د فقید الامت! حقاني صاحب په جهادي، علمي او سیاسي کارنامو څو ټکي

لیکنه: ابوظهیر   دافغانستان اسلامي امارت دوږ ي په ۱۳مه ( ۱۳۹۷ل) (ستمبرپه۴مه ۲۰۱۸) اعلان وکړ چې  بقیة السلف  ،قاید المجاهدین  الحاج  مولانا جلال الدین حقاني  دورپیښې ناروغۍ له امله داجل داعي ته  په لبیک ویلو  له فاني نړۍ نه دتلپاتي ژوند ( اخرت) په لور رحلت کړی   انا لله وانا الیه راجعون   ۷۹ کلن  […]

لیکنه: ابوظهیر 

 دافغانستان اسلامي امارت دوږ ي په ۱۳مه ( ۱۳۹۷ل) (ستمبرپه۴مه ۲۰۱۸) اعلان وکړ چې  بقیة السلف  ،قاید المجاهدین  الحاج  مولانا جلال الدین حقاني  دورپیښې ناروغۍ له امله داجل داعي ته  په لبیک ویلو  له فاني نړۍ نه دتلپاتي ژوند ( اخرت) په لور رحلت کړی   انا لله وانا الیه راجعون 

 ۷۹ کلن  حقاني صاحب   دپخواني شوروي اتحاد یعنې د اوسنۍ روسیې داشغال په وړاندې په تاریخي او ستر افغان جهاد او جنګ کې دمجاهدینو د مهم قاید او غښتلي قومندان  په حیث پیژندل کیده 

هو! تجربه شاهد ده چې یوازي دکتابونو پر لوستلو سره دیو علم حقیقي ثمرات   او خواږه  ترهغه  پورې ټول  نه ترلاسه کېږي څو عالم شخص پر هغه دعمل لپاره  خپل ځان یومخ فارغ او وزګارنکړي ، هغه مهال چې دشوروي  اتحاد په مستقیم او غیر مستقیم لمسون دثور کودتاه رامنځته شوه حقاني صاحب نوی داسلامي علومو او فنونو له لوستلو فارغ شوی و او بیا د خدای ورکړي ذهانت و ذکاوت  اود ژور علمي استعداد  لرلو په وجه  دایشیا دمشهورې اسلامي  جامعې (دارلعلوم حقانیه)  دشیوخو او مهتمم شیخ الحدیث مولانا عبد الحق   د ځانګړې لورینې   او پیرزوینې  سره سم په دارالعلوم حقانیه کې دمدرس  او استاد په حیث مقرر شو ی و ، ددارلعلوم حقانیې یو قابل استاد ،په یو وخت   دپښتو، فارسي، اردو او عربي ژبو  وتلي شاعر ارواښاد حافظ محمد ابراهیم فاني کیسه کوله په هغه کال چې افغانستان کې  دثور کودتاه  وشوه ما  (فاني)دلته (حقانیه کې) له حقاني صاحب نه  اصول الشاشي ویله،  د انقلاب  په راتلو  سره حقاني صاحب  شیخ الحدیث مولانا عبد الحق صاحب  ته ورغی  او ورته ویلي: حضرت!    شاید  نور تدریس ونکړای شم  زموږ وطن کې دشوروي په  مټ کمونستان واک ته رسیدلي او علماوو دهغوی په مقابل کې جهاد پیل کړی  ماته اجازه راکړئ چې  جهاد ته لاړشم!

  حقاني صاحب   ادراک درلود  چې کوم علم ما په ۱۵ـــ ۱۶ کاله حاصل کړی اوس وخت راغلی چې پر هغه دعمل کولو لپاره ځان له  نورو ټولو مصروفیتونو څخه وزګار کړم  او جهاد داسلامي شریعت  په حکمونو کې عظیم الشان  حکم دی  خو بدبختانه دڅو پیړیو راهیسې  د نیږدې ټولې اسلامي نړۍ مسلمانانو ورته په شاګرځولو ترک کړی  او  هیچا ته مهم نه ښکاري ضرورت دی چې  اول پخپله په دي حکم( جهاد) عمل وکړم او بیا نور مسلمانان هم  ورته را و بولم  هغه و چې حقاني صاحب  لومړی پخپله دمدرسې دتدریس نه  دجهاد ډګرته ودانګل او بیا یې نورو مسلمانانو ته  پکې دګډون بلنه ورکړه 

