د شمالي کوريا د ازمويل شويو توغنديو په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا بېړنۍ ناسته کوي

د سپوتنيک خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا د وروستيو ازمويل شويو توغنديو په هکله د جاپان په غوښتنه بېړنۍ ناسته کوي، تمه ده دغه ناسته نن د دوشنبې په ورځ تر سره شي، تر اوسه ددې ناستې په هکله نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. د […]

د سپوتنيک خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا د وروستيو ازمويل شويو توغنديو په هکله د جاپان په غوښتنه بېړنۍ ناسته کوي، تمه ده دغه ناسته نن د دوشنبې په ورځ تر سره شي، تر اوسه ددې ناستې په هکله نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ممکنه غونډې په هکله د جاپان لومړي وزير فوميو کيشيدا رسنيو ته ويلي، هيواد يې وغوښتل تر څو د شمالي کوريا د وروستيو ازمويل شويو توغنديو په هکله د ملګرو ملتونو امنيت شورا فوق العاده ناسته را وبلي او خپلې اندېښنې ورسره شريکې کړي.

د يادونې وړ ده چې شمالي کوريا د تيرې يوې مياشت او شلو ورځو په جريان کې درې ځلې د توغنديو کاميابه ازموينه تر سره کړې ده، چې په دې سره يې د نړيوالو قدرتونو پام ځان ته اړولی دی، د ملګرو ملتونو امنيت شورا دغه ناسته په داسې مهال راغوښتل شوې ده، چې امريکا او جنوبي کوريا، شمالي کوريا ته نږدې ګډ پوځي تمرينات هم پيل کړي دي، په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې دا د شمالي کوريا ۳۷ م ځل دی چې د توغنديو ازموينه تر سره کوي، چې له کبله يې جاپان، امريکا او جنوبي کوريا ته اندېښنې را ولاړې کړې دي.

د جاپان لومړي وزير د شمالي کوريا د وروستي ازمويل شوي توغندي په هکله ويلي، چې دغه نوی ازمويل شوی توغندی کولی شي ۱۴ زره کېلو متره واټن کې خپل هدف ته ورسيږي او آن امريکا په نښه کړي.