د نجات الهي لورینه د هغه په شخصیت کې !

مولوی محمدابراهیم نبیل په دنیاکې ډېر لوی لوی خلک تېرشوي او هر یوه یې په خپل وخت کې دغه لویوالي ته ځانګړي اسباب او علتونه خپل کړي، موږ چې په یوویشتمه پېړۍ کې اوسېږو او د دې پېړۍ ننګونو ته ګورو، فکر کوو چې بل هېڅ وخت به دغه ډول حالات او شرایط په چا […]

مولوی محمدابراهیم نبیل
په دنیاکې ډېر لوی لوی خلک تېرشوي او هر یوه یې په خپل وخت کې دغه لویوالي ته ځانګړي اسباب او علتونه خپل کړي، موږ چې په یوویشتمه پېړۍ کې اوسېږو او د دې پېړۍ ننګونو ته ګورو، فکر کوو چې بل هېڅ وخت به دغه ډول حالات او شرایط په چا نه وي راغلي او نه به د ملتونو په سطحه دومره لويې غمیزې او تراژېدۍ چا لیدلې وي، شاید تر ډېره دا پر ځای هم وي، ولې چې نړۍ اوس هغه نړۍ نه ده،چې د خلکو په ذهن کې یې موهوم لویوالي شتون درلود او له حقیقته یې تر ډېره ځایه نه خبرېدل، اوس چې د یوکلي حیثیت لري، نو د نړۍ په سطحه پېښو کې زموږ د هيواد قضیه یوه داسې پېښه وه او ده چې د نړۍ په هرکونج کې ترکلونو کلونو د ورځې خبر او سرخط وي، همدا هغه څه دي چې پورته حقیقت رښتیا کوي.
افغانستان – شاید چې د نولسمې پېړۍ تر وروستیو هم ډېرو خلکو نه پېژانده او نه خو به د دې اړتيا لېدل کېده چې د تعلیمي نصاب په جغرافیه کې دې د دې هيواد نوم راوړل شي؛ خو اوس یې چې د نړۍ په سطحه د نوم له ذکر سره کوم حیثیت دی، په همدومره حیثیت او ارزښت د دې هيواد پېښې د نړۍ د بل هر هيواد په پرتله مهمې او ارزښتناکې دي او په دې هيواد کې د دغه نړیوالو ننګونو پر وړاندې د ولاړو شخصیتونو شخصیت او رهبري ته تردې په څو برابره لوی مقام او خورا ارزښت ورکوي ، په تېره بیا چې د افغانستان له وضعیت سره د نړۍ وضعیت څه،چې د نړۍ نقشه هم تغیير شوه!!.
همدا چې زموږ د هيواد د څلورو لسیزو انقلابونو او جریاناتو د نړۍ وضعیت بدل کړ، ښايي چې د دې هیواد له اراضي نیولې بیا تر ولس، شرایطو، آب و هوا او موقعیت پورې هر څه یې ډېر مهم وي او هر یو یې د دې وړ دي چې تر ځانګړې څېړنې لاندې ونیول شي، نو له هغه څېرو او شخصیتونو به یې څه وایې چې په دغه خاوره کې یې د دغه ولس او ملت رهبري کړې او پر ځان یې راټول کړي ؟!!!
موږ ته په هیواد کې ټول مشران، رهبران، حاکمان او قایدین ښه معلوم دي، که یو وخت په یو چا غولېدلي یو او نه مو دی پېژندلی، خو وخت بیا خپله را پېژندلی، که یوه زمانه یې موږ په ملاتړ کې منډې او نارې وهلې دي، وروستي عقل بیا داسې ترې بېزاره کړي یو،چې د نوم له ذکر سره یې کرکه او نفرت تر ډېره زموږ له ذهنه نه لرې کېږي، دغه غبرګون او عکس العمل د هغو کړنو مولود دی چې زموږ په هیواد کې د بېلابېلو فکرونو او نظریو خاوندانو پر موږ د تسلط او حاکمیت پر وخت له موږ سره ترسره کړي.
