د جهاد شهكار او د حجرې خړ طالب !!

جبريل سعد له۱۳۹۲لمريز كال راسي د ثور مياشتې۴مه نېټه چې دا يې پرلپسې۱۱كال دی له ځان سره يو ځانگړی ياد لري، د هېواد د ځوانانو له لوري پراخ انعكاس موندلو سره ډېر نور هغه يادونه را ژوندي كوي چې په افغاني ټولنه كې له يو عظيم شخصيت څخه سرچينه اخلي. په دې ورځ د افغانستان […]

جبريل سعد
له۱۳۹۲لمريز كال راسي د ثور مياشتې۴مه نېټه چې دا يې پرلپسې۱۱كال دی له ځان سره يو ځانگړی ياد لري، د هېواد د ځوانانو له لوري پراخ انعكاس موندلو سره ډېر نور هغه يادونه را ژوندي كوي چې په افغاني ټولنه كې له يو عظيم شخصيت څخه سرچينه اخلي. په دې ورځ د افغانستان هغه واكمن وفات شوی چې حكومتولي يې پخوانيو خلافتونو ته ور وگرځوله، دين او سياست يې سره را يوځای كړل او كار خپل اهل ته د سپارلو په لړ كې يې دېني عالمان د سياست ميدان ته را وستل او له دروغ، فريب، ظلم او زياتې څخه پاك شرعي سياست يې د تېرو خلافتونو په څېر د عالمانو له دندو څخه وگرځاوه، رحمه الله رحمةً واسعةً.
جهاد او جهادي خوارۍ او قربانۍ نور نو په ښمر رسېدلې وې، ازادي او خپلواكي راغلې وه، مجاهدين د سياسي ډلو په بڼه د يو سوچه اسلامي حكومت رامنځته كولو لپاره كابل ته را ننوتلي وه او يواځي د هغه اسلامي نظام جوړېدل او حاكم كېدل پاتې و چې۱۴كاله مو پرې د مليونونه نفوسو نه هېرېدونكي قربانۍ وركړې وې. دا نو د مشرانو قوماندانانو كار وه، عسكري مجاهدين نور خپلو كارونو ته پر ستنېدو و، د درسونو طالبان هم بېرته خپلو مدرسو ته راغلل او پاتې درسونه يې پيل كړل، مدرسې پر يو وخت د دېني علم د پتنگانو او ازادۍ د شهكارانو ځالې شوې.
خو يو ناڅاپه د افغانستان له مظلوم او مسلمان ولس، د هغه له ارمانونو، د تېر۱۴كلونو قربانيو او د راتلو په درشل ولاړ اسلامي نظام سره جفا او غدر وشول. دا په خپل نوعيت كې يواځينۍ او د اتيايمو كلونو هغه سناريو وه چې مسلمان ملتونه ترې د تل لپاره پناه غواړي او د هر هغه جهاد په پای كې به يې د پېښېدو قوي اندېښنه وي چې مجاهدين يې تر خپل منځ ډلې ولري، عسكر يې نور ځان خلاص و گڼې او لوبغاړي يې د ارام په لټه كې شي.
د تېر جهاد يو شهكار او اوس د حجرې يو خړ طالب سره د غورځنگ را بوټولو د لومړيو شېبو له سابقينواَوَّلِيْنو يو تن په يوه سخته ورځ د دښمن په حصار كې راځي، وسله نشته، مرمۍ كمې دي، جگړه له ورځې شپې او بيا دوو ته لاړه، ملگری وارخطا دی چې څه به پېښېږي، خو د متين هوډ دغه شهكار طالب بيا هم له پوره ډاډ سره په نورمال حالت له هماغه په ذهن كې ښكل شوې خريطې او پلان سره سم ورته وايي ((موږ اوس يو ډېر لوی كار پيل كړی چې د ورځې، لسو ورځو او مياشتې خبره نه ده…)). له همدې شېبو يې ور پيلوي او د ډله بازو مجاهدينو د جهاد له مودې په ډېر كم وخت او د څو كلونو په ظرف كې د دوی د غدر پر اثر بلواوې، انارشۍ، ټوپك او پاټك سالارۍ له منځه وړي او د هېواد پر۹۵٪خاوره ازادي، خپلواكي او سوچه اسلامي نظام حاكمولو سره د ولس د تېر جهاد ارمانونه او ښمر پر لاس راوړي.
هو ! مرحوم أمير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله چې له لومړي سره پر كوم احساس د جهاد ميدان ته را دانگلي وه، تر پايه يې د جهاد همغه رښتونې موخه تعقيب كړه او وركې تر تمې لوړ بريالی را ووت. موږ وليدل چې له پخواني جهاد او هرڅه سره غدر وشو، ملا صاحب رحمه الله بېرته له سره جهادي بهير نوی او په افغانستان كې يې پرې اسلامي نظام حاكم كړ. ورسره يې د اسلامي امارت پر بنسټ ښودلو سره د يادو غدارانو ښه بديل په توگه د يو بشپړ ملت ځوانان پر ياد سپېڅلي احساس او فكر وروزل او د نوي نسل راتلونكی يې خط مشي كړ. موږ وليدل چې نړيوال صليبي اتحاد يې حاكم اسلامي نظام ترې نسكور كړ، خو هغه د الله تعالی پر كړو وعدو د ټينگ باور پرمټ د ژوند تر پايه د نسكور شوي اسلامي نظام د بيا حاكمولو لپاره پر خپل ټول توان مبارزه وكړه، له مړينې مخكې ورته د هغې د برياليتوب څرك ولگېد او دا دی د هماغه۴۴كاله وړاندې احساس سره سم يې د هغه د لارويانو او جهادي مكتب شاگردانو درېيم ځل بيا اسلامي نظام بشپړ حاكم کړی دی.
همداسې به راتلونكي نسلونه له ياد احساس سره په افغانستان كې د اسلامي نظام د حاكم ساتلو لپاره تر وختونو او عمرونو هڅاند او پر مبارزه بوخت وي او دا به د مرحوم ملا صاحب د هغه مهال چې ځلموټی او په لومړي ځل د جهاد ميدان ته راغلی وه د مبارزې تسلسل، هماغه د نوي جهادي بهير د پيل لومړيو شېبو څخه په ذهن كې د ښكل شوې خريطې او پلان برخه او په اړه يې د همغې څرگندونې (موږ اوس يو ډېر لوی كار پيل كړی…) مصداق وي ان شاءالله چې د هغه يو څرگند كرامت يې گڼلای شو، رحمه الله رحمةواسعة.