د هېواد د علمي شخصیت شیخ الحدیث محمدعمر جان اخندزاده صاحب دشهادت په اړه داسلامي امارت دتسلیت پيغام

په خواشینۍ سره خبر شوو چې دهېواد جید دیني عالم، د اسلامي امارت دکره کتنې ادارې عضو او دکندهار دجهادي مدرسې استاذ شیخ الحدیث محمدعمرجان اخندزاده په شهادت ورسید. انا لله و انا الیه راجعون د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانیدونکې علمي ضایعه بولي، د اخندزاده صاحب مرحوم، کورنۍ، […]

په خواشینۍ سره خبر شوو چې دهېواد جید دیني عالم، د اسلامي امارت دکره کتنې ادارې عضو او دکندهار دجهادي مدرسې استاذ شیخ الحدیث محمدعمرجان اخندزاده په شهادت ورسید.
انا لله و انا الیه راجعون
د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانیدونکې علمي ضایعه بولي، د اخندزاده صاحب مرحوم، کورنۍ، خپلوانو او متعلقینوته تسلیت وړاندې کوي.
د اسلام د دښمنانو دغه جنایت چې علماء کرام په شهادت رسوي، په کلکه غندي او ستر جرم یې ګڼي.
‏له الله تعالی څخه شیخ الحدیث مولوي محمدعمرجان اخندازه صاحب ته، جنة الفردوس، کورنۍ او متعلقینو ته یې جمیل صبر او جزیل اجر غواړي. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۱۰/۱۰/۱۴۴۵هـ ق
۳۱/۱/۱۴۰۳هـ ق 2024/4/19 م