د « ښه نه ورک کېږي اوبد نه پاتې کېږي» پر مقتضا به په خپل څلورلسیز انقلاب کې یوه مقایسه او پرتلنه وکړو، چا وژغورلو او چا د وخت نادودو ته ور ټېل وهلو:
په هیواد کې د سیاسي ټيکاو د له منځه تلو او د عمومي وضعیت د بدلون، یا د هیواد د ناخوالو د پيل نېټه د ۱۳۵۷ هش کال د ثور کودتا ښودل کېږي، له هماغې ورځې تر ننه چې نږدې څلوېښت کاله کېږي موږ ډېرې ناخوالې ولیدلې ، په دې ټوله څلوېښت کلنه اوږده موده کې که د ښو د ښه او د بدو د بد تمیز ونه کړای شو ښايي د انتقاد ګوته راته ونیول شي او عقلاً هم ترسوال لاندې راشو .په خپله د ژور سوچ او تاریخي مطالعې په نتیجه کې د رهبري په مقام کې د اشخاصو په پرتله د ټولو له منځه عالي قدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر « مجاهد» ته په ټول درناوي، د هغه عظمت، حقانیت، اخلاص او رښتینولۍ ته قایل یم او له نورو ټولو په ادب! تېرېږم، د هیواد مینه، له ولس سره خواخوږي، وفا او اخلاص یواځې په ده کې وینم، د تېرې څلوېښت کلنې غمیزې تر ټولو خواخوږی او مخلص رهبر یې بولم.
د مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله د شخصیت په اړه یو څو هغه ځانګړنې ذکر کوم چې فکرکوم د ده په شخصیت کې تر نورو ډېرو مهمې دي خو زموږ ډېرو ور پام نه دی :
د ولس د نجات انګېزه
د نوییمو کلونو له ظلم ، جهل، تاریکیو، بربریت او وحشته هر څوک کړېدل او هر هیوادوال دې حالت ته په کتو ځورېده، خو د ولس د نجات داسې انګېزه او فکر به له چاسره نه و چې عملي اقدام وکړي او په دې لار کې د سر په بیه سوچ او سودا وکړي ، دغه د نجات سوچ او عملي اقدام د هیواد له منځه یو تن مجاهد شخصیت چې له روسانو او کمونستانو سره د جهاد او له هغه په را وروسته دوره کې له فساد او خیانته پاک شخصیت و همدا ( ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله) و، چې له شته ظلمونو وحشتونو د افغان مسلمان ولس د نجات او د تېر پاک جهاد د ثمرې د اعادې په نیت یې د (۱۴۱۵هـ ق) کال د محرم د میاشتې په (۱۵) او (۱۹۹۴) میلادي کال کې عملي قدم پورته کړ او د خپلو یو شمېر همداسې دردمنو ملګرو په ملتیا یې د کندهار میوند ولسوالۍ له « سنګ سار» څخه وسله واله مبارزه پيل کړه .
د نظام صلاحیت
په یوه داسې هیواد کې چې د تاریخ ډېره برخه یې له جنګ جګړو ډکه وي او خلک یې سرشوخه او سرشاره وي؛ په یوه نظام راټولول څه اسان کار نه دی، په تېره بیا چې د نوییمو کلونو په څېر ناخوالو سره پکې لاس و ګرېوان وي، هیواد دې په ملوک الطوایفي بدل شوی وي، فساد پکې اوج ته رسېدلی وي، په سیمه کې دې واکدار یو جلا پاچا او واکمن وي، په داسې هیواد او داسې شرایطو کې لومړی د نظام رامنځته کولو او بیا د نظام پر مخ بیولو صلاحیت په هر چا کې نه شي پیدا کېدلی .
امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په افغان ولس د الله تعالی له لوري د نجات او رحمت همداسې لورینه او شخصیت و چې په هماغه ناوړه شرایطو کې یې هیواد شموله نظام رامنځته کړ او په ډېر ښه شان یې دغه نظام رهبري هم کړ، نه یواځې دا چې د نوییمو کلونو تنظیمي جنګونه، فساد، بې دیني، ملوک الطوایفي او بېلابېلې ناخوالې یې ختمې کړې، بلکې د هیواد ارضي تمامیت یې خوندي او د هیواد د شتمنیو د چور او تالان مخه یې ونیوله .
د مرحوم امیرالمؤمنین د دغې لورینې او رحمت احساس هغه چا ته ښه کېدلی شي چې د هغه وخت ظلمونه او ناخوالې یې په خپلو سترګو لیدلې وي .
قوي فراست
فراست هغه قوه ده چې الله تعالی یې د خپلو اولیاوو (دوستانو) په زړونو کې اچوي او په برکت یې د خلکو حال ځان ته معلومولی شي، پيغمبرص فرمايي : د مسلمان له فراسته ځان ساتئ ځکه هغه د الله تعالی د نور په مرسته لیده کاته کوي . [رواه الترمذی]
د نظام د چارو په ترسره کولو او د دومره لوی هیواد او ستر ولس په قیادت کې له مرحوم امیرالمؤمنین رح سره د الله تعالی له ځانګړو مرستو څخه یوه هم هغه فراست و چې نوموړی پرې د الله تعالی له لوري ځانګړی شوی و، له هر مسلمان سره څه ناڅه فراست وي، خو مرحوم امیرالمؤمنین له خورا قوي فراست څخه برخمن و.
