فتحې مبارک شه

حافظ محمد قاسم زهیب فتحې مسلسلې مبارک شه د مورچل غازي ځار شم د غزني او کندهار، روزګان، زابل غازي اې د تورو څڼو، تور ثقیل، لوڅ لنډ کروزر یاره! حمد د خدای ادا کړه فتوحات دي پل په پل غازي ژاړي د باګرام، ابوغریب، ګونتنامو پېغلې مات کړه زندانونه څه په جنګ، څه په […]

حافظ محمد قاسم زهیب
فتحې مسلسلې مبارک شه د مورچل غازي
ځار شم د غزني او کندهار، روزګان، زابل غازي

اې د تورو څڼو، تور ثقیل، لوڅ لنډ کروزر یاره!
حمد د خدای ادا کړه فتوحات دي پل په پل غازي

ژاړي د باګرام، ابوغریب، ګونتنامو پېغلې
مات کړه زندانونه څه په جنګ، څه په تونل غازي

وروڼو په څېر اوسئ هر تعصب او هر عناد پرېږدئ
خپلو کې نرمي کړئ، شفقت کړئ، یو پر بل غازي

پاته د نجات یوازینۍ د جهاد لاره ده
دا لاره به څارو کړو په دې لاره مزل غازي

وایمه زهیب د دین وطن محافظینو ته
خدای دې عوض درکړي د سختیو یو په سل غازي