د اسلامي امارت بریا ستر افتخار دی، باید اسلامي نړۍ یې په رسمیت وپېژني

نن په ترکیه کې د اسلامي نړۍ د علماؤ دوه ورځنۍ ناسته د یوه ۱۸ ماده ییز پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیده. په پریکړه کې د علماؤ په مسؤلیتونو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د علماؤ په مشري د اسلامي امارت د حکومت یادونه شوې، چې باید بشپړه پاملرنه ورته […]

نن په ترکیه کې د اسلامي نړۍ د علماؤ دوه ورځنۍ ناسته د یوه ۱۸ ماده ییز پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیده.
په پریکړه کې د علماؤ په مسؤلیتونو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د علماؤ په مشري د اسلامي امارت د حکومت یادونه شوې، چې باید بشپړه پاملرنه ورته وشي.
پریکړه لیک کې راغلي: ”اسلامي نړۍ وړ او مستعدو علماؤ ته اړتیا لري، څو د اسلامي امت لپاره د رهبریت الګو و ګرځي، نو ددې لپاره
چې علماء مو د ننۍ نړۍ غوښتنو ته ځواب ویونکي او اغیزناک وي؛  په روحاني، فکري او  نوې ټکنالوژي بلد شي؛ باید په ځانګړو کاملا اسلامي روزنځایونو کې اړینه روزنه تر لاسه کړي؛  تر څو هم مسلمه امت له فکري انحراف را وګرځوي او د مسلمه امت لپاره د رهبريت رول ولوبوي.“
‏اعلامیه کې راغلي چې علماء باید د نژاد پرستي او قوم پالنې د بدبویه مرض په کلکه مخه ونیسي او پرې نږدي، چې د غربیانو دا بده پدیده په اسلامي ټولنه کې رشد وکړي.

پریکړه لیک کې د «کفري اشغالګرې نړۍ» پر وړاندې د اسلامي امارت بریا د ټول امت لپاره «افتخار» بلل شوی او زیاته شوې ده چې
‏« علماء مسؤلیت لري، څو په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې له اسلامي نړۍ سره د افغانستان د نوي حکومت اړیکې ټینګې کړي او هم د اسلامي هیوادونو مشران دې ته وهڅوي، څو اسلامي امارت په رسمیت وبیژني.
اعلامیه وایي:  داچې په افغانستان کې اسلامي امارت په سخت اقتصادي وضعیت کې اقتدار ته رسیدلی، نو تر هغو چې په پښو دریږي، باید د اسلامي نړۍ علماء د مهمې دندې په توګه د نړۍ د مسلمانانو د سالمې لارښوونې په توګه اړین ګامونه پورته کړي.
باید عصري ټکنالوژي او دنیوي کیدل مو  ددې لامل نه شي، څو  نوی نسل مو عقیدوي انحراف ته سوق شي. دیادونې وړ ده چې دغه غونډه کې د افغانستان له لوري د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د بهرنیو چارو وزارت د لومړي ریاست رئیس مفتي محمد اکبر عظیمي او ولي الله شاهین ګډون کړی وه.
پریکړه لیک کې د اسلامي نړۍ پر علماؤ غږ شوی چې په اسلامي ټولنه کې د هر نوعه فسادونو مخه ونیسي او له فرصتونو څخه په استفادې سره خپل ولسونه د بدمرغیو له لارو وژغوري.
پریکړه لیک کې د ښځو آزادي د غرب یوه دسیسه یاده شوې او ویل شوي چې.
‏د افغانستان له اړخه د اسلامي امارت ویاند «ذبیح الله مجاهد» مفصلې خبرې وکړې؛د اسلامي نړۍ علماء یې اتفاق او اتحاد ته وهڅول او د افغانستان په تړاو یې ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل.