ستا مسیر و له لمر سپین ملا عمره!

حمزه حسیني زمونږ امیر المؤمنین ملا عمره! د مؤمنو زړو تسکین ملا عمره! ها! د ننګ د تاریخ پاڼې دې موږ لولو ستا د لوړ عزم متین ملا عمره! بت شکن د زمانې شولې اتله هر کردار دې وو، رنګین ملاعمره! ستا پښو ته دې د وخت شاهان لوګی شي ژمن اسلام ته وې امین […]

حمزه حسیني

زمونږ امیر المؤمنین ملا عمره!
د مؤمنو زړو تسکین ملا عمره!

ها! د ننګ د تاریخ پاڼې دې موږ لولو
ستا د لوړ عزم متین ملا عمره!

بت شکن د زمانې شولې اتله
هر کردار دې وو، رنګین ملاعمره!

ستا پښو ته دې د وخت شاهان لوګی شي
ژمن اسلام ته وې امین ملاعمره!

ته چې لاړې خوښي هم در سره تللې
وې مین پر ښکلي دین ملا عمره!

مجاهدې پرګنې درباندې ویاړي
د عمر په څېر رښتین ملا عمره!

د ”حمزه“ د زړه ټکور د سترګو توره!
ستا مسیر و له لمر سپین ملا عمره!