په افغانستان باندې د پاکستاني الوتکو د تجاوز په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

تیره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو په کورونو باندې بمبار کړی، چې په پکتیکا کې ۶ تنه ۳ ښځینه او ۳ ماشومان شهیدان شوي او یو کور نړیدلی او په خوست […]

تیره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو په کورونو باندې بمبار کړی، چې په پکتیکا کې ۶ تنه ۳ ښځینه او ۳ ماشومان شهیدان شوي او یو کور نړیدلی او په خوست ولایت کې یو کور نړیدلی ۲ تنه ښځینه شهیدانې شوي دي.
د عبدالله شاه په نامه کس چې پاکستانی اړخ یې په پيښه کې د په نښه کیدو ادعا کوي هغه په پاکستان کې دی، بله داچې په یاده سیمه کې په دواړو غاړو کې یو قوم اوسیږي چې ورځنی تګ راتګ او ګنې خپلویانې لري.
د ا.ا.ا. یاد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان په حریم تجاوز او تیری بولي.
د افغانستان اسلامي امارت، چې د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچاته پخپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي.
پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرېنږدې چې د پوځ څو تنه جنرالان په دغه ډول بې باکه کړنو سره د تېرو شلو کلونو په څیر د نورو جهتونو د گټو لپاره خپلو غلطو سیاستونوته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هیوادونو اړیکې خرابه کړي.
پاکستان باید پخپله خاوره کې د پيښو د نه کنترول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي ځکه
داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.
د افغانستان اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفاده د چا امنیت خراب کړي.
Img 20240318 Wa0024
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۸/۹/۱۴۴۵هـ ق
۲۸/۱۲/۱۴۰۲هـ ش ــ 2024/3/18 م