چين: د موټرو د ټکر له امله ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(الاماره: ۱۵ جمادي الثاني ۱۴۴۴) د چين خبري رسنيو اعلان کړی چې ددغه هيواد په جنوب ختيځ کې د موټرو د ټکر له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د راپورونو له مخې، د چين په جيانګشي ايالت کې د يکشنبې په ورځ دغه خورا خونړۍ پېښه را منځ ته شوې ده. تابناک خبري […]

(الاماره: ۱۵ جمادي الثاني ۱۴۴۴) د چين خبري رسنيو اعلان کړی چې ددغه هيواد په جنوب ختيځ کې د موټرو د ټکر له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د راپورونو له مخې، د چين په جيانګشي ايالت کې د يکشنبې په ورځ دغه خورا خونړۍ پېښه را منځ ته شوې ده.

تابناک خبري اژانس د سيمه ييزو چارواکو له قوله ليکلي، چې د هوا د ککړتيا او د کافي ديد د نشتون له امله د موټرو د ټکر دغه پېښه را منځ ته شوې ده، سيمه ييزو چارواکو له هيوادوالو غوښتنه کړې چې د سفر پر مهال دې له پوره احتياط څخه کار واخلي.

بلخوا ډيلي ټليګراف ويلي، چين کې د خونديتوب کنټرول د نشتون له امله پکې ترافيکي پېښې ډېرې شوې دي، ټليګراف وړاندې زياتوي، چې تېره مياشت هم د ورته ترافيکې پېښې له امله يو کس ومړ او لسګونه موټر ټکر شوي، خو د ۲۰۲۲ ميلادي کال په سپتمبر مياشت کې بيا د يوه بس موټر د چپه کېدو له امله ۲۷ کسان مړه شول.

په چين کې د تازه خونړۍ پېښې له امله ۱۷ تنه مړه او لږ تر لږه ۲۲ کسان ټپيان شوي دي.