مملکتونه ټول یو […]

    کابله بیا درته راځي طالبان – طلحه
    ۱۴۰۰-۰۴-۰۹

    کابله بیا درته راځي طالبان – طلحه

    کـابـله بيـا درتـه راځـي طـالــبان ګلاب غاټول ريدي ريدي طالبان دوصال غېږه ښه په مينه ورکړه ٶ سـتا فـراق کې لېـوني طالـبان له بد نـظره ستـرګـو مه وېـرېـږه شوٶ درته دود اوسپېلني طالبان هغه څلوېښت جمع قوي امريکا اوس په صفروکې ضربوي طالبان داټــم زور يــې کـــو ور دړې وړې له سـره تېـر شو لو […]

    د فتحو کاروان
    ۱۴۰۰-۰۴-۰۸

    د فتحو کاروان

      راشد کامران ټول جهان لړزیږي د افغان د تورې وار دی مست یاغي قوت یې رسولی تر فرار دی خړ طالب نیولی د مؤمن اولس مهار دی را به شي کاروان د امن لږ څه انتظار دی هغه د پردیو د ګواښونو کیسې هیرې دي اوس ها د زندان او ځنځیرونو شیبې تیرې دي […]

    فتحې مبارک شه
    ۱۴۰۰-۰۳-۲۷

    فتحې مبارک شه

    حافظ محمد قاسم زهیب فتحې مسلسلې مبارک شه د مورچل غازي ځار شم د غزني او کندهار، روزګان، زابل غازي اې د تورو څڼو، تور ثقیل، لوڅ لنډ کروزر یاره! حمد د خدای ادا کړه فتوحات دي پل په پل غازي ژاړي د باګرام، ابوغریب، ګونتنامو پېغلې مات کړه زندانونه څه په جنګ، څه په […]

    زرین تاریخ/ کامران
    ۱۴۰۰-۰۳-۲۵

    زرین تاریخ/ کامران

    عبدالرشید کامران  تړلی په ځنځیر، ته د دوران نه وې، روان وې په قید کې د زمین او د زمان نه وې، روان وې سیندونو، طوفانونو پاتې نه کړې له هدفه کیسه کې د صحرا او بیابان نه وې، روان وې عمر(رض) وې، د ابلیس زامن به نه درتلل په مخه مرید چې د خپل […]

    کــابــــله!!!
    ۱۴۰۰-۰۳-۲۴

    کــابــــله!!!

    عابدالحق (عابد) په قوي هوډ او قوي عزم به درځم کابله نازک وجود به دې له سرو وينو ساتم کابله له هر جومات، له هر ممبره به آواز پورته کړم د امن کور دى، زه يې بيا ودانوم کابله هر طاغوتي او يرغلګر پر تا يرغل کړى دى دا اشغالګر به زه ضرور له تا […]

    د شعر و شاعري اهمیت او ضرورت
    ۱۴۰۰-۰۲-۲۸

    د شعر و شاعري اهمیت او ضرورت

    لیکنه: ظهیر هر موزون کلام یعنې وزن لرونکي کلام ته شعر ویل کېږي، شعر د «مافي ضمیر یا مافي الذهن» د اظهار یوه مؤثره او راښکونکې ذریعه ده، چې له لارې یې یو انسان کولی شي خپله خبره تر نورو ورسوي، نور متأثر او قایل وګرځوي او کله نا کله په نورو د شعر په […]

    ثالث عمر ته/ حسیني مختار
    ۱۴۰۰-۰۲-۰۴

    ثالث عمر ته/ حسیني مختار

    شاعر: حسیني مختار دا کوم یو غزنوي ده چې د وخت بتان یې مات کړل هندوانو ته وریاد یې فاتحین په سومنات کړل په خاوره د افغان کې ابدالي بیا راژوندی شو چشمان یې د نازو انا روښانه په کسات کړل حافظ زما د حرم ده ابابیل ورسره درومي تائب یې مشرکان له عبادت د […]

    د زرین تاریخ امیر
    ۱۴۰۰-۰۲-۰۴

    د زرین تاریخ امیر

    شاعر: تسل منیب ‏څه زرین تاریخ دې پرېښودو اميره! ای په خوی خصلت پاچا په رنګ فقیره! که نړۍ درته هر څو ګواښونه وکړل ته تېر نشوې د قرآن له سپین مسیره د دنیا د خــواهــــــــشـاتو مقابل کې نه دې خرڅ کړلو ایمان او نه ضمیره ائـنـده که مــېړني چــېرته یادېــږي ع م ر توري […]

    ستا مسیر و له لمر سپین ملا عمره!
    ۱۴۰۰-۰۲-۰۴

    ستا مسیر و له لمر سپین ملا عمره!

    حمزه حسیني زمونږ امیر المؤمنین ملا عمره! د مؤمنو زړو تسکین ملا عمره! ها! د ننګ د تاریخ پاڼې دې موږ لولو ستا د لوړ عزم متین ملا عمره! بت شکن د زمانې شولې اتله هر کردار دې وو، رنګین ملاعمره! ستا پښو ته دې د وخت شاهان لوګی شي ژمن اسلام ته وې امین […]

    ثالث عمره!!
    ۱۴۰۰-۰۲-۰۴

    ثالث عمره!!

    شاعر: تپاند زهاد صدقه دې له غیرت ثالث عمره! ویاړم ستا په قیادت ثالث عمره! په رښتیا چې ته ولي د زمانې وې وې لایق د خلافت ثالث عمره! يرغلګر دې په ګونډو کړلو اتله! وې مؤسس د امارت ثالث عمره! د منبر او د سنګر وې ته ساتونکی ځار شم ستا له شهامت ثالث […]

    go Up