د بېلګې په ډول به یې یو څو ذکر کړو (چې له ثقه او کره ملګرو څخه اورېدل شوي) د امارت د حاکمیت په وخت کې اسلامي امارت هڅه کوله چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي په دې هڅو کې و چې یو وخت د سعودي استخباراتو ملا عبدالجلیل اخند ته ویلي و چې که د دغې څوکۍ لپاره حامد کرزی انتخاب کړئ قوی سړی ده، شاید دغه څوکۍ درته وګټي، کله چې دا خبره له مرحوم ملاصیب سره شریکه شوه په ډېر لنډ ډول یې ورته وویل : (( هغه خو د دوی خپل سړی دی موږ ته به څه وکړي، سبا به یې له ځانه داسې اعلان راپسې کړی وي چې بیا به نه جبیره کېږي))
دغه راز په نظامي برخه کې یې په کابل کې د دفاع وزارت مسؤلینو ته ویلي و چې زما شخصي رایه دا ده چې د کابل له لوري د شمال فتحه پرېږدئ، د شمال لوېدیځ ولایتونو فراه او بادغیس له خوا پرې راشئ، خو د نظامي مسؤلینو ټینګار دا و چې نه! د کابل له خوا دې وشي اکمالات اسانه دي او …وخت بیا همداسې ثابته کړه .
د مرحوم د فراست په اړه مفتي محمد تقي عثماني صاحب هم یادونه کړې کله چې د علماوو په یوه هیئت کې کندهار ته تللی و او هلته یې ورسره لیدلي و، نوموړی وايي مرحوم ملاصیب د خورا قوي فراست څښتن و .
آن تر دې چې د امریکایانو پر وړاندې د بیا متحد کېدلو د قوي صف راتلو او بالاخره په افغانستان کې د امریکایانو ماتې او د هغوی له لوري د مذاکراتو غوښتنې او تور لست د له منځه تلو وړاندوینه یې هم کړې وه .
ملا
مرحوم امیرالمؤمین ملا محمد عمر مجاهد رح که هرڅومره وستایل شي او د هغه هر څومره خصوصیتونه یاد شي، تر ټولو مهم صفت او مزاج چې هغه پرې یادیږي هغه د « ملاتوب» هغه صفت دی چې په ټولو صفتونو او خصوصیتونو یې فوقیت پیدا کوي، په افغاني ټولنه کې ملا هغه څوک دی چې ولس په هر وخت او هر رنګه حالاتو کې یوازې د هغه مني، پرهغه اعتماد کوي او بس، بل که د هرې طبقې سړی وي په ټولنه او اجتماع کې به مجبوراً په ملا پسې وي او له ملا سره مخالفت یې له ولس سره په مخالفت تمامېږي، نو هېڅکله نه شي کېدای چې افغاني ټولنه او ملا سره جلا کړل شي علامه اقبال لاهوری رح دغه امتزاج په ښه ډول درک کړی او د شیطانانو په یوه خیالي سلا مشوره کې د هغوی په ژبه وايي :
افغانیوں کی غیرت دینی کا ہے علاج
ملا کو اس کے کوہ و دامن سے نکال دو
د افغانانو د دیني غیرت علاج دا دی چې له سمې او غر څخه یې ملا و اېستل شي
یو خو له لویه سره زموږ په هیواد کې د تاریخ په اوږدو کې د ملایانو په قربانیو او خواریو خاورې اړول شوي او د هغوی ډېرو سترو سترو کارونو ته په کمه سترګه کتل شوي دي، بل زموږ یو شمېر لوسته طبقه په دې فکر دي چې ملا د زعامت اهل نه دی او نه مني چې د هیواد په استقلال او خپلواکۍ کې هر وخت ستره ونډه او رهبري د ملا ده .خو د نوییمو کلونو د ناخوالو خاتمې ته د هرې طبقې لوست خلک او روڼ اندي بې وسه شول، یوازې همدا ملا و چې د خپلو همفکره او دردمنو ملګرو په ملتیا او قربانیو یې دغو ناخوالو ته د پای ټکی کېښود او له منځه تلونکی او ټوټه شوی هیواد یې بېرته واحد افغانستان کړ .په رښتیا چې زموږ ځورېدلي او دردېدلي مظلوم ولس ته د ده شخصیت د نجات الهي لورینه وه، چې زموږ ولس پرې له بې مثله ناخوالو، کړاوونو او نادودو نجات وموند او هېواد مو له تجزیې او له منځه تلو پرې وژغورل شو.
فرحمه الله وجعل الجنة مثواه
له ( احساس مې په قلم کې) کتاب څخه