نویو فارغ شویو فاضلانو او حافظانو ته د دستار بندۍ په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی پیغام

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ نویو فارغ شویو فاضلانو او حافظانو ته د دستار بندۍ په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی پیغام الحمد لله وکفی وسلام علی عباده الذین اصطفی! وبعد: فقد قال الله تبارک وتعالی: يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ [البقرة- 269] […]

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ

نویو فارغ شویو فاضلانو او حافظانو ته د دستار بندۍ په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی
پیغام
الحمد لله وکفی وسلام علی عباده الذین اصطفی!
وبعد: فقد قال الله تبارک وتعالی: يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ [البقرة- 269]
ژباړه: ورکوي (ﷲ) حکمت (نافع علم سره له عمله) هر چاته چي اراده وکړي (د ورکولو یې) او هر چا ته چي ورکړی شو حکمت (نافع علم سره له عمله) نو په تحقیق سره وکړی شو (ده ته) خیر ډیر، او نه اخلي پند مګر خاوندان د عقلونو (صافو چي د وهم او نفسي غوښتنو شوائب پکښي نه وي).
رسول الله صلی ﷲ علیه وسلم فرمایلي دي: من یرد الله به خیراً یفقهه في الدین. [رواه البخاري رقم الحديث 71]
ژباړه: چا ته چي ﷲ تعالی د خير اراده وکړي هغه ته په دين کي پوهه ورکوي.
د مدرسې ټولو شیوخ کرامو، محترمو استاذانو، فارغ شویو فاضلانو، قاریانو، حافظانو او ټولو راغلیو مسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
وبعد: تاسو، ستاسو استاذانو او ټولو خپلوانو ته مباركي وايم، ﷲ پاک دي ستاسو او ستاسو د استاذانو ټولي سعيي او تكاليف قبول کړي او ﷲ جل جلاله مو نصرت او کومک وکړه او ﷲ تعالی مو علم نافع وګرځوه. محترمو وروڼو! په دې کي هیڅ شک نشته چي ﷲ تعالی د علم مدح کړې ده () او خير كثير يې بللى دى، () علماوو ويلي دي: د کوم علم چي ﷲ تعالی مدح کړې ده، له هغه څخه علم نافع مراد دی، () چي په ښه پاک نيت سره حاصل شي () او عمل ور باندي وشي، د نفس د آفاتو څخه خلاصون په راشي، () داسي علم خالص خير دى () او له داسي عالم څخه به په آخرت کي د علم سوال نه کيږي او د ﷲ تعالی د هر قسم عذاب څخه به په امن او سلامتیا کي وي.
كما ورد في الحديث: يَبْعَثُ اللهُ سُبْحَانَهُ الْعِبَادَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ثُمَّ يَبْعَثُ الْعُلَمَاءَ ثُمَّ يَقُولُ: يا مَعْشَرَ الْعُلَمَاءِ إِنِّي لَمْ أَضَعْ عِلْمِي فِيكُمْ إِلَّا لِعِلْمِي بِكُمْ، وَلَمْ أَضَعْ عِلْمِي فِيكُمْ لأُعَذِّبَكُمْ اذْهَبُوا فَقَدْ غَفَرْتُ لَكُمْ. ()
ژباړه: را پورته به کړي الله تعالی بندګان د قيامت په ورځ، بيا به علماء راپورته کړي، بيا به ورته وفرمايي: ای د علماؤ ډلې! ما نه ده ايښی خپل علم په تاسي کي مګر په دي خاطر چي په تاسي مي علم لرل، او ما نده ايښی په تاسي کي خپل علم د دې لپاره چي تاسي ته عذاب درکړم، ځئ نو په تحقيق سره تاسي ته مي بښنه کړي ده.
هغه علم چي د ريا لپاره وي او د دنیوي جاه او عزت د حصول لپاره وي، د داسي عالم څخه به په آخرت کي سوال او پوښتنه کيږي چي علم دي دڅه لپاره و؟ دا سوال به یوازي د دې لپاره وي چي عذاب ورکړي؛ ځکه چي د ده د علم ګټه يوازي تر دنیا پوري محدوده ده، په اخرت کي هيڅ ګټه نه لري، له ټولو څخه تر مخه جهنم ته ځي.
كما في الحديث قَالَ: كَذَبْتَ ، وَلَكِنَّكَ تَعَلَّمْتَ الْعِلْمَ لِيُقَالَ : عَالِمٌ ، وَقَرَأْتَ الْقُرْآنَ لِيُقَالَ : هُوَ قَارِئٌ ، فَقَدْ قِيلَ [الحدیث] () رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم به دا دعا كوله اللهم لا تجعل الدنيا أكبر همنا ولا مبلغ علمنا. [الحديث] ().
وروڼو! توصیه مو درته دا ده:
په خپل علم عمل مه پرېږدئ! ()
علم د دنيا د حصول ذريعه مه جوړوئ! ()
ټولو انسانانو ته په خپل علم سره نفع ورسوئ! ()
په علم سره دعوت الی ﷲ وکړئ! ()
په خپل علم تعلیم او درس وکړئ! ()
د اختلافونو څخه ځانونه وساتئ! ()
د تكبر او لويي څخه ځانونه وساتئ! ()
په فقهي مجالسو کي ګډون کوئ! ()
په افاده باندي بخل او له استفادې څخه منع مه كوئ! ()
د مشرانو علماوو خصوصاً د خپلو استاذانو قدر کوئ! ()
پر کشرانو شفقت کوئ! ()
درس مه پریږدئ! ()
پر طالبانو باندي رحم کوئ! ()
ښه سبقان ورته وایاست، سبقان مه ورقضاء کوئ او کتابونه تر پایه ورته وایاست! ()
په شرعي امورو کي د خپلو امیرانو اطاعت کوئ! ()
د ﷲ تعالی ذکر ډیر کوئ! ()
دعاګاني ډېري كوئ! خصوصاً د اسلامي نظام د بقاء او خپلو امیرانو ته پر شریعت باندي د استقامت او عدالت دعاوي کوئ او موږ ته هم دعاء کوئ! ()
ﷲ پاک مو حافظ او ناصر شه!

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة الله اخندزاده