  دحقاني صاحب او دنورو علماوو هڅو دومره رنګ راوړو چې ډیر ژر دکمونستانو دالحادي عقایدو پرضد دجهاد منظم صفوف  رامنځته شول او په لنډ وخت دکمونست رژیم پرضد  دمجاهدینو لخوا منظم عملیات پیل شول دحقاني صاحب   مجاهدانه کردار  ددښمن لپاره دومره ځورونکی او له زغم بیرون و چې   یوې کمونستې محکمې هغه پر غیاب کې پر اعدام محکوم کړ؛ دکمونستې محکمې دا ګام که یو پلوته داسلام او وطن سره دهغوی  نه بښونکې دښمنې  او جفاپه ډاګه کوي بل پلو ته دحقاني صاحب  جهادي حقانیت ته یولازوال شرف  او ویاړ وربښي چې دمجاهدانه شخصیت څخه یې  دښمن دومره ډار درلود چې پر غایبانه اعدام سره یې محکوم کړ! بیا کله چې  دکمونستانو بادران  (شورویان) راغلل  هغوی هم  پخپل ټول ځواک کوښښ وکړ چې حقاني صاحب  یا ژوندی ونیسي او یایې  په شهادت ورسوي  خو داچې مرګ او ژوند  زموږ په عقیده دانسانانو له وس وتلی کاردی، حقاني صاحب  سربیره په دې چې د جنګونو دوامداره قومنده به یې  پخپله ورکوله ، الله تعالی دهغوی دغه ناوړه  ارزو پوره نکړه او پکې ترپایه دناامیدۍ  اوناکامۍ سره مخ ول 

هو!امریکایې ښکېلاک  دخپل شیطاني یرغل سره سم دارواښاد حقاني صاحب   په سر دملیونونو ډالر انعام وټاکه، د خپلې پرمختللې  ټیکنالوجۍ اوسائلو ترڅنګ په لوی شمیر پردیپال  افغانان هم  شپه و ورځ لګیا وو چې څنګه  حقاني صاحب ومومي او ورته  ضرر ورسوي څو دامریکایانو ارزو پوره شي ، امریکایانو پخپله هم  دحقاني  صاحب د مندلو او په شهادت رسولو لپاره  درانه عملیات وکړل  لیکن  داچې  مرګ اوژوند دامریکایانو له وسه بیرون دی هغوی  دټولو کوښښونو او هڅو باوجود پاتې راغلل  او  الله تعالی حقاني صاحب  دهغوی له شرڅخه وساته او ورته  په داسې وخت کې  طبعي مرګ راغی  چې امریکایان  او دهغوی غلامان ور پسې ستومان  او سرګردان ګرځیدل  او الله تعالی ته  داخوښه وه چې  دحقاني  صاحب د دښمنانو په زړونو کې د ناکامۍ  دحسرتونو داغ  تل پاتې وي.  

 دحقاني صاحب بل امتیاز دا و چې هغه  دګفتار غازي  هم و  او د کردار هم؛ نه یو اځي نور یې جهاد ته دعوتول  بلکې پخپله یې  هم  دمجاهدینو  سره یوځای په عملیاتو کې  برخه اخیسته چې  څو ځله پر مخامخ جنګونو کې ټپي شوی و،  خپل اولادونه یې هم جهاد ته هڅول تردي چې په ژوند کې یې  څلور ځوانان او  تنکي ځامن هم قربان کړل لیکن دامریکا یې طاغوت په وړاندې یې  خپل خدای پال سرښکته نکړ او نه دامریکا له وحشتونو او طلمونو وډار شو 

حقاني صاحب ته الله تعالی  دبي ساري قربانیو،اخلاص او خدمتونو دسرته رسولو لپاره  بې پایه جذبه بښلې وه  اوپه خاصه توګه دحق څخه دفاع او دحق نه  دملاتړ او دحق  دپیروۍ  لپاره څښتن ورته خاص صفات او صلاحیتونه ورکړي وو ،   که  هغه دخپلو ملګرو او مجاهدینو سره په رویه او روش کې نرم خوی، مهربان او له عاطفې  برخمن و خو د دباطل دسرکوبۍ  اوشکست لپاره له  تیکې څخه  دوتلې تیرې تورې په څېر وو … 

قایدانه وړتیا اوصفات : 

بدون شک حقاني صاحب  په جهادي او پوځي ډګر کې یو تجربه کار او منل شوی  قومندان وو چې  په ټول  هیواد کې یې ساری نه لاره او ددي ترڅنګ دجهادي او غیري جهادي چارو په  تنظیمولو او جوړولو کولو کې هم دلوړې درجې منتظم او مبتکرو،چې په دې اړه  څو مثالونه راوړو: 

