د شهيد شيخ القرآن والحدیث خليفه محمد عمر جان اخندزاده تقبله الله ژوندليک

ليکنه: مولوي فضل المنان سعيد (د شهيد شيخ صيب زوی) یوه ټولنه، هیواد او ملت چې په تورو تيارو کې مزل کوي، له ډول – ډول مصیبتونو، بدمرغیو او ناخوالو سره مخ وي او له بلې خوا د نړیوال طاغوتي ځواک تر فزیکي، فکري، اقتصادي او سیاسي یرغل لاندې وي نو په دې حساس وخت […]

ليکنه: مولوي فضل المنان سعيد (د شهيد شيخ صيب زوی)
یوه ټولنه، هیواد او ملت چې په تورو تيارو کې مزل کوي، له ډول – ډول مصیبتونو، بدمرغیو او ناخوالو سره مخ وي او له بلې خوا د نړیوال طاغوتي ځواک تر فزیکي، فکري، اقتصادي او سیاسي یرغل لاندې وي نو په دې حساس وخت کې د ملت او مسلمانې ټولنې لپاره د ویښو، مفکرو، ځیرکو، جهادي او رباني علماوو شتون یوه حیاتي اړتیا ده او له لاسه ورکول یې یقینا د هغې ټولنې او ملت د روح او معنوي ژوند له لاسه ورکول دي.
شهید سعید شیخ الحدیث و التفسیر خلیفه محمد عمر جان اخندزاده صاحب تقبله الله د هېواد له هغو ګوته په شمېر علماوو څخه يو و چې دا ملت یې په ډېره مېړانه، متانت او جرأت سره د علم، عرفان او له طاغوت سره مبارزې ته رهبري کړ او په دې لار کې د وخت هیڅ ډول حوادثو او کږلېچونو له خپل مسیر څخه کوږ نه کړ او نه د حالاتو هیڅ راز جبر ته تسلیم شو او په داسې حالت کې د دې ملت لپاره د هدایت او پوهې مشال و چې دا ملت د نړیوال استبکاري طاغوت له فزیکي، سیاسي او فکري یرغل سره مخ و. شهید شیخ صاحب که له یوه اړخه د تدریس له لارې مسلمانانو ته دیني علم ورساوه، د روحاني حلقو په وسیله یې د هغوی پر تقوی، دیانت او اخلاص کار وکړ، همدا راز بل اړخ ته یې د ټولنیزو غونډو، ویناوو او سیمینارونو په مټ يې هغوی ته د ایثار، جرأت او قربانۍ درسونه ورکړل او د هېواد د ازادۍ او شریعت د نفاذ په سپېڅلې وظیفه کې یې له هیڅ ډول قربانۍ څخه دریغ ونه کړ او په همدې مقدسه لار کې یې خپلې پاکې وینې او معصومه اروا خپل خالق ته وسپارله.

زوکړه او زدکړې:
د شهید شیخ صاحب نوم محمدعمر و، دا چې شیخ صاحب مرحوم له وړکتوبه ډېر صالح او معصوم انسان و مور یې له نازه محمد عمر جان باله.
د استاذ کل مرحوم علامه عنایت الله صاحب مشهور په غبرګي اخنذاده صاحب مشر زوی او د مرحوم حضرت مولانا عبدالرزاق صاحب لمسی په کال ۱۳۴۴ ھ ش کې د خپل پلرني ټاټوبي زابل ولايت د شاجوۍ ولسوالۍ په غبرګي کلي کې په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې دې نېمګړې نړۍ ته سترګې وغړولې.
دا چې د شیخ صاحب کورنۍ له پېړیو راهیسې له دیندارۍ، علم، جهاد او تدریس سره تړلې کورنۍ پاته شوې، نو لومړنۍ زدکړې یې په خپل کور کې د حضرت والد صاحب له شاګردانو څخه پیل کړې خو کله چې د ثور کرغېړن او منحوس انقلاب وشو او پر افغانستان د کمونسټانو واکمني پیل شوه، دیني مدارس او مرکزونه تعطیل شول، شیخ صاحب له خپل مرحوم والد صاحب څخه درسونه پیل کړل، ترڅو چې په کال (۱۴۰۴ھ ق) مطابق (۱۳۶۲ ھ ش) کې پاکستان ته په هجرت کولو اړ شو. تر دې وروسته يې د هجرت په دیار کې په بېلابېلو مدارسو کې د مروجه فنونو د زده کړو لړۍ پر خپل والد صاحب پای ته ورسوله چې بالاخره يې په (۱۴۱۱ هـ ق) مطابق (۱۳۶۹ هـ ش) کې یې له دورة الحدیث څخه د فراغت ویاړ تر لاسه کړ.

