اسلامي امارت او د هيواد اقتصادي پياوړتيا!!

حمزه حسيني د شل کلن اشغال له پای ته رسېدو کابو يو نيم کال تېرېږي، هغه مهال چې د اشغال وروستۍ سلګۍ او کرکجن ټغر يې په ټولېدو و، ډېری هيوادونو، نړيوالو بنسټونو او موسيسو دا فکر کاوو چې افغانستان نور له اقتصادي رکود سره مخ دی، د ملګرو ملتونو په ملتيا ګڼو رسنيو د […]

حمزه حسيني

د شل کلن اشغال له پای ته رسېدو کابو يو نيم کال تېرېږي، هغه مهال چې د اشغال وروستۍ سلګۍ او کرکجن ټغر يې په ټولېدو و، ډېری هيوادونو، نړيوالو بنسټونو او موسيسو دا فکر کاوو چې افغانستان نور له اقتصادي رکود سره مخ دی، د ملګرو ملتونو په ملتيا ګڼو رسنيو د افغانستان ناسم انځور نړۍ ته وړاندې کاوو، دوی غوښتل په دغه هيواد کې خلک پر اسلامي امارت بې باوره کړي، هره ورځ به د بد اقتصادي وضعيت او قحطۍ خبرونه بدرګه کېدل، د رسنيو همدغو غير منصفانه اطلاعيو پر ځينو هيوادوالو رښتيا هم بد اغېز وکړ، خو اسلامي امارت چې هيواد او هيوادوالو ته ژمن نظام دی، په لوړ عزم او پياوړي مورال يې د مغرضو رسنيو ټول تحليلونه وننګول او دوی ته يې دا ثابته کړه چې افغانان اوس په غربي مرستو او تعامل متکي نه بلکې د الله تعالی په بشپړ نصرت او په خپل افغاني هوډ يې اقتصادي ودې ته کار ويلی دی.

اسلامي امارت چې د هيوادوالو په خوښه منځ ته راغلی يو سپېڅلی نظام دی، په ټوله معنا هڅه کوي تر څو اقتصادي وضعيت پياوړی کړي، د افغانيو ارزښت ثابت وساتي او د توکو په بيو باندې بشپړ کنټرول ولري، همدې موخې ته لله الحمد دا دی رسېدلی دی، نړيوال بانک د روان کال د سلواغې پر ۵ مه نېټه د افغانستان پر اقتصادي وضعيت راپور خپور کړی، چې د نړیوالو پام يې ځان ته اړولی دی، نړيوال بانک په خپل راپور کې ويلي، چې افغانستان يوازې په تېرو ۹ مياشتو کې د يو ميليارد او ۷۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات تر سره کړي، چې په تېرو دوو (۲۰۲۰ او ۲۰۲۱) کلونو کې به د افغانستان صادرات يوازې د ۸۰۰ او ۹۰۰ ميليون ډالرو تر منځ وو.

نړيوال بانک په خپل راپور کې ويلي، چې تېر کال د افغانستان له صادراتو را نيولې، د توکو د بيو تر کنټرول، د افغانيو د ارزښت تر ساتلو او د عوائدو تر راټولولو پورې په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ ښه والی راغلی دی، د افغانستان په اقتصادي وضعيت، ددغه هيواد نباتي محصولات چې د صادراتو ۵۶ سلنه جوړوي، مثبت اغېز پرېباسلی دی او همدا راز کانونه يا منرالي توکي او منسوجات هم ددغه هيواد له سترو صادارتو څخه شمېرل کيږي.

د افغانستان اسلامي امارت مشران په ګران هيواد کې د هرې برخې د پرمختګ او پياوړتيا هوډ لري، په تېره بيا په سوداګريزو او اقتصادي برخو کې يې هڅې د ستايلو دي، د اسلامي امارت زعيم عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د روان ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د غبرګولي په ۳۰ مه نېټه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د کانونو او صنايعو ګډ پلاوي، د هيواد په کچه له سوداګرو، صنعت کارانو او پانګوالو سره وکتل، امير المؤمنين همغه مهال د غونډې ګډونوالو ته وويل، چې اسلامي امارت تل د سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو ملاتړ کړی او راتلونکي کې به هم ورته ځانګړې پاملرنه وکړي او دوی ته يې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.

عاليقدر امير المؤمنين له ياد پلاوي غوښتلي و، چې د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ په برخه کې دې رغنده ګامونه واخلي او په هيواد دننه دې پانګه اچونه زياته کړي، تر څو خلکو ته د کار زمينه برابره شي، امير المؤمنين تجاران اقتصادي مجاهدين وبلل او له دوی يې هيله څرګنده کړه چې د هيواد اقتصادي جوړښت يې مکلفيت دی چې بايد جدي پاملرنه ورته وکړي او د يادې غونډې په پای کې عاليقدر امير المؤمنين ټولو سوداګرو، صنعت کارانو او پانګه والو ته د اعزاز پګړۍ ور په سر کړې

د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله له همدغو غونډو معلوميږي، چې د هيواد او هيوادوالو د اقتصادي ودې او پياوړتيا غښتلی هوډ لري، د منلو وړ خبره ده چې بهرنۍ مرستي د هيواد اقتصاد نه پياوړی کوي، بلکې د وګړو ځواک لا ځپي او نه پرېږدي چې انرژي لرونکي کسان په خپلو پښو ودريږي، د امير المؤمنين حفظه الله همدې مدبرانه کردار او هڅو وکولی شول، چې د نړيوالو بنديزونو سره سره د هيواد اقتصاد ته پياوړتيا ورکړي او نړۍ ته دا وښيي چې افغانان له بهرنيو مرستو پرته هم ژوند کولی شي او د هيواد د اقتصادي پياوړتيا په اړه له سالمې مفکورې څخه برخمن دي.

د افغانستان اسلامي امارت مشران تل په دې هڅه کې دي، چې په ملي او بين المللي سطحه د افغانستان صادارات زيات کړي، په همدې اساس کوښښ کوي چې هيواد د هوايي او ځمکني دهلېزونو له لارې له نړۍ او مرکزي اسيا سره وصل کړي، هيله ده چې هيواد به مو د تجارت په نړيوال ترانزيټ بدل او هيوادوال به مو د هوسا ژوند له ستر نعمته برخمن شي.

له درنو هيوادوالو او په ځانګړي توګه د افغانستان له ملي تجارانو هيله ده، تر څو له شته فرصتونو څخه په ګټه اخيستنې په هيواد کې پانګونه وکړي، بنيادي پروژې او فابريکې ورغوي، د هيواد د هرې برخې پرمختګ ته ژمن واوسي او پرېنږدي چې هيواد داقتصادي شاتګ په ناخوالو بدل شي.