کــابــــله!!!

عابدالحق (عابد) په قوي هوډ او قوي عزم به درځم کابله نازک وجود به دې له سرو وينو ساتم کابله له هر جومات، له هر ممبره به آواز پورته کړم د امن کور دى، زه يې بيا ودانوم کابله هر طاغوتي او يرغلګر پر تا يرغل کړى دى دا اشغالګر به زه ضرور له تا […]

عابدالحق (عابد)
په قوي هوډ او قوي عزم به درځم کابله
نازک وجود به دې له سرو وينو ساتم کابله

له هر جومات، له هر ممبره به آواز پورته کړم
د امن کور دى، زه يې بيا ودانوم کابله

هر طاغوتي او يرغلګر پر تا يرغل کړى دى
دا اشغالګر به زه ضرور له تا شړم کابله

څوک چې دا ستا د تجزیې خوب او خيالونه ويني
دا خوب او خيال به یې محال حسابوم کابله

دلته به امن وي سکون به وي آرام به وي
دلته د هيلو، امېدو غوټۍ سپړم کابله

د افغاني، خراساني، چغې وهونکي خلک
دا به د ستا له ښکلې غېږې ورکوم کابله

پرې به دې نه ږدمه يوازې درسره يم اشنا
دا ستا ساتنه پر عابد واجب ګڼم کابله