رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله الذي فضل أوقات رمضان على غيره من الأزمان وأنزل فيه القرآن هدى وبينات من الهدى والفرقان والصلاة و السلام علی نبينا محمد و علی آله و أصحابه و التابعین لهم باحسان. امابعد : د افغانستان مؤمن ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ورونو! السلام علیکم ورحمة الله و برکاته! […]

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله الذي فضل أوقات رمضان على غيره من الأزمان وأنزل فيه القرآن هدى وبينات من الهدى والفرقان والصلاة و السلام علی نبينا محمد و علی آله و أصحابه و التابعین لهم باحسان.

امابعد : د افغانستان مؤمن ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ورونو!

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا عادت وو چې د روژې میاشتې له رارسېدو څخه مخکې به یې صحابه کرامو او نورو مسلمانانو ته د روژې د ترهيب او ترغيب په اړه توصیې کولې.

بناء له هر څه وړاندې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو، په ځانګړي ډول د افغانستان مسلمان ولس ته مبارکي وایم. 

دغه مبارکه میاشت د توبې او عبادت میاشت ده، چې ټول نېک عملونه پکې د نورو وختونو په پرتله څو برابره زیات اجر او ثواب لري. الله تبارک و تعالی دې موږ او تاسې ټولو ته په دې مبارکه میاشت کې د توبې، استغفار، ذکر، طاعت او مقبول عبادت توفیق راپه برخه او په کامل صحت او عافیت سره د مبارکې روژې فریضې اداء کولو توان راکړي. آمین یا رب العالمین 

د روژې په مبارکه میاشت کې قرانکریم نازل شوی، په دې میاشت کې د نفس د تزکیې، الله تبارک و تعالی ته د رجوع، د مسلمانانو ترمنځ د خواخوږۍ او اتحاد، صله رحمۍ او پر بې وسو او بې وزلو د شفقت او صدقې مهم فرصت دی.

هیله ده د مبارکې روژې دغه ارزښت او فضیلت ته په پام سره، د اجر او مغفرت له دې معنوي لحظاتو څخه ټول مسلمانان استفاده وکړي. 

پر علمای کرامو او د مساجدو په خطیبانو او ملا امامانو غږ کوم چې په رمضان المبارک میاشت کې دې په مساجدو کې د تراویح لمانځه اداء کولو ترڅنګ د دیني تعلیم، دعوت او د قرآن عظیم الشان د ترجمې یا تفسیر دورې جوړې کړي، ترڅو عام مسلمانان د الهي کلام له معنی او مقصد څخه خبر شي. مسلمانان وروڼه دې هم په پوره شوق د قرآن کریم د تلاوت ترڅنګ د قران کریم د ترجمې او تفسیر په درسونو کې ګډون وکړي. 

دا چې رمضان المبارک د خواخوږۍ او صله رحمۍ پیغام لري او په روژه نیولو سره موړ انسان د وږي له حاله خبریږي، بناء له ټولو هیوادوالو هیله لرم، هغه که حکومتي مسؤلین یا عام توانمند هیوادوال او پانګه وال دي، د بې وسه او فقیرو مسلمانانو مرسته دي وکړي. خصوصا هغه هیوادوال چې په زلزلو او نورو طبعي پيښو کې زیانمن شوي او همدارنګه راستانه شوي مهاجرین، د شهیدانو کورنۍ، کونډې او یتیمان باید له یاده ونه باسو. 

ډېر ځله داسې پېښیږي چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د یو شمېر فرصت طلبه خلکو لخوا په بازارونو کې د خوراکي او ضرورت وړ توکو نرخونه ناڅاپي لوړېږي، څرنګه چې رمضان المبارک د لورئینې او ترحم میاشت ده، نو تجاران او پلورونکي باید نرخونه د امکان تر حده را ټیټ کړي، ترڅو د بې وسه هیوادوالو مرسته وشي. ټول مسؤل چارواکي باید د نرخونو د لوړیدو د مخنيوي په موخه جدي نظارت او اړين اقدامات وکړي.

سږ کال د روژې میاشت په داسې حال کې راځي، چې د اسلامي نړۍ په یوه نه بیلېدونکې برخه فلسطین په خاص ډول غزه کې پر بې وسه مسلمانانو د صهیونیستي یرغلګرو لخوا سخت ظلم او وحشت روان دی *او نړۍ يې په رڼو سترګو ننداره کوي.*

 موږ یو ځل بیا پر ټول بشریت خصوصاً نړیوالو سازمانونو او اسلامي هیوادونو غږ کوو چې د دغه روان ظلم او وحشت په پای ته رسولو کې خپل مسؤليت ادا او د غزې د مظلومو مسلمانانو عاجل لاسنيوي او ملاتړ ته راوړاندې شي. څه چې په غزه کې جریان لري، د بشریت د تاریخ پر ټنډه تور داغ دی او هغه هیوادونه چې دې ظلم ته یې لار هواره کړې یا یې د مخنیوي لپاره واقعي هڅې نه کوي، د صهیونستي یرغلګرو جرمي شریکان دي. 

په پای کې یو ځل بیا د رمضان المبارک میاشتې په راتګ سره د ټول اسلامي امت فرد، فرد ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوم او دعا کوم چې د دې مبارکې میاشتې په برکت دې الله تعالی د مسلمانانو ترمنځ بشپړ اتحاد او خواخوږي رامنځته کړي. الله تعالی دې د بې وسه او تر ظلم لاندې مسلمانانو حافظ او مرستندوی شي. په دې مبارکو شپو او ورځو کې له ټولو مسلمانانو څخه غواړو چې خصوصاً د فلسطین مسلمانان په خپلو دعاګانو کې یاد وساتي او د هغوی هر قسم مرسته او معاونت وکړي.

آمین یا رب العالمین، و ما ذالک علی الله بعزیز

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء 

الحاج ملا محمد حسن آخند

۱۴۴۵/ ۰۸/۲۹/