 دجزیرة العرب  او عربي هیوادوڅخه هغه ځوانان چې به په جهاد کې  دګډون لپاره راتلل دهغوی نیږدي اتیا سلنه  دجهادي زده کړو او تربیې لپاره دحقاني صاحب  دنفوذ او مشرۍ لاندې سیمو کې جهادي مرکزونو ته تلل ،تردې چې مشهور عرب فروفیسر او  عالم شهید عبد الله عزام کله دافغانستان جهاد لپاره  دعربي ځوانان هڅونه پیل کړه نو دهغوی دتربیت لپاره یې هم نظر په حقاني صاحب پریوت  زکه چې مرحوم عزام په افغاني رهبرانو او قومندانانو کې دحقاني صاحب له اخلاص، استقامت، او تدبرڅخه  زیات متاثرو، په دې وجه یې عربي ځو انانو ته  د حقاني صاحب په مرکزونو کې روزنه او تربیه ورکوله  

ښکاره ده د بېلابیلو هیوادو ځوانانو  تنظیم او تربیه اسان کار ندی خو حقاني صاحب  دیو مدبر او هوښیار مشر په حیث  دخپل نفوذ لاندې سیمو کې دعربو په ګډون دمختلفو هیوادو مجاهدین پالل او بیا  به یې دهغوی څخه  په عملي ډګر کې  جهادي خدمت اخیسته  چې دا  کار دحقاني صاحب جهادي ، سیاسي او علمي  بصیرت جوتوي 

دشوروي ځواکونو تروتلو وروسته لومړۍ بریا او فتحه چې په ټول هیواد کې دمجاهدینو دمورالونو لوړولو لامل شوه دخوست تاریخي  او شانداره فتح وه؛  کومه چې دحقاني صاحب په قومنده کې مجاهدینو په خورا بريالیتوب سره ترسره کړه ، دا دومره لویه فتح وه چې   ډاکټرنجیب  ملي ماتم وګاڼه او دوه ورځې بې درکه و او څو ځله یې داغوره کړې وه که خوست سقوط وکړ نو دی به له واکه لاس په سر شي

  دخوست  فتحه دمقاومت او جهاد  په تاریخ کې یو داسې باب  شوه چې ورسره  په ځینو ولایتونو کې  دشکستونو  له امله دمجاهدینو پریوتي مورالونه لوړشول او  ورته دخوست فتحې فاتحانه مورالونه  وباښ  او ښکاره ده چې  په دې ستره سوبه کې کلیدي کردار دحقاني صاحب او دهغه دمجاهدینو وو چې په سبب  په ټوله نړۍ کې نوموړی (حقاني صاحب)  دخوست په فاتح  مشهور شو 

دهجرت  په دیار( پاکستان) کې دمجاهدینو دمشرانو ترمنځ ناندرۍ اوچنې وهل  کومه  پټه خبره نه وه، اتحادونه او مؤقت حکومتونه جوړول او ړنګول تربل هرکاراسان وو، یوځل دپېنډۍ په حاجي کمپ (مدینة الحجاج)  کې  دیو مؤقتي حکومت  په شتون کې دبل درامنځته کولو  لپاره دسلواغې له ۲۱ کې دکب تر لومړۍ درهبرانو او قومندانانو ګډه  مشورتې غونډه  روانه وه خو ترپایه  رهبران او قومندانان دکوم سیستم په رامنځته کولو بریالي نشول ځکه دهر تنظیم له لوري  په مشورتي غونډه کې ۶۰ ـــ ۶۰قومندانانوګډون لاره او دهرتنطیم قومندانانو خپل مشر او رهبرته رایې ورکولې په دې توګه هیڅ یو درایو اکثریت نشو ترلاسه کولی ،ټولو ذیدخل لوریو ،  رهبرانو او قومندانانو پخپل توافق  سره  دکب په ۳یمه نیټه حقاني صاحب ته توی وړی واک ورکړ څو  هغه دستونزې دحل لپاره یو مناسب میکانیزم او سیستم جوړکړي 

حقاني صاحب دکب په ۴مه  داسې قناعت بښونکی  میکانزم  او فارمول وړاندې کړ چې هغه هم  د ټولو خواوولپاره  دمنلو  وړ وګرځید او هم دهغه سره سم په هم هغه ورځ ټاکنې ترسره شوې 

هغه داو چې: په مشورتي غونډه کې  چې دټولو تنظیمونو لخوا ۶۰ـــ ۶۰قومندانانو ګډون لاره او دهر تنظیم غړو دخپل مشر پرته  بل مشر ته رایې نه  ورکولې، په دې سره دهیڅ تنظیم رهبرزیاتې رایې نشوای ترلاسه کولی حقاني صاحب پخپل ذهانت  و ذکاوت او سیاسي بصیرت ددي حل داسې وړاندې کړچې دشوری هر ګډون وال ته یې دیوې رایې په ځای   د دوه رایو حق ورکړ، چې یوه رایه به خپل مشرته ورکوي او بله  رایه چې بل  هرمشرته یې زړه غواړي اچوي؛  په دې توګه هرهغه مشر چې  له دوهم ډول رایو څخه زیاتې رایې ترلاسه کړې هغه به دحکومت مشر،او ورپسې دوهم به صدراعظم وي ،د دې سره سم چې  رایې واچول شوې  مجددی ۱۷۴،سیاف ۱۷۳مولوي محمد نبي  محمدي ۱۳۹حکمتیار  ۱۲۶خالص بابا ۱۰۲ رباني ۹۹ اوګیلاني ۸۹ رایې ترلاسه کړې 