درس او تدریس:
شهید شیخ صاحب تقبله الله له درس او تدریس سره بې کچې مینه درلوده، بې ساری اخلاص يې ورته درلود او ځانګړې پاملرنه يې ورته کوله. د همدې اخلاص او ځانګړې وړتيا پايله وه چې په ډېر کم عمر یې بیخي ډېر رزیده او برګزیده اشخاص وروزل، علم یې دومره عام المنفعه شو چې د افغانستان په هر ولایت، ولسوالۍ او کلي کې یې شاګردان درلودل او تر ډېره حده ټول په ښه خدمت مصروف دي.
شهید شیخ صاحب له فراغت وروسته متصل د درس او تدریس په مقدس خدمت بوخت شو. شیخ صاحب تدریس ته د یو عبادت په شکل کتل. له همدې وجې يې په لویو او کوچنیو کتابونو، ډېرو او لږو طالبانو هیڅ باک نه کاوه، په لومړي سر کې یې په وړو-وړو مدرسو کې د وړو-وړو کتابونو درس په ډېره مینه او اخلاص شروع کړ، ان تر دې چې له کوره لرې به له طالبانو سره مدرسه کې اوسیده، زیات مسکنتونه، غربت او مسافرۍ یې وګاللې خو له فراغته تر شهادته یې په تدریس کې هیڅ ناغه ونه کړه. دا چې شیخ صاحب پر کتابونو ډېر برلاسی، د ښه فصاحت څښتن او د زیات اخلاص خاوند و په ډېر لږ وخت کې یې شهرت وموند او د سیمې تر ټولو ذکي او تکړه طالبانو د شیخ صاحب تدریسي حلقې ته رُخ شول او د علاقې د لویو او سترو جامعاتو د توجه مرکز شو.
جامعه دار العلوم هاشمیه (عبدالخالق اغا مدرسه) هغه مهال د سیمې تر ټولو لویه او ستره جامعه بلل کېده. شیخ صاحب په دې مدرسه کې د یو مشر استاد په توګه مقرر شو او دوولس کاله یې هلته زرګونه طالبان وروزل.

تفسیرِ قرآن:
حضرت شیخ صاحب هیڅ فرصت له لاسه نه ورکاوه کله چې به د فنونو له تدریس څخه فارغ شو نو په رخصتیو کې به یې د قران کریم د تفسیر دوره شروع کوله تقریباً پنځلس کلونه یې په پر له پسې توګه د قران کریم د تفسیر دوره وکړه.
په تفسیر کې د شهید شیخ صاحب انداز ډیر عام فهمه او اسان و د تفسیري نکتو او باریکیو پر ځای به یې ډیره توجه د قرآن کریم اصلاحي پیغام ته وه، له همدې امله د دیني زدکړو د طالبانو تر څنګ عام مسلمانان هم ترې مستفید وو.

