په یمن هېواد باندې د امریکا او بریتانیا لخوا د بمبار په غبرګون کې د اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم د افغانستان اسلامي امارت په یمن هېواد باندې د امریکا او بریتانیا لخوا بمبارۍ کول په سختو ټکو غندي. د نړيوالو اصولو ښکاره نقض او په سيمه کې د کړکيچ د لا پېچلتیا لامل يې بولي چې د منځني ختیځ او د سيمي ټولو هيوادونو امنيت او ثبات یې عملاً له […]

بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان اسلامي امارت په یمن هېواد باندې د امریکا او بریتانیا لخوا بمبارۍ کول په سختو ټکو غندي.
د نړيوالو اصولو ښکاره نقض او په سيمه کې د کړکيچ د لا پېچلتیا لامل يې بولي چې د منځني ختیځ او د سيمي ټولو هيوادونو امنيت او ثبات یې عملاً له جدي خطر سره مخ کړی دی.
امریکا او شریکان یې باید له خپلو تیرو تجاوزونو او ناکامیو څخه عبرت واخلي.
له بده مرغه سيمه‌ييز او نړيوال اغېزناک دولتونه ونتوانېدل چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثرو اقداماتو نشتون د دې لامل شو چې نورو هیوادونو ته جګړه پراخه او سيمه په نا امنۍ او بې‌ثباتۍ کې ښکېل کړي.
د اسرائیلي جنایاتو له ملاتړه را نیولی پر یمن تر برید پورې، ټولې کړنی غیر انساني، پارونکي او په مسلمانو ملتونو باندې مخامخ تیری دی.
امریکایي او بریتانوي ولسونه باید خپل حکومتونه سرکښۍ، تمرد او بشر ضد کړنو ته برېنږدي، ځکه د دغسې ظالمانه اقداماتو په پایله کې نوموړي ملتونه هم زیان او صدمه ویني.
د افغانستان اسلامي امارت له مسلمانو هېوادونو څخه غواړي چې له فلسطین او نورو مسلمانو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي او په دا ډول حساسو شرائطو کې خپل منځي واړه واړه اختلافات څنګ ته کړي او د یوه امت په توګه د مظلومانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا کړي.
همدا راز له تاثيرګذاره هېوادونو غواړو چې د سيمې د لا زياتې بې‌ثباتۍ د مخنيوي په موخه لاس په کار شي او پر صهيونيستي رژيم او ملاتړو يې ټول فشار وارد کړي ترڅو د فلسطيني ولس ټول‌وژنه او پر يمن بريدونه په عاجل ډول متوقف او د فلسطین قضیې ته دایمي حل را وباسي. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۴۵/۷/۱ھ ق

۱۴۰۲/۱۰/۲۳ھ ش – 2024/1/13م