د ملا محمد عمر مجاهد په اړه د اسلامي نړۍ د ځينو مطرحو شخصيتونو تأثیرات

ترتيب او راټولونه: عبدالرحمن سعید (سعيد غلجی) کله چې ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ته د امير المؤمنين لقب ورکړل شو: د ۱۳۷۵ هجري لمریز کال د وري میاشتې ۱۴ څوارلسمه نېټه وه چې د کندهار ښار په زړه میخانکي ښوونځي کې د ۱۵۰۰ دیني علماوو ستره غونډه دايره شوه. د غونډې موخه د […]

ترتيب او راټولونه: عبدالرحمن سعید (سعيد غلجی)
کله چې ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ته د امير المؤمنين لقب ورکړل شو:
د ۱۳۷۵ هجري لمریز کال د وري میاشتې ۱۴ څوارلسمه نېټه وه چې د کندهار ښار په زړه میخانکي ښوونځي کې د ۱۵۰۰ دیني علماوو ستره غونډه دايره شوه.
د غونډې موخه د طالبانو لخوا د اسلامي امارت اعلانول او تر دې نوم لاندې د خپلو پوځي او سیاسي فعالیتونو پيلول و.
یادې غونډې ته د هېواد له بېلا بېلو سيمو ، د ولاياتو په کچه مشهور دیني عالمان را بلل شوي وو.
د یادو عالمانو په منځ کې د هېواد په سطحه مشهور علماء؛ لکه: شېخ شهاب الدین ( دلاور)، شېخ علامه عبد العلي (دیوبندي)، استاذ کل مولوي نور محمد (ثاقب)، خلیفه داد محمد صاحب، مولوي محمد ابصر او مولوي جلیل الله مولوي زاده؛ د بېلګې په ډول د یادولو وړ شخصیتونه وو.
غونډه د قیقاً د سهار په ۹ نهو بجو د عظیم الشان قران په تلاوت سره پیل شوه، تر هغه وروسته د طالبانو د تحریک مؤسس ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) د تحریک پیلولو، د شوروي اشغال پر وړاندې د اسلامي جهاد د آرمانونو پوره کولو، په هېواد کې د ګډوډۍ او تنظیمي جنګونو ختمولو او له منځه وړلو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
ملا محمد عمر (مجاهد) په ډېره ساده او عام فهمه ډول په خپلې همدې وینا کې په افغانستان کې د اسلامي نظام جوړولو لپاره هغه شاخصونه ترسیم کړل، چې وروسته د اسلامي امارت په تاسیس سره هغه تدریجاً عملي شول.
ملا محمد عمر (مجاهد) په خپله وینا کې د تحریک د تأسیس ضرورت، د تأسیس لومړنۍ مرحله او د تحریک د تأسیس د اهدافو په اړه په زړه راښکوونکي ډول خبرې وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې داسې وویل:
(ما دا تحریک د توکل محض پر اساس پیل کړی، فقط توکل محض.
له دې څخه زما اصلي هدف په افغانستان کې د اسلامي شریعت تنفیذ او د جهاد د شهیدانو د آرمانونو پوره کول دي.)
خو ای ښاغلو علماوو !
تاسو زموږ استاذان او د شرعي علم علماء یاستئ! که زه په دغه ستر کار کې؛ خدای مه کړه له کوم انحراف او مشکل سره مخ کېږم، اصلاح او سموالی مې ستاسې مسؤلیت دی، تاسو به راته پر سمې لارې د تللو توصیه او نصيحت کوئ، کنه په ورځ د قیامت به زما د هر ډول انحراف مسؤلیت ستاسې پر غاړه وي او زه به یې له امله ستاسې ګریوان ته لاس دراچوم …)
په دغه غونډه کې ملا محمد عمر مجاهد ته د امير المؤمنين لقب ورکړل شو او د ظلم او تېري پر خلاف د اسلامي امارت مبارزه پيل شوه، تر دې چې د ۱۳۷۵ هجري لمريز کال د تلې په شپږمه د هېواد پلازمېنه «کابل» هم د اسلامي امارت تر واک لاندې راغی او ورپسې د ګران هېواد مرکزي او شمالي سيمې هم د طالبانو تر واک لاندې راغلې؛ چې بالآخره په دې توګه په ۹۵ سلنه خاوره د اسلامي امارت حاکميت ټينګ شو.
د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د شريعت پر اساساتو ولاړ اسلامي نظام رامنځ ته کړ، له اوږده ځنډ وروسته يې يو ځل بيا نړۍ ته د اسلامي نظام يوه کاميابه او ژوندۍ بېلګه نړۍ ته وښوده، هېواد يې له تجزيې وژغوره او له نامسؤلو وسله والو يې ټولې اسلحې راټولې او بيت المال ته وسپارلې، داسې بې مثاله امنيت او عدالت يې راووست چې ټوله نړۍ ورته هکه حيرانه پاتې شوه.