جامعه نور المدارس کې یې د تدریس لامل
حضرت شیخ صاحب د شیخ المشایخ کسټم خلیفه صاحب مُجاز خلیفه و او حضرت خلیفه صاحب مينه ورسره درلوده او ډېر شفقت يې ورباندې کاوه ان کور ته به ورته راغی. خلیفه صاحب تر وفات مخکې شهید شیخ صاحب ته توصیه کړې وه چې د خلیفه صاحب د نوې جوړې شوې جامعې (نورالمدارس ) خیال به ساتي. کله چې خلیفه صاحب مرحوم وفات شو نو شهيد شيخ صيب له جامعه هاشميې څخه په دې خاطر استعفا ورکړه، تر څو د خليفه صاحب په مدرسه کې تدريس پيل کړي. سره له دې چې جامعه هاشميه د شهيد شيخ صيب کور ته نژدې وه، اقتصادي حالت يې ښه و او په زرګونو شاګردان يې لرل خو بیا يې هم د خلیفه صاحب مرحوم د توصیې په خاطر استعفاء وړاندې کړه او د خلیفه صاحب مرحوم مدرسې کې یې تدریس شروع کړ. هره ورځ به یې په سخت ژمي او وړي کې تقریبا پر موټر سايکل لس کيلوميټره مزل کاوه. تر دې چې په یوې ترافیکي پېښې کې یې لینګی هم مات شو. کله چې يې صحت لږ ښه شو او په زخمي او ناروغ حالت کې ورته تګ-راتګ ستونزمن و نو بيا به په مدرسه کې اوسېده چې بيا ورته د جامعې له له لوري يو وړوکی موټر واخيستل شو.

دوره حدیث:
جامعه نور المدارس ته له تللو سره سم حضرت شیخ صاحب هلته د حدیثو په خدمت مصروف شو، د دورة الحدیث (لویې دورې) ټول کتابونه یې یوازې درسول او چې کله به له لویې دورې فارغ شو بیا به یې وړه دوره شروع کوله. دا سلسله تقریبا تر لسو کلنو روانه وه.
کله چې افغانستان کې اسلامي امارت واکمن شو حضرت شیخ صاحب د حضرت امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړې غوښتنه کندهار ته وبلل شو او هلته د کندهار په جهادي مدرسه کې (چيرته چې د اسلامي امارت په تېره دوره کې د شهيد شيخ صيب والد محترم استاد پاتې شوی و) د حدیثو د استاد په توګه مقرر شو او د شهادت تر کاله یې د وړې او لویې دورې زرګونه طالبانو ته د سپیڅلې نبي پاک او رښتیني احادیث تدريسول.

تصوف او طریقت
دا خبره تر لمر روښانه ده چې د تصوف او طریقت علماء د ځان له اصلاح سره-سره د ټولنې او امت په ښه او موثره طریقه سره اصلاح کولای شي. همدې حقيقت ته په پام زموږ د مذهب سرخیل حضرت امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی له خپل پیر او مرشد سره په دوو کلونو تېرولو ویاړ کوي او همدغه د خپلې بریا اصلي سبب ګڼي. شهيد شیخ صاحب ظاهري علومو کې لوی لاس درلود او د ظاهري علومو له تدریس او ترویج سره يو ځای يې په علمِ تصوف کې زیاتې خوارۍ کښلې دي. بیعت یې له حضرت شیخ المشایخ عرف کسټم خلیفه صاحب سره کړی و او له نن څخه تقریبا ۱۶ کاله وړاندې د مرشد له خوا د خلافت په ویاړ و نازول شو او ویاړ یې هم له نورو خلیفه ګانو ممتاز و، ځکه خپل مرشد د ده جومات ته راغی او د خلافت دستار یې ور وتاړه. د تصوف برکت د حضرت شیخ صاحب په هر عمل، هر ګام او اقدام کې سرایت کړی و، څوک چې له نیژدې ورسره پاته شوي هغوی ته ښه معلومېږي چې شیخ صاحب څومره پاک نیت، للهیت، اخلاص، زهد او تقوی لرله، په هر آن او زمان کې الله تعالی ته کامله توجه او احتیاج او له انساني تکیو څخه لا پرواهي او استغناء یې معمول و.
وروسته بیا سلګونه شاګردانو، مجاهدینو او عامو متدینو مسلمانانو د شهيد شيخ صاحب پر لاس بیعت وکړ او د شهید شیخ صاحب هڅه هم دا وه چې خلګ يو اصلاحي تړاو پيدا کړي، تر څو پر دين عمل ورته اسانه شي.

