نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه نیټه څو تنو پردي پالو کمونستانو په افغانستان کې کودتا وکړه او زموږ هېواد یې د یوې سترې جګړې او بدبختۍ اور ته ټيل واهه. د ثور د اوومې ورځې د جنایت له امله زموږ ولس سخت ځاني او مالي زیانونه وګالل او […]
بسم الله الرحمن الرحیم د اسلامي امارت له بیا حاکمېدو سره سم د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د عفوې د فرمان له مخې په ټول افغانستان کې عمومي عفوه پلې او ټولو افغانانو ته د سولې او ګډ ژوند فرصتونه برابر شول. د اميرالمومنين حفظه الله تعالی د […]
په خواشینۍ سره خبر شوو چې دهېواد جید دیني عالم، د اسلامي امارت دکره کتنې ادارې عضو او دکندهار دجهادي مدرسې استاذ شیخ الحدیث محمدعمرجان اخندزاده په شهادت ورسید. انا لله و انا الیه راجعون د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانیدونکې علمي ضایعه بولي، د اخندزاده صاحب مرحوم، کورنۍ، […]
د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه (عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی) د عالي مقام د (۴۴۱۴) ګڼې او ۲۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټې د حکم او د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات شیخ صاحب په هدایت د یوه مشخص طرزالعمل په اساس د هیواد په کچه له زندانونو څخه (۲۸۵۵) هغه زندانیان چې […]
بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله. أما بعد:فقد قال الله تعالي: قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى (۱۴) […]
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي او د پاکستان د اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي ترمنځ دوه اړخیز مذاکرات ترسره شول. په یادو دوه ورځنيو خبرو اترو کې د سياست څخه د تجارت پر جلاولي، د دواړو […]
تیره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو په کورونو باندې بمبار کړی، چې په پکتیکا کې ۶ تنه ۳ ښځینه او ۳ ماشومان شهیدان شوي او یو کور نړیدلی او په خوست […]
بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله الذي فضل أوقات رمضان على غيره من الأزمان وأنزل فيه القرآن هدى وبينات من الهدى والفرقان والصلاة و السلام علی نبينا محمد و علی آله و أصحابه و التابعین لهم باحسان. امابعد : د افغانستان مؤمن ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ورونو! السلام علیکم ورحمة الله و برکاته! […]
د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د تیرکال په پرتله سږ کال ۳۷ سلنه امینتي پيښې زیاتې شوې. د پيښو په تفصیل کې لیکې چې په دې کې اکثره هغه پيښې دي چې امنیتي ځواکونو د مخدره موادو له چاقچیانو سره وخت په وخت را منځته کړې دي. د […]
د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوو نیمو کلونو کې له یوې خوا په کوردننه د نظام د سیاسي، اداري، امنیتي، اقتصادي او اجتماعي بنیادونو د ټینګښت لپاره هڅې روانې ساتلې دي؛ له بلې خوا یې د سیمې هیوادونو سره اړیکو کې ښه پرمختګ کړی دی. همداراز ا.ا. د ملګرو ملتونو، غربي هېوادونو او […]
بسم الله الرحمن الرحیم نن د دلوې میاشتې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او خروج ۳۵ مه کلیزه ده . د افغانستان اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه او د الله جل جلاله د شکر ورځ بولي او په مناسبت […]
بسم الله الرحمن الرحیم د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستي راپور کې تور پوری شوی چې ګنې په افغانستان کې د القاعدې مرکزونه شتون لري او یا د اسلامي امارت په واکمنۍ کې په افغانستان کې ځينې ډلې فعالې شوې دي. د افغانستان اسلامي امارت دغه ناسم تور په کلکه ردوي، متأسفانه د ملګروملتونو […]
په افغانستان کې د ملګروملتونو نمایندګۍ یا یوناما یو راپور خپور کړ چې په تیرو ۳ میاشتو کې يې په افغانستان کې بشري وضعیت په کې ارزولی دی په دې راپور کې ډير تمرکز د اسلامي شرعیت د تطبیق په مواردو شوی چې له شرعي احکامو څخه د یوناما په ناخبري او حتی په ځينو […]
بسم الله الرحمن الرحیم د افغانستان اسلامي امارت په یمن هېواد باندې د امریکا او بریتانیا لخوا بمبارۍ کول په سختو ټکو غندي. د نړيوالو اصولو ښکاره نقض او په سيمه کې د کړکيچ د لا پېچلتیا لامل يې بولي چې د منځني ختیځ او د سيمي ټولو هيوادونو امنيت او ثبات یې عملاً له […]
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ نویو فارغ شویو فاضلانو او حافظانو ته د دستار بندۍ په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی پیغام الحمد لله وکفی وسلام علی عباده الذین اصطفی! وبعد: فقد قال الله تبارک وتعالی: يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ [البقرة- 269] […]