په دې سره  یوه پېچلې ستونزه یې  په اسانه، تعقل او هوښیارۍ سره حل کړه لنډه داچې حقاني صاحب نه تنها یو زړور اوتجربه کار پوځي قومندان و بلکې  یوزیرک، هوښیار او مدبر علمي او سیاسي  شخصیت  هم و   

دکابل دفتح وروسته چې دځینوتنظیمونو مشران او قومندان دڅوکیو په سر دیوبل سره په جنک کې کیوتل حقاني صاحب خپل للهیت او خدا پرستي په ښه توګه وساتله، هغه نه دڅوکۍ په سر دچا سره په جنګونو کې ښکېل شو او دنه ځان دمطرح کولو لپاره یې نوې جنګې جبهې جوړې کړې بلکې  په جنګ کې دښکېلو خواوو ترمنځ دروغې جوړې لپاره یې دکابل اوچهار اسیاب ترمنځ  دثالث بالخیر په حیث  یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کولې  لیکن دجګړې دواړو لوریو ( حزب او جمعیت) دهغه دهڅو احترام ونکړ  او مایوس یې کړ

کله چې افغانستان کې دشروفساد پرضد امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد   شرعي پاڅون وکړدکندهار، هلمند، زابل، او غزني دنیولو وروسته طالبان دهیواد جنوبي ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست ته راتلل حقاني صاحب یې تود هرکلی وکړ او پخپل ټول توان ورسره ودریده، کله چې امریکا په افغانستان  دیرغل  تابیاوکړه ، دیرغل دهنګامو او زوږ سره سم  حقاني صاحب ترپخوا زیات متحرک شو او دامریکا دتیري په مقابل کې په جهادي عزم او هوډ پورته شو  سره ددینه چې  دپخواني جهاد دوخت لوی شمیر قومندان دامریکا سره مله شول او دامریکایانو لخوا په  طیارو کې هیواد ته راوړل شول او بیا دامریکا پر ټانګونو سپاره دهیواد پلازمینې ( کابل ) ته ننوتل خو حقاني صاحب په دغه حساسو شیبو   او دازمایښت په مهال  ثابت قدم پاتې شو هیڅکله دنورو قومندانو پشان دخپل ایمان او ضمیر څخه تیر نشو او نه یې دامریکایې یرغل په اړه چوپتیا او په کورناسته روا وګڼله  بلکې ترنورو دمخه پخپله پورته شو او دامیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد په اطاعت کې یې دامریکایې ښکېلاک دیرغل په خلاف جهاد شروع کړ او دجهاد په اوږدو کې یې امریکایانو او دهغوی اجیرانو ته داسې غاښ ماتونکی ځوابونه ورکړل چې دهغوی نسلو نه نسلونه به یې یاد ساتي 

دتیر اوولس کلن جهاد په اوږدو کې داسلام او وطن دښمنانو ددې لپاره مختلفې توطئې او حربې په کارواچولې څو دحقاني صاحب او امارت ترمنځ واټونه رامنځته کړي او په یوبل یې بې باوره کړي خو لله الحمد حقاني صاحب اود امارت  مشرتابه ددښمن ټولې مغرضانه او شیطاني هڅې په نطفی کې  خنسا او شنډې کړې   

حقاني صاحب په داسې حالت کې ددنیا څخه رحلت وکړ چې اسلامي امارت څنګه دنوموړي تمنا وه هغسې یو صف او یو کور دی او مجاهدین  په دښمن باندې غالب  او کامیاب دي    اوباورلرو  چې ډیر ژربه ددښمن ځواکونه له  هیواده بشپړې تیښتې ته اړشي او زموږ پاکه خاوره به یې دپلیت شتون څخه ازاده شي په پای کې امید لرو چې حقاني صاحب ته  به الله تعالی دهغه دټولو جهادونو، ستړیاوو او قربانیو په بدل کې خپله رضاء او لقاء په برخه کړې وې الله تعالی دي اسلامي امارت  او دارواښاد کورنۍ ته توفیق ورکړې چې دهغه  دجهادي مسیر په تعقیبولو سره مظلوم افغان ولس ته دامریکا یانو له وحشتونو نجات ورکړي  امین 

  اللّهمّ اکرم نزله ووسّع مدخله وابدله داراً خیراً من داره وأهلاً 

خیراً من أهله ونقّه من الخطایا کما ینقّی الثوب الأبیض من الدنس.