د ټولنې د اصلاح هڅې:
شهید شیخ صاحب د طالبعلمانو او علماوو د اصلاح او اسلامي تربیې تر څنګ د عامو مسلمانانو اصلاح ته هم بشپړه توجه وه. حضرت شیخ صاحب ته الله تعالی د وینا او خطابت عجیبه ملکه ورکړې وه، ډېره جراره روانه او اغېزمنه ژبه یې لرله، ډېر کله به یې د سیرت تر عنوان لاندې غونډې رابللې له هغه لارې به یې عام مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت، ټولنیز ژوند، اخلاقو او رویې سره اشنا کول. که به د کوم شهید ختم و له هر څومره لېري ځایه یې ځان ورته رساوه او هلته به یې د شهید کورنۍ او پسماندګانو ته د تسلیت تر څنګ په عامو مسلمانانو کې د جهاد د روحیې ژوندۍ ساتلو لپاره ویناوې کولې. له دې سره-سره يې د جهاد په احکامو او د اسلامي امارت په پالیسي د نظامي مجاهدينو د پوهولو لپاره هغوی ته سیمنارونه جوړول او هغلته به یې دوی ته د امارت اسلامي د وسلوالې مبارزې کړنلارې او د اسلام جګړییز اخلاق او اصول بیانول. د سیمینارونو د یو شمیر ګډونوالو قومندانانو په وینا: شهید شیخ صاحب به په سیمنار کې ټینګار به پر دې و: له هیوادوالو سره ډېر نرم او صمیمانه چلن وشي او د هغوی له بې ځایه زورولو څخه ډډه وشي.
د ولس د اصلاح هڅې يې يوازې تر همدې کچې محدودې نه وې. یو وخت د وخت وتلی عالم شهید علامه ذاکري صاحب رحمه الله تعالی د حضرت شیخ صاحب میلمه و، مجلس کې حضرت شیخ صاحب شهید ذاکري صاحب ته یادونه وکړه چې موږ د عوامو د احساناتو پوروړي یو ځکه ټول دیني کارونه د دوی د مالي مرستې په مټ تر سره کوو: مدارس، مساجد، خانقاوې، جهاد او … د دوی د مالي کومک له برکته چلیږي، مګر همدې عوامو ته موږ تر ټولو اهمه او اساسي فریضه (لمونځ) لا نه دی ور زده کړی، د دې لپاره باید یو عملي کار شروع شي او د عملي کولو لپاره یې داسې طرحه ورته وړاندې کړه چې: هر امام دې په خپل جومات کې مقتدیانو ته لمنځونه ور شروع کړي. ذاکري صاحب رحمه الله تعالی دا وړاندیز ومانه او د دې کار لپاره یې طرز العمل جوړ کړ بیا پر جوماتونو را شروع شول او هر جومات کې یې لومړی تقریر کاوه او بیا به یې د کلي امام ته دنده سپارله چې کلیوالو ته به لمونځ او د هغه احکام ورزده کوي. دې کار ډېره ښه نتیجه ور کړه د ډیرو خلکو لمنځونه زده شول او اکثرو ځوانانو له لمانځه سره-سره د قرانکریم زدکړې ته هم مخه کړه.

