د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اسانتیاوو په اړه دوه اړخیزه هوکړه

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي او د پاکستان د اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي ترمنځ دوه اړخیز مذاکرات ترسره شول. په یادو دوه ورځنيو خبرو اترو کې د سياست څخه د تجارت پر جلاولي، د دواړو […]

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي او د پاکستان د اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي ترمنځ دوه اړخیز مذاکرات ترسره شول.
په یادو دوه ورځنيو خبرو اترو کې د سياست څخه د تجارت پر جلاولي، د دواړو هېوادونو د وګړو د ګټو په پام کې نیولو سره له خنډونو پرته پر سوداګريزو، ترانزيټي اړيکو ټینګار او لاندې مواردو هوکړې ترسره شوې:
• د اپټا د تړون په اړه د دواړو پلاويو ترمنځ خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې په دوو میاشتو کې باید د اپټا تړون نهايي شي.
• هوکړه وشوه چې پاکستانی لوری به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د کراچۍ په بندرونو کې له نړیوالو کانتینرونو څخه سیمه ییزو کانټینرونو (Cross – stuffing) ته د مالونو انتقال اسانتیاوې برابرې کړي.
• د ترجیحي سوداګرۍ اړوند هوکړه وشوه، چې له دواړو لورو به هغو ۱۰ قلمه صادراتي اموالو ته چې ۸ قلمه يې کرنیز او ۲ يې صنعتي دي، تعرفوي ترجیحات ورکول کېږي.
• د ازمایښتي دورې په ډول د یو کال لپاره د لاریو د تګ راتګ موقت ازاد سند باندې هوکړه وشوه، چې د ۲۰۲۴ له می څه به تطبیقېږي.
• د دواړو هېوادونو د هوايي ډګرونو له لارې د ترانزیټ په ډول (Multi–modal Air Transit) د مالونو د انتقال په برخه کې هوکړه وشوه، چې راتلونکو دوو میاشتو کې به پیل شي.
• د افغانستان د ترانزیتي توکو په اړه د پاکستان د وروستیو اقداماتو په لړ کې، هوکړه وشوه چې د یوې اونۍ په اوږدو کې باید د بانکي ګرنټي الزامي والي لرې شي او د تیر په څیر پر بیمې اکتفا وشي، پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې له افغان اړخ سره په مشوره به د نورو خنډونو د لرې کولو لپاره لازم اقدامات وکړی.
• دواړه لوري جنس پر جنس تجارت (بارټر) څخه منصرف او د بانکي اړیکو د ایجاد او پراختیا په اړه یې موافقه وکړه.
• له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو خبرې وشوې او پاکستاني لوري خپل چمتووالی څرګند ګړ چې په نړیوال نرخ یې پیري.
• موافقه وشوه چې د افغانستان دننه د صادراتي پنبې ضد عفونيکول کافي دي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د لوړ پوړي پلاوي سفر د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د ټینګښت او پراخولو په موخه ترسره شو.

ذبیح الله مجاهد د افغانستان اسلامي امارت ویاند
۱۸/۹/۱۴۴۵هـ ق
۹/۱/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/3/28م