دا وطن چې پرې نه ږدې په مینه یې غم وخوره

شاعر: پیر محمد کاروان روا په دې جنت کې ده مېوه د غنم وخوره خو دا وطن چې پرې نه ږدې په مینه یې غم وخوره درمان د زخمي ژبې دې نغمه د وطن بویه بلبله له خوشبو نه ډک د ګلو شبنم وخوره ښامار په غشو وَ وله لالونو ته دې غل دی په […]

شاعر: پیر محمد کاروان

روا په دې جنت کې ده مېوه د غنم وخوره
خو دا وطن چې پرې نه ږدې په مینه یې غم وخوره

درمان د زخمي ژبې دې نغمه د وطن بویه
بلبله له خوشبو نه ډک د ګلو شبنم وخوره

ښامار په غشو وَ وله لالونو ته دې غل دی
په وږو ځیږو کاڼو باندې مار و لړم وخوره

ګل ګل د رنګینۍ شه د ژوندون په سپین ټوکر، کې
تار تار شه د ورېښمو ځان د ستنې په سپم وخوره

په خپلو خزانو کې، درته چا داسې ویل چې
په سوال په ګدایي باندې عرب و عجم وخوره

داستان د اوښکو وینو خو باید په موسکا واوړي
پرهر، د پرهرژلي ژوند ته غم د مرهم وخوره

چې څانګې څانګې لمر په کې زرغون شي سباوون شي
د شمعو په لښکر باندې دا شپې د تورتم وخوره

که مینه د وطن یې زمزمه نه کړه کاروانه
ګونګی ښه دی د رنګ پر ځای رانجه په قلم وخوره

۳ قوس ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