اتحاد ته کار:
حضرت شیخ صاحب د مسلمانانو د اتحاد کلک ملاتړی او د اختلاف سرسخت مخالف و، له بې ځایه مناظرو او د فرعي مسائلو پر سر یې د علماو له اختلاف څخه ډېر بد وړل. د دورة الحدیث تازه فارغ شویو علماء کرامو ته به یې تل دا توصیه کوله چې نوي ځوان علماء مناظرو او مجادلو کې ډیره دلچسپي لري. پام چې په دې دلدل کې ښکېل نه شئ د دې پر ځای د خلکو پر اصلاح کار وکړئ، عوامو مسلمانانو ته لمنځونه او شرعي احکام ور زده کړئ.
کله چې ځینو بدمرغه کړیو د اسلامي امارت پاک او متحد صف کې د اختلاف د پیدا کولو کوښښ وکړ حضرت شیخ صاحب میدان ته راووت د هغوی دا نعره او داعیه یې په زغرده او برملا په پوره جرأت سره بدبویه وبلله او مسلمانان یې د هغوی په لومو کې له راګیریدلو وساتل.
د دې ترڅنګ یو وخت ځیني مشهوره علماء کرام د وړو-وړو مسائلو پر سر په اختلاف او تفرقې اخته وو، حضرت شیخ صاحب ډیر په خپه و راویې غوښتل، د پوهولو او منع کولو کوښښ یې وکړ او کله چې منع نه شول نو مشرانو ته يې وویل چې په نتیجه کې یې هغه کسان له هر ډول ویناوو او بې ځایه مناظرو بند کړل شول.
د علماء کرامو د یووالي له هڅو سره-سره حضرت شیخ صاحب د عامو مسلمانانو په اتحاد او یووالي کې هم بارز رول درلود. د بیخي ډېرو کسانو کورنی او قومي خپلمنځي تنازعات یې هوار کړل او د هغوی دښمنۍ او بدۍ یې په اتحاد، اخوت او ورورولۍ بدلې کړې.

اسلامي امارت کې یې مسئولیتونه:
مسلمانانو ته عموماً او افغانانو ته خصوصاً چې کومې ناخوالې ور پېښې شوې دي د هغوی اساسي لامل بې اتفاقي او خپلمنځي اختلافونه و، له همدې کبله په افغانستان کې د طاغوت له لوري يوه هڅه د افغانانو تر منځ د اختلاف پيدا کول و خو د الله تعالی په فضل و کرم سره اسلامي امارت دا درک کړه چې اتفاق یې د بریا لامل کیدای شي ځکه یې د اتحاد پر عواملو تمرکز وکړ. دا یو ښکاره حققت دی چې زمونږ د ټولنې سرخیل او لارښود کسان علماء کرام دي بناءً اسلامي امارت د علماوو د یووالي لپاره پر بیلابیلو مواردو کار وکړ ځکه چې ولسي اتحاد د د علماوو له اتحاد سره مستقیمه اړیکه لري.
خو په دې بهیر کې تر ټولو اغېزمن د فقهي مجالسو تر عنوان لاندې د علماوو را یوځای کول و، دا چې د علماوو اتحاد پر داسې کس ممکن وي چې هغه استادِ کل او نوموتی عالم وي، نو په همدې اساس حضرت شیخ شهید تقبله الله تعالی په یوه وخت د دریو فقهي مجالسو قیادت په غاړه لاره په “سیمه‌ییز “او “ساحوي مرکزي مجلس” کې یې د ریاست او په “عمومي مرکزي مجلس” کې یې د نائب رییس مسئولیت درلود چې په ډېر اخلاص او استقامت سره یې انجام کړ.
شیخ شهید رحمه الله تعالی د تدریس، امامت، خطابت او دریو فقهي مجالسو کې له قیادت سره-سره یو بل دروند مسئولیت هم درلود چې د” کره کتنې کمیټې” عضویت و. د دې مسئولیت ارزښت او اهمیت له دې معلومېږي چې مشرتابه مقام حفظهم الله په ځان پسې مربوط کړی و او دی.
لنډه دا چې حضرت شیخ شهید رحمه الله تعالی اسلامي امارت کې هغه اهم او درانده مسئولیتونه تر سره کړي دي چې د اسلامي امارت د بریا لوی لاملونه ورته ویلای شو، یعني په ټوله کې یې اسلامي امارت ته اتحاد ور بښلی دی. رب تعالی دې ځنې قبول کړي. آمین

