د روسيې په سرحدي سيمه کې (سوخو-۲۴) جنګي الوتکې سقوط کړی

د نړيوالو خبري رسنيو د راپورونو له مخې د روسيې سرحدي سيمه بلګورود کې ددغه هيواد (سوخو-۲۴) ډوله الوتکې سقوط کړی، دا جنګي الوتکه د روسیې د دفاع وزارت اړوند وه چې تر دا مهاله يې د سقوط لامل نه دی په ډاګه شوی. د بلګورود والي (وياچسلاو ګلادکوف) په يوې اعلاميه کې ويلي، چې […]

د نړيوالو خبري رسنيو د راپورونو له مخې د روسيې سرحدي سيمه بلګورود کې ددغه هيواد (سوخو-۲۴) ډوله الوتکې سقوط کړی، دا جنګي الوتکه د روسیې د دفاع وزارت اړوند وه چې تر دا مهاله يې د سقوط لامل نه دی په ډاګه شوی.

د بلګورود والي (وياچسلاو ګلادکوف) په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د روسيې د دفاع وزارت اړوند سوخو-۲۴ ډوله جنګي الوتکې په ياد ولايت کې سقوط کړی او پيلوټ تر دې وړاندې چې الوتکه سقوط وکړي، ځان د پراشوټ په توسط ژغورلی دی.

د روسيې لوړ رتبه مقاماتو ويلي، چې مرستندويه ټيم د پېښې ځای ته رسېدلی او د يادې الوتکې د لوېدلو لامل لټوي، هېره دې نه وي چې روسي مقاماتو تر دې مهاله د يادې الوتکې د سقوط لامل نه دی روښانه کړی.

دا خبر په داسې مهال ورکول کيږي چې د اوکراين او روسيې جګړې له هغه وروسته يو ځل بيا زور اخيستی، چې امريکايي مقاماتو له اوکراين سره د مرستو ټټر وهلی دی، په همدې اساس تېره اونۍ د امريکا ولسمشر جوبايډن په يوه نااعلان شوي سفر اوکراين ته تللی او هلته يې له خپل سيال سره په يو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي.