مجاهد: افغانستان هم له سیاسي او هم له اقتصادي پلوه صعودي ګامونه اخلي

الاماره: ۱۴۴۵/شوال ۱۵ د اسلامي امارت ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان په بهرني سیاست کې په بېسارې توګه ښه او اغیزمن ګامونه اخیستي دي. نوموړي ویلي: «په دا وروستیو کې د هېواد پلازمینه کابل د ګڼو بهرنیو دپلوماتیکو استازو او سیاسي هیئتونو د تګ راتګ شاهد دی. د اسلامي همکاریو د سازمان […]

الاماره: ۱۴۴۵/شوال ۱۵

د اسلامي امارت ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان په بهرني سیاست کې په بېسارې توګه ښه او اغیزمن ګامونه اخیستي دي.
نوموړي ویلي: «په دا وروستیو کې د هېواد پلازمینه کابل د ګڼو بهرنیو دپلوماتیکو استازو او سیاسي هیئتونو د تګ راتګ شاهد دی. د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستیال په مشرۍ د استازولۍ له راتګه نیولی، د روسیې، مالیزیا، قرغزستان، ترکمنستان، اروپايي اتحادیې اونورو دپلوماتانو او استازو تر راتګ، همدا ډول د اسلامي امارت د ترانسپورت د وزیر محترم حمیدالله اخندزاده صاحب په مشرۍ د یو افغان پلاوي د ازبیکستان په ترمذ کې په مهمه غونډه کې تر ګډون پورې ټول پرمختګونه په ډاګه کوي چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی، اړیکې ورسره تأمین شوې او راشه درشه ورسره موجوده ده. »
ښاغلی مجاهد وایي چې: دا اړیکې هره ورځ دپراخیدو او مؤثریت په حال کې دي. یادې هڅې د هېواد د دپلوماتیکې دستګاه په فعالیت اوپه عموم کې د اسلامي امارت په هراړخیزو اړیکو تأمینولو دلالت کوي. همدا ډول به دغه مهمې لیدنې کتنې، ناستې پاستې او راشه درشه افغانستان ته په اقتصادي لحاظ ښه نتایج له ځانه سره ولري.

نوموړي په دې برخه کې د مخالفینو پروپاګند ته په اشارې سره ویلي: « داچې ځينو فکر کاوه، افغانستان به نور منزوي او ګوښه وي، اقتصاد به خرابیږي، له هېوادونو سره به اړیکې نشي تأمین کیدلی، نور دا ډول تصور ناسم ثابت شوی.»

ذبیح الله مجاهد وایي افغانستان په هره برخه کې ښه او مؤثر ګامونه اخیستي او دا هڅې به لا ګړندۍ کړي« اوس جوته شوې چې افغانستان هم له سیاسي او هم له اقتصادي پلوه صعودي ګامونه اخلي او دا هڅې به له لاهم ګړندۍ او مؤثرې شي. ان شاءالله »