څوک یې ویني نه، خو ښکلی ښکلی ګرځي

شاعر: پیر محمد کاروان پر ولاړو اوبو خلی خلی ګرځي را روان سړی څه غلی غلی ګرځي په پسته رڼا یې ویښې ویدې سترګې د آسمان سپوږمۍ ته پلی پلی ګرځي په دیوال یې اوږه ولګېده خوږ شو د دیوال سیوري ته څلی څلی ګرځي غواړي غره ته لاړ شي، واغوندي وزرې چې سبا ورپسې […]

شاعر: پیر محمد کاروان

پر ولاړو اوبو خلی خلی ګرځي
را روان سړی څه غلی غلی ګرځي

په پسته رڼا یې ویښې ویدې سترګې
د آسمان سپوږمۍ ته پلی پلی ګرځي

په دیوال یې اوږه ولګېده خوږ شو
د دیوال سیوري ته څلی څلی ګرځي

غواړي غره ته لاړ شي، واغوندي وزرې
چې سبا ورپسې کلی کلی ګرځي

سرګردان په حقیقت پسې راوتی
لا راغلی نه دی تلی تلی ګرځي *

د کاروان نوی غزل یې زمزمه دی
څوک یې ویني نه، خو ښکلی ښکلی ګرځي

۱ جدي ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
*تلی تلی یعنې تللی تللی، د تللی کلمه په قافیه کې لږه د سکتې سره راتله.