شهادت:
حضرت شیخ صاحب چې څومره پر مسلمانانو مشفق او مهربانه و په هغومره اندازه د یرغلګرو کفارو او د هغوی د حواریینو په وړاندې سخت او متشدد و، ګوا د رحماء بینهم، اشداء علی الکفار په صفت کامل متصف و. حضرت شیخ صاحب لکه څنګه چې له کمونیستانو سره په عملي جهاد کې برخه درلوده همدا شان یې د کفري صلیبي لښکرو په وړاندې له اولې ورځې په قلم، ژبه او فکر دوامداره او اغېزمنه مبارزه وکړه. دا چې شهید شیخ صاحب ټول ژوند د الله د دین خدمت ته وقف کړی و د شیخ صاحب د ډېرو نیژدې ملګرو له قوله تل به یې په دعاوو کې مرګ هم د الله د دین په خاطر د شهادت په صورت کې غوښت. بالاخره کال ۱۴۰۳ هش د حمل میاشتې پر دېرشمه د دین او هیواد د دښمنانو له لورې په یو ناځوانمردانه برید کې په داسې حال کې په شهادت ورسید چې ټوله برات میاشت روژه و، د رمضان المبارک په اخري عشره کې یې مسنون اعتکاف وکړ او د شهادت په ورځ یې هم د شوال روژه په خوله د جماعت د لمانځه له اداینې وروسته کور ته پر لار و. انا لله و انا الیه راجعون

د جنازې او فاتحې مراسم:
د حضرت شیخ صاحب رحلت نه یوازې د نوموړي کورنۍ باندې بلکې پر ټول هیواد یو ډول تاثیر او رعب درلود. د شهادت خبر یې د یوې لویې غمیزې او حادثې په شکل خپور شو. جسد مبارک یې د شهادت له مقامه تر خپل پلرني ټاټوبي د مشرتابه حفظهم الله په حکم په ځانګړې چورلکه کې انتقال شو. د جنازې لمونځ یې زابل ولایت شاجوی ولسوالي کې د حضرت شیخ صاحب د زوی مفتي فضل الله فاضل صاحب په امامت کې د زرګونه کسانو په ګډون اداء شو او خپل کلي غبرګي کې خاورو ته وسپارل شو.
د حضرت شیخ صاحب فاتحه دوې ورځې په شاجوی ولسوالي کې، یوه ورځ د زابل په مرکز قلات کې، دوې ورځې په کندهار ولایت کې او په ورته وخت کې درې ورځې د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې واخیستل شوه.

