د دلوې ۲۶ مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ایستلو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم نن د دلوې میاشتې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او خروج ۳۵ مه کلیزه ده . د افغانستان اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه او د الله جل جلاله د شکر ورځ بولي او په مناسبت […]

بسم الله الرحمن الرحیم
نن د دلوې میاشتې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او خروج ۳۵ مه کلیزه ده .
د افغانستان اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه او د الله جل جلاله د شکر ورځ بولي او په مناسبت يې خپل مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وايي.
ريښتیا هم د هیوادونو آزادي او هویت د هغوی د همت، مجاهدې او شهکاریو پوري اړه لري چې الحمدلله په تیرو سلو کلونو کې افغانانو درې ځله په دې میدان کې د الله جل جلاله په نصرت سره بریا ګټلې او د خپل هیواد آزادي او خپلواکي يې تر لاسه کړی ده.
داچې په درېيم ځل هم زموږ هیواد نوی له اشغال څخه د الله جل جلاله په نصرت سره آزاد شوی، څرګندوي چې په افغانانو کې د استقلال غوښتنې حس لاهم په قوت کې موجود دی او د خپل دین او هیواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري.
د تیرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د کامیابۍ څخه به په راتلونکي کې متجاوز هیوادونه عبرت واخلي او د بل ځل لپاره به پر افغانو له هر ډول تجاوز څخه وړاندې سل ځله فکر وکړي.
افغانان صلحه غوښتونکي خلک دي، خو هرځل يې صلحه او امن د بهرنیو یرغلونو او تاړاکونو له امله په جګړه بدل شوی او کلونه ځورول شوي او کړول شوي دي.
د افغانستان مسلمان او غیور ولس باید د تیر په څير په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيئو او دسیسو په وړاندې بیدار و اوسي او د خپل کلک اسلامي تعهد او ملي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او د خپل هېواد ازادي او خپلواکي وساتي، وما ذالک علی الله بعزیز. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۴/۸/۱۴۴۵هـ ق
۲۶/۱۱/۱۴۰۲هـ ش ــ 2024/2/15 م