د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

بسم الله الرحمن الرحیم د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستي راپور کې تور پوری شوی چې ګنې په افغانستان کې د القاعدې مرکزونه شتون لري او یا د اسلامي امارت په واکمنۍ کې په افغانستان کې ځينې ډلې فعالې شوې دي. د افغانستان اسلامي امارت دغه ناسم تور په کلکه ردوي، متأسفانه د ملګروملتونو […]

بسم الله الرحمن الرحیم
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستي راپور کې تور پوری شوی چې ګنې په افغانستان کې د القاعدې مرکزونه شتون لري او یا د اسلامي امارت په واکمنۍ کې په افغانستان کې ځينې ډلې فعالې شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت دغه ناسم تور په کلکه ردوي، متأسفانه د ملګروملتونو له آدرس څخه د افغانستان په اسلامي امارت باندې د تور پورې کولو یو منظم پروګرام پيل شوی چې تل پروپاګند کوي.
دا د ملګروملتونو له آدرس څخه سوء استفاده ده چې متأسفانه غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي چې دغه ډول استفاده دوام وکړي.
موږ پوهیږو چې د امنیت شورا ځينې غړي هیوادونه په افغانستان کي له شکست سره مخ شوي، هغوی به طبعا خپله کینه پالي او دغه راز افواهات به خپروي، خو هغه نور غړي هېوادونه چې له افغانستان سره یې اړیکې ښيې دي، باید اجازه ورنکړي چې د دغه لوی نړیوال نهاد حیثیت خراب شي او تصامیم یې د څو هیوادونو د سياسي اهدافو پر محور وڅرخيږي.
په افغانستان کې د القاعدې اړوند هيڅوک شتون نه لري اونه هم اسلامي امارت چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا په ضد استفاده وکړي.
متأسفانه د امنیت شورا راپورونه له هغو منابعو سرچینه اخلي چې شل کاله د خپلو گټو لپاره د اشغال ترڅنگ ولاړ وو او د افغانستان له آزادۍ، ابادۍ او امنیت سره حساسیت لري.
هيله کېږي چې د ملګروملتونو امنیت شورا پرېنږدي راپورونه يې د سياسي او اقتصادي منفعت‌طلبو د اهدافو ښکار شي او په افغانستان کې خپل حيثيت او اعتبار له سوال سره مخ کړي.
د يادونې ده چې د وروستي شل کلن ناورين يو اساسي لامل د دغه ډول بې‌بنياده معلوماتو پر اساس قضاوتونه وو.
والسلام
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۰/۷/۱۴۴۵هـ ق
۱۲/۱۱/۱۴۰۲هـ ش ــ 2024/1/31 م