محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات – غور سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه

الاماره: ۱۴۴۵/شوال ۲۰ د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه د هرات – غور سړک د جوړولو چارو د پيل پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام‌جار صاحب، د غور والي مولوي احمدشاه دین دوست […]

الاماره: ۱۴۴۵/شوال ۲۰
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه د هرات – غور سړک د جوړولو چارو د پيل پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام‌جار صاحب، د غور والي مولوي احمدشاه دین دوست صاحب، د ٢٠٧ الفاروق قول اردو قومندان مولوي نصرالله مطیع صاحب د غور او هرات ملکي او نظامي مسوولینو هم حضور درلود.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، د ترانسپورټ سکټور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو، یاد سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی، چې د پراختیا او اساسي جوړونې په موخه یې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره پرله‌پسې مجلسونه دوام لري.
محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره عملاً د لویو لارو د بیارغونې کارونه پيل شوي چې له جملې یې دا دي نن د هرات – غور سړک د عملي چارو پرانیسته کوو. دغه سړک د افغانستان له مهمو ملي او لویو پروژو څخه دی، چې د ځمکني ترانسپورټ له لارې هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د دغه ترانسپورټي دهلېز په مسیر کې د مالګې او مرمر ډبرو کانونه هم شته چې بشپړېدل به یې د سوداګرۍ د پراختیا او سیمه‌ییز ترانزیټ په برخه کې مهم رول ولوبوي.
په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د غور ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت شته امکاناتو ته په کتو هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پرانیزي.