کابل: د پغمان ولسوالۍ د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو له مدیرانو سره تعارفي ناسته وشوه

کابل پغمان ولسوالۍ کې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو له میرانو سره تعارفي ناسته تر سره شوه، په یاده ناسته کې چې جیدو علماوو، د مدارسو مسئولینو او د مکاتبو مدیرانو ګډون کړی وو، د معارف په مهمو مسایلو باندې خبرې وشوې، همدارنګه د مکاتبو طرز العمل هم ور سره شریک کړی شو. د […]

کابل پغمان ولسوالۍ کې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو له میرانو سره تعارفي ناسته تر سره شوه، په یاده ناسته کې چې جیدو علماوو، د مدارسو مسئولینو او د مکاتبو مدیرانو ګډون کړی وو، د معارف په مهمو مسایلو باندې خبرې وشوې، همدارنګه د مکاتبو طرز العمل هم ور سره شریک کړی شو.

د پوهنې مسئولینو لخوا دوی ته اطمینان ورکړل شو، چې د معارف مربوط کارونه به د تېر په څېر په عادي حالت مخ ته وړي، د لا منظم کولو او منسجم کولو کوښښ به کوي او همدارنګه د ټولو مکاتبو مدیرانو نه جدي غوښتنه وشوه تر څو خپل مکاتب په منظم ډول برابر او مخته یې یوسي.

د مجلس په پای کې د ټولو مکاتبو مدیرانو خوښي څرګنده کړه چې د یو اسلامې نظام خاوندان دي او ډاډ یې څرګند کړ چې په تمامه معنا به د اسلامي امارت اطاعت کوي او خپلو فعالیتنو ته به ادامه ورکوي.
۲۰۲۱/۸/۲۲