د هیواد له زندانونو څخه د کوچني اختر په مناسبت د آزاد شوو بندیانو د خوشي کېدو په اړه د سترې محکمې اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه (عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی) د عالي مقام د (۴۴۱۴) ګڼې او ۲۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټې د حکم او د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات شیخ صاحب په هدایت د یوه مشخص طرزالعمل په اساس د هیواد په کچه له زندانونو څخه (۲۸۵۵) هغه زندانیان چې […]

د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه (عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی) د عالي مقام د (۴۴۱۴) ګڼې او ۲۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټې د حکم او د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات شیخ صاحب په هدایت د یوه مشخص طرزالعمل په اساس د هیواد په کچه له زندانونو څخه (۲۸۵۵) هغه زندانیان چې د عفوې مستحق وو خوشي شول او (۱۴۲۰) نور بندیان چې د تخفیف وړ وو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې د کوچني اختر په مناسبت د بندیانو د هیئتۍ لپاره طرزالعمل د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئیس صاحب په مشرۍ د یوه مؤظف پلاوي لخوا چې د قضائي تفتیش عمومي ریاست معاون صاحب، د زندانونو چارو د سمون ادارې استازي، د کورنیو چارو وزارت د جرائمو د کشف لوی ریاست استازي، د کابل ولایت د جنايي تحقیقاتو استازي، د احکامو او فرامینو د تعقیب لوی ریاست استازي او د استخباراتو لوی ریاست استازي یې غړیتوب درلود، لخوا ترتیب او سترې محکمې د عالي مقام د دفتر ریاست لخوا په مکتوبي بڼه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی محترم مقام ته وړاندې شو.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د محترم عالي مقام لخوا یاد طرزالعمل د (۴۴۱۴) ګڼې او ۲۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټې حکم په اساس تائید شو.