په بدخشان کې د کوکنار د له منځه وړو د بهیر او په وړاندې یې د پيښو ستونزو د څیړنې لپاره هېئت وټاکل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان له مخې چې د کوکنارو د کښت او قاچاق د له منځه وړلو په موخه صادر شوی دی، په ټول هیواد کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي کار روان دی. داچې د بدخشان ولایت د یو شمیر ولسوالیو په ځینو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي. […]

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان له مخې چې د کوکنارو د کښت او قاچاق د له منځه وړلو په موخه صادر شوی دی، په ټول هیواد کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي کار روان دی.
داچې د بدخشان ولایت د یو شمیر ولسوالیو په ځینو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي.
د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو بهیر پيل شوی، ترڅو دا بشرضد بوټی او قاچاق یې له منځه ولاړ شي، او هیڅ سیمه له دې حکم څخه مستثنی نه ده.
متاسفانه ځینو متخلفینو په هغو امنيتي ځواکونو چې د کوکنار په ضد په مبارزه بوخت دي، د هجوم ور وړلو هڅه کړې او خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي.
د یادو پیښو د دقیقې څیړنې لپاره د ریاست الوزرا د محترم مقام له لوري د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري صاحب فصيح الدين فطرت په مشرۍ يو هيئت وټاکل شو، د هیئت په ترکیب کې له فرامینو او حکمونو څخه د تعقیب او نظارت لوی رئيس مولوي صاحب شمس الدين شریعتي، د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق ، د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال ملا رحمت الله نجيب او د بدخشان د علماوو د شورا رئيس مولوي عبدالمومن شامل دي.
یاد هیئت ته دنده سپارل شوې چې د پیښو هراړخیزه څیړنه وکړي او بشپړ راپور یې د ریاست الوزرا محترم مقام ته وړاندې کړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۲۵/۱۰/۱۴۴۵هـ ق
۱۵/۲/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/5/4 م