په افغانستان کې د امنيتي پيښو په ارتباط د ملګرو ملتونو راپور دجل او مغرضانه دی

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د تیرکال په پرتله سږ کال ۳۷ سلنه امینتي پيښې زیاتې شوې. د پيښو په تفصیل کې لیکې چې په دې کې اکثره هغه پيښې دي چې امنیتي ځواکونو د مخدره موادو له چاقچیانو سره وخت په وخت را منځته کړې دي. د […]

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د تیرکال په پرتله سږ کال ۳۷ سلنه امینتي پيښې زیاتې شوې.
د پيښو په تفصیل کې لیکې چې په دې کې اکثره هغه پيښې دي چې امنیتي ځواکونو د مخدره موادو له چاقچیانو سره وخت په وخت را منځته کړې دي.
د دې پرځای چې دغه عملیات چې د مخدره توکو له قاچاقبرو سره وخت په وخت رامنځته شوې، وستایل شي او د امنیتي ځواکونو په بیدارۍ تعبیر شي، په عموم کې له دې موضوع څخه د افغانستان د بې امنه ښودلو لپاره استفاده شوې.
په داسې حال کې چې د اسلامي امارت امنیتي ويښ او زړور ځواکونه د هیواد په بیلابیلو برخو کې هره ورځ د مفسدینو، غلو، اختطافچیانو، قاچاقبرو او ناوړه کسانو په وړاندې په اجرأتو او مبارزه بوخت دي او په یادو مواردو کې د تیر کال په پرتله فوق العاده مثبت تغیر راغلی او دغه پېښې کمې شوي.
د نشه يي توکو سره د ګړندۍ مبارزې له امله، تیرکال څه د پاسه څوارلس زره قاچاق وړونکي نيول شوي او محاکمو ته سپارل شوې، دغه راز څه باندې پنځه نيم زره ټنه نشه يي توکي له منځه وړل شوي. تر دولس سوه، د مخدره موادو فابریکې ویجاړې شوې دي او ۱۵ زره او ٣٠٠ هکتاره ځمکه له نشه يي توکو پاکه شوې ده.
له دې څخه یې معلومولای شو چې د ملګرو ملتونو په نوم سازمان څه ډول زموږ د خلکو د ذهنیت په خرابولو اخته ده او امنیت په نا امنۍ تعبیروي.
دغه کړنه د ځينو مشخصو استخباراتي کړیو او شریرو جهتونو چې په اسلامي امارت د فشارونو د واردلو ناکامه هڅې کوي په غوښتنه ترسره کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت یاد راپورته د شک په سترګه ګوري او په دې برخه کې د ملګروملتونو د سازمان له نوم او عنوان څخه یې بده استفاده بولي.
د اسلامي امارت ویاند دفتر
۲۵/۸/۱۴۴۵هـ ق
۱۷/۱۲/۱۴۰۲هـ ش ــ 2024/3/7 م

Img 20240307 Wa0075چ