د فتحو کاروان

  راشد کامران ټول جهان لړزیږي د افغان د تورې وار دی مست یاغي قوت یې رسولی تر فرار دی خړ طالب نیولی د مؤمن اولس مهار دی را به شي کاروان د امن لږ څه انتظار دی هغه د پردیو د ګواښونو کیسې هیرې دي اوس ها د زندان او ځنځیرونو شیبې تیرې دي […]

 

راشد کامران

ټول جهان لړزیږي د افغان د تورې وار دی
مست یاغي قوت یې رسولی تر فرار دی
خړ طالب نیولی د مؤمن اولس مهار دی
را به شي کاروان د امن لږ څه انتظار دی

هغه د پردیو د ګواښونو کیسې هیرې دي
اوس ها د زندان او ځنځیرونو شیبې تیرې دي
نن ها د خدایي دعویداران ناولي چیرې دي
دا افغانستان دی دلته هر مغرور په دار دی

څه ککرۍ باد شوې څومره مړي یې خاشاک شول
شکر چې مو کلي او ډاګونه ترینه پاک شول
څه خړ خړ ټانکونه یې د سرو اورو خوراک شول
زیړې بوشکې ځار دې شم نامي دې انفجار دی

عشق ته مې د نورو فلسفه نیمګړې پاتې شوه
عقل په پښو ګوډ شو او ماده نیمګړې پاتې شوه
لا دلته د سپین او تور کیسه نیمګړې پاتې شوه
تش لاس مې ورکړی ایټم خیلو ته ګوزار دی

څوک وایي چې دا طبیب ريښتوني رنځ ته ورسېد
اوس ایله په مټ کې د غنمو منځ ته ورسېد
خود به واویلا کړي چې د زرو کنز ته ورسېد
بس له پوزې اونیسه په مړیو کې یې شمار دی

ځمکه مې دښمنه وه، اسمان راته سکروټه و
څه عجیب وختونه وو ګلان راته سکروټه وو
څومره ښه مې وساته ایمان راته سکروټه و
آفرین راشده په لمبو دې تیره لار دی