د یوناما لخوا خپور شوی راپور تر ډيره په ناسم پوهاوي ولاړ دی

په افغانستان کې د ملګروملتونو نمایندګۍ یا یوناما یو راپور خپور کړ چې په تیرو ۳ میاشتو کې يې په افغانستان کې بشري وضعیت په کې ارزولی دی په دې راپور کې ډير تمرکز د اسلامي شرعیت د تطبیق په مواردو شوی چې له شرعي احکامو څخه د یوناما په ناخبري او حتی په ځينو […]

په افغانستان کې د ملګروملتونو نمایندګۍ یا یوناما یو راپور خپور کړ چې په تیرو ۳ میاشتو کې يې په افغانستان کې بشري وضعیت په کې ارزولی دی
په دې راپور کې ډير تمرکز د اسلامي شرعیت د تطبیق په مواردو شوی چې له شرعي احکامو څخه د یوناما په ناخبري او حتی په ځينو مواردو کې په اسلامي احکامو باندې د نیوکو بڼه لري.
د افغانستان اسلامي امارت د خپل ولس په ملاتړ د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړی، اوس يې چې حاکمیت په لاس کی دی، باید د اسلامي شریعت ټول موارد که هغه د نارینه وو پورې اړه لري یا تر ښځينه وو پورې بشپړ تطبیق کړي.
د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپیریال، همدا ډول د محاکمو لخوا په شرعي بڼه د شرعي سزاګانو تطبیق، په ټولنه کې د فکري او عقیدوي انحراف مخنیوی، دا ټول د یوه متعهد اسلامي حکومت شرعي وجیبه او دنده ده.
داچې یوناما په یادو مواردو نیوکه کوي او یا ښکاره اسلامي احکام د بشرحقوقو خلاف عمل بولي، دا پخپله د یوه ولس باورونو او معتقداتوته سپکاوی دی.
اسلامي امارت یوناما ته توصیه کوي چې په ناخبرۍ سره د افغانستان د خلکو په دیني او ارزښتیزو موضوعاتو باندې بې ځایه نیوکی ونه کړي.
کوم کارونه چې د اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت، محاکم او یا نور اصلاحي نهادونه یې ترسره کوي، هغه له ژور تحقیق وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم ترسره کیږي چې هم شرعي او هم قانوني بڼه لري، دا نه کومه خپلسري ده اونه هم د چا په حق تیری، بلکې برعکس دیادو احکامو نه تطبیق ظلم او تجاوز ته لاره هواروي او د اسلامي احکامو ترک کول د ټولنې د فساد، بغاتونو او جنګونو د راپاریدو سبب ګرځي. والسلام
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد
۱۰/۷/۱۴۴۵هـ ق
ــ ۲/۱۱/۱۴۰۲هـ ش ــ 2024/1/22 م