نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
شاعر: حسیني مختار دا کوم یو غزنوي ده چې د وخت بتان یې مات کړل هندوانو ته وریاد یې فاتحین په سومنات کړل په خاوره د افغان کې ابدالي بیا راژوندی شو چشمان یې د نازو انا روښانه په کسات کړل حافظ زما د حرم ده ابابیل ورسره درومي تائب یې مشرکان له عبادت د […]
شاعر: حسیني مختار
دا کوم یو غزنوي ده چې د وخت بتان یې مات کړل هندوانو ته وریاد یې فاتحین په سومنات کړل
په خاوره د افغان کې ابدالي بیا راژوندی شو چشمان یې د نازو انا روښانه په کسات کړل
حافظ زما د حرم ده ابابیل ورسره درومي تائب یې مشرکان له عبادت د غربي لات کړل
قربان ئې له هیواد د ایوب خان کړلو هوډونه انځور یې د ملالې غیرتونه احساسات کړل
شرقي ښامار چې راغئ نو د وخت غښتلی مومن خان وو غربي ښکیلاک چغیږي ټول غاښونه یې ورمات کړل
اذان د خپلواکي یې دلته کړی په شمشاد دی په لر او بر افغان کې یې ژوندي غافل اموات کړل
ارمان د شهیدانو یې پوره کړ په افغان کې په دې دین پاله خاوره یې نافذ حکمي ایات کړل
پړوني د حیا یې تور سرو ته په سر کړل همت، عفت، حیا او غیرتونه یې خیرات کړل
د عصر میرویس خان مو نن امام د ارادو دی مختار یې نن په ویاړ باندې انځور یو څو ابیات کړل
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.