د ښځو د زده کړو د ځنډ په پلمه د امریکا لخوا د ا.ا.ا د مشرانو د سفرونو د بندیز د اعلان په غبرګون د اسلامي امارت اعلامیه

څرنګه چې افغانستان یو خپلواک او مستقل هیواد دی او د افغانستان اسلامي امارت مستقل، د خپلې ارادې خاوند او خپلو دیني او کلتوري ارږښتونو ته ژمن نظام دی، اسلامي امارت د خپل نظام د چلولو لپاره په سیاسي، فرهنګي، اجتماعي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې خپل اصول لري او د هغه له مخي د […]

څرنګه چې افغانستان یو خپلواک او مستقل هیواد دی او د افغانستان اسلامي امارت مستقل، د خپلې ارادې خاوند او خپلو دیني او کلتوري ارږښتونو ته ژمن نظام دی، اسلامي امارت د خپل نظام د چلولو لپاره په سیاسي، فرهنګي، اجتماعي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې خپل اصول لري او د هغه له مخي د خپل ولس د زندګۍ د ټولو برخو پر مخ بېول او مشکلات یې حلول خپله ذمه داري او مکلفیت بولي؛ بناءً هیچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ د نظام په کومه برخه کې مداخله وکړي.
لکه څرنګه چې د افغانستان اسلامي امارت د بل هیڅ کوم هیواد په داخلي موضوعاتو کې مداخله نه کوي، له نورو ټولو لري او نږدې هیوادونو څخه ورته تعامل خپل حق بولي او ورنه غوښتنه یې کوي، امريکا د افغانستان له ملت سره د خواخوږۍ له مخي نه بلکه د نورو اهدافو لپاره ورته پلمي لټوي.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۸/۳/۱۴۴۴ هـ ق
هـ ش۲۲/۷/۱۴۰۱

2022/10/14م