افغان

راشد کامران محکومو ته په ډانګ د حق صدا کوي افغان ناره د لا اله الا الله کوي افغان شمله د غزنوي او ابدالي به ټیټه نه کړي سیالي د درست جهان به خامخا کوي افغان محبوبه پیغمبره! ستا امت بې څوکه نه دی ستا پاتې شریعت سره وفا کوي افغان مسلم مملکتونه ټول یو […]

راشد کامران

محکومو ته په ډانګ د حق صدا کوي افغان
ناره د لا اله الا الله کوي افغان

شمله د غزنوي او ابدالي به ټیټه نه کړي
سیالي د درست جهان به خامخا کوي افغان

محبوبه پیغمبره! ستا امت بې څوکه نه دی
ستا پاتې شریعت سره وفا کوي افغان

مسلم مملکتونه ټول یو تن دی خو بې حسه
ژوندی دی او د زړه غوندې درزا کوي افغان

هغه شل کلنی دریځ یې ومانه نړۍ
خبره ښه په نره په رښتیا کوي افغان

د تور جمهوریت په مخ یې تف لاړې توکلې
راشده اعتماد به په ملا کوي افغان