له سپین بولدک نه چمن ته په ورتلونکي لاره د رامنځته شوې پېښې په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د روان کال په 2022/11/13م نیټه د کندهار ولایت له سپین بودلدک څخه چمن ته په ورتلونکي لاره د نامعلوم کس له لوري په پاکستاني امنیتي کسانو ډزې شوې دي چې له امله یې یو تن پاکستانی عسکر وژل شوی. د افغانستان اسلامي امارت په یاده پیښه خواشیني څرګندوي او د پیښې د څیړلو او […]

د روان کال په 2022/11/13م نیټه د کندهار ولایت له سپین بودلدک څخه چمن ته په ورتلونکي لاره د نامعلوم کس له لوري په پاکستاني امنیتي کسانو ډزې شوې دي چې له امله یې یو تن پاکستانی عسکر وژل شوی.

د افغانستان اسلامي امارت په یاده پیښه خواشیني څرګندوي او د پیښې د څیړلو او عاملینو د پیدا کولو لپاره یو لوړ پوړی هیئت ګومارل شوی او پلټني یې پیل کړې دي.

همدارنګه د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه کوښښ کوي چې د بیا لپاره د دا‌ ډول پیښو مخنيوي ته جدي پاملرنه وکړي.

ذبیح الله مجاهد د افغانستان اسلامي امارت ویندوی