مرحوم امير المؤمنين په داسې يو هېواد کې ډېر ژر بشپړ امنيت تأمين کړ، چې د سرو لښکرو له ماتې وروسته هلته خپله د بې شمېره تنظيمونو او قوماندانانو تر منځ ړندې مرمۍ اورېدې. د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت مخلصو مجاهدينو د دغو ټولو جنګياليو ټغر ورټول او يو قوي مرکزي دولت يې جوړ کړ.
خو کفارو کله دغه شان ښکلی اسلامي دولت زغملی شوی، نو هماغه ؤ چې د ګران هېواد د اشغال او دغه سپېڅلي دولت له منځه وړلو لپاره يې ډول ډول بهانې کولې، بيا هغه بدمرغه ورځ هم راغله،چې د بې شمېره اسلامي هېوادونو او په ميليونونو تش په نامه اسلامي پوځونو په شتون کې صليبي ځواکونو ګران هېواد اشغال کړ او د څو تالي څټو په نامه يې دلته ديموکراتيک نظام جوړ کړ.
د مرحوم امير المؤمنين رحمه الله عقيدوی اړخ:
ملا محمد عمر (مجاهد) په عقیدوي او فکري لحاظ د مسلمانانو د اهل السنة والجماعة د منهج لاروی او د حنفي مذهب مقلد و.د خرافاتو او بدعتونو سخت مخالف و، د مسلمانانو ترمنځ یې مذهبي، فکري او تنظیمي اختلافات هېڅ نه خوښېدل. خپلو مجاهدینو او ټولو مسلمانانو ته يې په خپلو منځونو کې د اسلامي وحدت او فکري همغږۍ په ټینګولو توصیه او ټینګار کاوه، د مسلمانانو ترمنځ عقیدوي وحدت او یووالی يې د وخت له ټولو مهم ضرورت باله او د قرآن او حدیثو په رڼا کې يې د سلف صالحینو او ائمه مجتهدینو په نقش قدم رفتار کول د اسلامي امت د نجات اساسي وسیله ګڼله.
هوکې ! ملامحمد عمر مجاهد د ۲۱ پېړۍ هغه زاهد واکمن و، چې خپله واکمني یې د الله تعالی د کلمې تر لوړوالي ځار کړه.همدې زړور او نوښتګر قائد او ستر لارښود امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله، بالاخره له الهي قضا او پرېکړې سره سم د۱۳۹۲ هـ ش کال د ثور میاشتې په څلورمه،چې د ۲۰۱۳ د اپریل له ۲۴ مې سره سمون خوري، خپل روح حقيقي پاچاه او تل پاتې رب ته وسپاره او د تل لپاره يې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې، خو تر شا يې يو نه ماتېدونکی ايماني ځواک پرېښود.
انا لله وانا الیه راجعون…
د مرحوم امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اړه د اسلامي علماوو، مفکرينو او استادانو لنډ تأثيرات:
راځئ دلته د دغه نوښتګر قائد د وفات په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو، اسلامي مفکرینو او سیاست پوهانو ځینې تاثرات ولولو:
د اسلامي نړۍ ستر محدث او د سترو مجاهدینو استاد علامه شېخ ابو محمد المقدسي ويلي:
خدای دې پر امام ملا محمد عمر باندې رحم وکړي، د ده امثال په اوسنۍ زمانې کې ډېر کم لیدل کېږي، د الله تعالی نظام يې پر ځمکه نافذ کړ، مهاجرینو ته يې پناه ورکړه، د نصحیت ګرو نصیحت يې ومانه او له کفارو سره تر هغه وجنګېد، تر څو یقین (مرګ) ورته راغی.
د سعودي عربستان ستر محدث او فقیه؛ علامه شیخ علوان:
د تاریخ ټولې پاڼې مې واړولې،خو له ملا محمد عمر پرته مې داسې حاکم پیدا نه کړ، چې هغه دې خپله واکمنې د الله تعالی له دین څخه قربان کړي وي. الله دې پرې ورحمېږي او جنت الفردوس يې ځای شه!
مشهور ژورنالیست عرفان صدیقي:
هغه چې کله د خپلې واکمنۍ د وروستي ښار «کندهار» له سقوط وروسته د افغانستان د مغرورو غرونو په خوا روان و، نو په تندي یې له الله تعالی پرته بل چا ته د سجدې خاپ نه ښکارېدو.
دوكتور حاکم المطیري الكويتي:
د ملا محمد عمر مجاهد په وفات سره اسلامي امت یو ستر مجاهد زعیم له لاسه ورکړ، داسې زعیم چې د یرغلګرې صلیبي ټلوالې پر خلاف يې تاریخي مقابله پیل کړه.ای د اسلامي امت زعيمه! ته په ریښتیا د اسلامي امت لپاره داسې امام وې، چې د اسلامي امت موجود او راتلونکي نسلونه ، د هغوی ټول جهادي او فکري نهضتونه او فقهي مدارس به په تا پسې اقتداء کوي.
اې لویه استاذه ایا ته په ریښتیا له موږه وکوچېدې؟!
دكتور شامل:
اې د نړۍ ژبپوهانو او اديبانو!
