ثالث عمره!!

شاعر: تپاند زهاد صدقه دې له غیرت ثالث عمره! ویاړم ستا په قیادت ثالث عمره! په رښتیا چې ته ولي د زمانې وې وې لایق د خلافت ثالث عمره! يرغلګر دې په ګونډو کړلو اتله! وې مؤسس د امارت ثالث عمره! د منبر او د سنګر وې ته ساتونکی ځار شم ستا له شهامت ثالث […]

شاعر: تپاند زهاد

صدقه دې له غیرت ثالث عمره!
ویاړم ستا په قیادت ثالث عمره!

په رښتیا چې ته ولي د زمانې وې
وې لایق د خلافت ثالث عمره!

يرغلګر دې په ګونډو کړلو اتله!
وې مؤسس د امارت ثالث عمره!

د منبر او د سنګر وې ته ساتونکی
ځار شم ستا له شهامت ثالث عمره!

‏د جهاد ستر بنسټګر وې زموږ مشره!
قربان ستا له سیاست ثالث عمره!

پیشګویي دې شوه ثابت د زړو رهبره!
منو ستا موږ کرامت ثالث عمره!

د اسلافو په قدم باندې روان وې
دین ته وکړ تا خدمت ثالث عمره!

زه تپاند زُهاد په هر کردار دې ویاړم
ستا سره مې محبت ثالث عمره!