انسان مه خپه کوه!

پیر محمد کاروان پر خدای باندې چې ګران دی انسان مه خپه کوه د مینې لوی جهان دی انسان مه خپه کوه راوتی له جنته ته یې دلته را پیدا کړې غجب رنګین داستان دی انسان مه خپه کوه چې موسک یې په موسکا موسکا یې هره پاڼه ښکل کړه ګل ګل دی او جانان […]

پیر محمد کاروان

پر خدای باندې چې ګران دی انسان مه خپه کوه
د مینې لوی جهان دی انسان مه خپه کوه

راوتی له جنته ته یې دلته را پیدا کړې
غجب رنګین داستان دی انسان مه خپه کوه

چې موسک یې په موسکا موسکا یې هره پاڼه ښکل کړه
ګل ګل دی او جانان دی انسان مه خپه کوه

که نن د دې خاورینې ځمکې ګل دی شبنم ورکړه
ځي ستوری د آسمان دی انسان مه خپه کوه

د خپل بري خبره ترېنه پټه پټه ساته
حسود خو هم انسان دی انسان مه خپه کوه

د مینې د ښکلا په کې بې شمېره نښې ګوره
مېږی که سلیمان دی انسان مه خپه کوه

چې نه نړوي پولې او چې حد یې وي ساتلی
هندو که مسلمان دی انسان مه خپه کوه

که روغ دی که رنځور دی، که پاچا دی که مزدور دی
یو نور په کې روښان دی انسان مه خپه کوه

دی څاڅکی د شبنم که په ازغي دې وسکونډلو
بیا تندر او طوفان دی انسان مه خپه کوه

بدل چې په شیطان نه وي، پر لاره د رحمان وي
هوښیار دی که نادان دی انسان مه خپه کوه

د مینې و معراج ته رسېدل یې که ارمان وي
کاروان دی را روان دی انسان مه خپه کوه

۱۱ جدي ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