راشئ د نړۍ د ټولو ژبو قاموسونه له سره ولیکئ، له هغو ټولو څخه د رجولیت (نارینه توب) لغت وباسئ او پرځای یې یواځې د ملا عمر نوم ورځای کړئ…
أبو حمزة الدرعاوي:
دا شرعي مسئله ده چې څوک له دښمن سره د مقابلې په سنګر کې د رباط په حال کې وفات شي، هغه شهید دی. خدای تعالی دې د شهید ملا محمد عمر (مجاهد) شهادت قبول کړي او الله تعالی دې جنت الفردوس ته داخل کړي.
أبو عزام الأنصاري:
لوی سړی و، په ډېر لوی وجود کې امیر (ساربان) يې پیاده شو ( وفات شو) خو قافله مخ په وړاندې روانه ده.
پر دې سربېره د امیر المؤمنین د وفات خبر د نړۍ ټولو مسلمانانو ته يو غمجن خبر ؤ او د اسلامي نړۍ زیات شمېر علمي او جهادي شخصیتونو په دې اړه د اسلامي امارت د مشر تابه په نوم د غمشریکي او خواخوږۍ پیغامونه راولېږل.
له ملا محمد عمر مجاهد سره د مشهور ژورنالست «تيسير علوني» يوه لنډه خاطره:
کله چې په ۲۰۰۰م کال امريکا پر افغانستان ډېر زيات بنديزونه وضع کړل، نو څه موده پس د اسلامۍ نړۍ ګڼ شمېر مشهور علماؤ او مفکرين له ملا محمد عمر مجاهد سره د ليدنې خپلو خپلو مشورو شريکولو په موخه افغانستان ته راغلل.
په دغه وفد کې د مصر د الازهر جامعې درې استادان، مشهور اسلامي مفکر فهمي هويدي، د اسلامي نړۍ د علماؤ ټولنې مشر دوکتور يوسف القرضاوي او ګڼو نورو علماؤ ګډون درلود، له دوی سره د الجزيرې تلويزوني شبکې له خوا د افغانستان د څانګې مسئول ښاغلی تيسير علوني هم په دغه پلاوي کې ملګری ؤ. نوموړي له امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله سره د خپل ملاقات تأثر داسې بيانوي:
د ملا محمد عمر مجاهد د کار دفتر ته له ور رسېدو سره سم هلته مېشتو طالبانو په درناوي استقبال کړو، نه یې تلاشي او نه یې هم په دروازه کې په انتظار کولو سره ماتل کړو.
بلکې له ور رسېدو سره سم یې یوه مستطیل په شکل تالار ته راهنمايي کړو.
په تالار کې افغاني قالینې ویړې او څنګو ته یې عادي تکیې ايښې وې.
لږ ساعت وروسته ملا محمد عمر مجاهد له دوو نفرو وسله والو طالبانو سره تالار ته را دننه شو.
دنګه بې غوښې ونه ، مناسبه توره ږیره او غنم رنګه زړه وړونکې څیره یې لرله.
توره لنګوټه یې پر سر او پر خاکستري رنګه جامو یې د زوړ والي نښې له ورایه ښکاریدې.د یوه ژورنالیست په توګه ما غوښتل ډېر په دقت د هغه رنګ او څیرې ته وګورم، خو دومره یې تر تاثیر لاندې راغلم، چې د مخامخ کتلو توان مې له لاسه ورکړ.نوموړی له موږ ټولو سره تر روغبړ وروسته؛ د تالار په ښې کونج خپل ځای کې کیناست.زه له نوموړي نه کیڼ لورته څلورم نفر وم، ما يې د ناستې پر مهال غلي غلي د خبرو او حرکاتو وضعیت څاره ، هغې سترګې ته یې ډېر ځیر وم چې د شوروي اشغال پر مهال یې په جهاد کې له لاسه ورکړې وه، خو هغه مې هم دقیقه صحیح نه کړای شوه، ځکه زه د نوموړي چپ لوري ته ناست وم.نوموړي په خپل ځای کې تر کیناستو وروسته د مجلس برخوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی څخه د خبرو اورېدو غوښتنه وکړه، هغوی هر یوه په خپل نوبت خبرې کولې او ده په آرامه ورته غوږ نیولی و، کوم ځای چې به یې د پوښتنې ضرورت شو، هلته به یې وضاحت غوښت.په ټول مجلس یو ځانګړی کیفیت طارئ و.زه چې د مجلس په برخوالو کې یې له ټولو زیات تر اغېزې راغلی وم ، له نوموړي سره د خبرو په مهال مې دا حس کوله چې واقعاً هم له یوه واقعي واکمن حکمران سره مخ یم.عجيبه دا وه چې د مجلس په ټولو برخوالو کې ملا محمد عمر مجاهد په ځوانۍ او جامو کې له ټولو خوار مالومېده ، خو معنوي هیبت یې بیا ټول مجلس په خارق العادته ډول تر اغېز لاندې راوستی ؤ.
تر قرنونو به یادېږي هر مؤمن به پرې نازېږي
مجاهد محمدعمر به مو تل زړونو کې اوسېږي
++++++