زرین تاریخ/ کامران

عبدالرشید کامران  تړلی په ځنځیر، ته د دوران نه وې، روان وې په قید کې د زمین او د زمان نه وې، روان وې سیندونو، طوفانونو پاتې نه کړې له هدفه کیسه کې د صحرا او بیابان نه وې، روان وې عمر(رض) وې، د ابلیس زامن به نه درتلل په مخه مرید چې د خپل […]

عبدالرشید کامران 
تړلی په ځنځیر، ته د دوران نه وې، روان وې
په قید کې د زمین او د زمان نه وې، روان وې

سیندونو، طوفانونو پاتې نه کړې له هدفه
کیسه کې د صحرا او بیابان نه وې، روان وې

عمر(رض) وې، د ابلیس زامن به نه درتلل په مخه
مرید چې د خپل نفس او شیطان نه وې، روان وې

خالد (رض) وې، په لښکرو به دې نه ډکیدي سترګي
له جنګ پرته د بل څه په ارمان نه وې، روان وې

سکروټې دې د تن په وینو مړې کړې، موحّده!
بلال (رض) ولې، په مینه کې په ځان نه وې، روان وې

رشیده! هند اوسیند به دې تڼاکې ښکلولې
په خپلو کې عبث لاس او ګریوان نه وې، روان وې