د زرین تاریخ امیر

شاعر: تسل منیب ‏څه زرین تاریخ دې پرېښودو اميره! ای په خوی خصلت پاچا په رنګ فقیره! که نړۍ درته هر څو ګواښونه وکړل ته تېر نشوې د قرآن له سپین مسیره د دنیا د خــواهــــــــشـاتو مقابل کې نه دې خرڅ کړلو ایمان او نه ضمیره ائـنـده که مــېړني چــېرته یادېــږي ع م ر توري […]

شاعر: تسل منیب

‏څه زرین تاریخ دې پرېښودو اميره!
ای په خوی خصلت پاچا په رنګ فقیره!

که نړۍ درته هر څو ګواښونه وکړل
ته تېر نشوې د قرآن له سپین مسیره

د دنیا د خــواهــــــــشـاتو مقابل کې
نه دې خرڅ کړلو ایمان او نه ضمیره

ائـنـده که مــېړني چــېرته یادېــږي
ع م ر توري به وي د ټــولو مـــيره

پس له شل کلنو ستا خبر رښتیا شوه
صلیب ټیټې سترګې درومي ډېر حقیره

د ایثار د قربانۍ او ننګ سمبول وې
ای د عـشق د مـدرسې پيران پیـره

لارویان دې، دي منزل ته رسېدونکي
خیر که ټوله شپه یې تېره د شبګیره

ته خبر یې هغه سپینه ماڼۍ هم نن
کړي عذرونه د شمشاد او د پامیره

د تسل منیب هــمېـش دغه دعاء ده
ستا په ګور دې رحمتونه وي کثیره

ثالث عمر رحمه الله رحمة واسعة