د شهید شیخ صاحب د شهادت په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
«په خواشینۍ سره خبر شوو چې د هیواد جید دیني عالم، د اسلامي امارت دکره کتنې ادارې عضو او د کندهار د جهادي مدرسې استاذ شیخ الحدیث محمدعمرجان اخندزاده په شهادت ورسید. انا لله و انا الیه راجعون.
د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانیدونکې علمي ضایعه بولي، د اخندزاده صاحب مرحوم کورنۍ، خپلوانو او متعلقینو ته تسلیت وړاندې کوي.د اسلام د دښمنانو دغه جنایت چې علماء کرام په شهادت رسوي، په کلکه غندي او ستر جرم یې ګڼي. له الله تعالی څخه شیخ الحدیث مولوي محمدعمرجان اخندازه صاحب ته جنة الفردوس، کورنۍ او متعلقینو ته یې جمیل صبر او جزیل اجر غواړي.» والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۱۰/۱۰/۱۴۴۵هـق
۳۱/۱/۱۴۰۳هـق
2024/4/19 م
د دې تر څنګ د جهادي مدارسو عمومي ریاست، تحریک طالبان پاکستان، قلعه جواد حضراتو، جمعیت علماء اسلام او د ځیني نورو دیني ادرسونو له لورې هم د تسلیت او خواشینۍ اعلامیې نشر شوې.
خواخوږۍ او تاثرات:
د حضرت شیخ صاحب شهادت د ټولو هیوادوالو لپاره یوه لویه غموونکې پېښه وه. ان د وخت امیر المؤمنین حفظه الله ډېر په غمګین او دردېدلی و، د امیرالمؤمنین حفظه الله د مجلس د یو تن ګډونوال په وینا: حضرت امیرالمؤمنین حفظه الله د شیخ صاحب د شهادت په ورځ ډیر غمګین او افسرده ښکارېده. په ډېر حسرت او ارمان یې وویل چې شهید شیخ محمدعمرجان اخندزاده صاحب زمونږ د اسلامي نظام او هیواد لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضائعه ده مونږ ټول یې ډېر ودردولو د ځینو خاطرو له بیانولو وروسته یې دعاء وکړه چې الله تعالی دې شهادت قبول او په فردوس جنت ونازوي.
د سرحداتو او قبائلو چارو وزیر محترم نورالله نوري صاحب وویل چې:
شهید شیخ محمدعمرجان اخندزاده صاحب تقبله الله یوازې د یوې ولسوالۍ او ولایت عالم نه و بلکې زمونږ د ټول هیواد بلکې د سیمې په سطح عالم و. د نوموړي شهادت لویه فاجعه ده خو بل لور ته د افتخار ځای هم دی چې ټول عمر یې د الله تعالی د دین په خدمت کې تېر شو خپلې پاکې وینې یې هم په همدې لاره کې الله تعالی ته ډالۍ کړې.
د بهرنیو چارو وزیر محترم جناب امیرخان متقي صاحب وویل چې:
له شهید شیخ صاحب او له مرحوم اخندزاده صاحب سره له ډېره وخته زموږ نیژدې تعلق پاته شوی او هغوی ټول وخت زموږ دیني رهبري کړې، زموږ د کورنۍ په علمي تسلسل کې د دوی رول ډېر مهم و.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر محترم ملا منان عمري صاحب وویل چې:
شهید شیخ صاحب له هغو ګوته په شمېر کسانو څخه وو چې په یو وخت کې هم نوموتی عالم و، هم سیاسي قاید و او هم قومي مشر او د سیمي نفوذي شخصیت و. شهادت یې ځکه لویه غمیزه ده چې مونږ په یو وخت له درو-څلورو تشو سره مخ کوي.
تصانیف:
شهید شیخ صاحب له بیخي ډیرو بوختیاوو سره سره ځیني ناچاپ اثار هم لرل هغه لکه:
۱: فضل من الله شرح کندیا.
۲: احسن التحقیقات فی إثبات الکواکب تحت السموات.
۳: تحفة الأناث في مسائل الحیض والنفاس.
۴: قلة البضاعة فی مسائل الرضاعة.
۵: الحواشي علی مسلم الثبوت.
۶:البضاعة المزجات فی إصلاح التجارات.
د دې تر څنګ یې په پښتو ژبه:
۷: د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولنيز ژوند.
۸: تصوف د شریعت په رڼا کې .
۸: د اعتکاف احکام.
۹: د اولاد اسلامي تربیه.
او ځیني نورې رسالې او ناچاپ کتابونه هم لیکلي چې ډیر ژر به چاپ ته وسپارل شي ان شاءالله.
زامن يې:
د شهید شیخ صاحب پنځه زامن پاته شوي، د هغوی له جملې درو مشرانو ته یې خپل والد شهید شیخ صاحب له دیني علومو څخه د فراغت دستار ورتړلی. دوه کشران یې هم د قرآن کریم حافظان او د دیني علومو ابتدایي زده کونکي دي.