له راستنیدونکو افغان کډوالو سره د مرستي په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د خبرو مهم ټکي

تیره ورځ پنجشنبه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د کابینې له غړو او علماؤ سره د پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو پر موضوع درې ساعتیزه غونډه وکړه، چې په ترڅ کې یې نوموړي هر اړخیزه وینا وړاندې کړه، چې د خبرو ځینې ټکي یې په لاندې ډول وه. ۱ـ دا کډوال افغانستان ته را اړول او […]

تیره ورځ پنجشنبه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د کابینې له غړو او علماؤ سره د پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو پر موضوع درې ساعتیزه غونډه وکړه، چې په ترڅ کې یې نوموړي هر اړخیزه وینا وړاندې کړه، چې د خبرو ځینې ټکي یې په لاندې ډول وه.

۱ـ دا کډوال افغانستان ته را اړول او عمومي پر مسلمانانو عذابونه یوازي او یوازي د الله جل‌جلاله امتحانونه دي؛ نو موږ باید پر دغو امتحاناتو استقامت وکړو، زغم یې ولرو او دا ښکاره خبره ده، چي الله جل‌جلاله پر هغو کسانو امتحانات راولي، چي ورته محبوب او ګران وي.
پر افغانانو ډېر تکلیفونه راغلل، پر دغو تکلیفونو استقامت او صبر کول لویه کامیابي ده.

۲ـ عجبه خو لا داده او دا د الله جل‌جلاله یو حکمت دی، چي افغان کډوالو ته ستونزې او مشکلات د مسلمانانو له لاسه جوړیږي، چې یو مو مذهب دی، یو مو دین دی، یو مو اسلام دی او په یوه شریعت ږغ سره کوو.
۳ـ ما دا ملګرو ته وویل؛ چې چاته اخطار مه ورکوئ، هیچاته ږغ مه کوئ، بس دا مو خپل افغانان او خپل خلګ دي، بس یوازې او یوازې د دغو افغانانو ښه استقبال وکړئ، داسې خدمت یې وکړئ، چې دغه افغانان په افغانستان کې په واقعي توګه د اسلام حوریت او آزادي حس کړي. داغه مو موقع ده، سختي مه ورسره کوئ، پام چې بد وضعیت ورسره ونکړئ، ټول په غیږ کې ټینګ ونیسئ.

۴ـ موږ تاسي ټول افغانان؛ که هغه تجار دي، که صنعت‌کار دي، که خان دی او که مسکین دی، دغسې مرسته له دې کډوالو سره وکړو، لکه د هرات له زلزله ځپلو سره چې مو مرسته وکړه. د کندهار یتیمانو پنځه ـ پنځه افغانۍ سره راټولي کړې او د هرات له زلزله ځپلو سره یې مرسته وکړه، تاسي هم همدغسي وکړئ.
۵ـ له پردیو څخه کومک مه غواړئ، حدیت شریف کې راځي چي رسول اکرم ص هیڅکله د مشرکانو څخه کومک ندی غوښتی.